هغه ولسوال چې د کورنۍ ۲۷ غړي او دنده یې له لاسه ورکړل

نجیب مایار
هغه ولسوال چې د کورنۍ ۲۷ غړي او دنده یې له لاسه ورکړل

اشاره: غالب مجاهد د ننګرهار د غني خیلو ولسوالۍ د ګولایي سیمې اوسیدونکی دی چې په ځوانۍ کې یې د شوروي اتحاد د ځواکونو پروړاندې جګړه پيل کړې وه. د پخواني ولسمشر حامد کرزي په دوره کې د غني خېلو ولسوالۍ د امنیې قوماندان  په توګه وټاکل شو چې وروسته نړیوالو ځواکونو ونیو او ګوانتانامو ته یې ولیږداوه او هلته یې پینځه کاله تېر کړل. له زندان څخه تر آزادېدو وروسته یې د حکومت په ملاتړ د وسله والو پرضد مبارزه پيل کړه، هغه د ولسوال او امنیي د قوماندان په توګه دنده اجرا کړې او وروستۍ دنده یې د ننګرهار د شیرزادو د ولسوال په توګه وه.

د ۲۰۱۴ کال په نیمایي کې د پاکستاني طالبانو یوه مهم قوماندان حافظ سعیدخان په لومړي ځل ډیورنډ کرښې ته څېرمه په ننګرهار کې د داعش د خراسان څانګې جوړېدل اعلان کړل.

 حافظ سعید خان د همدې کال په اکتوبر کې د تلیفوني خبرو له لارې په عراق او سوریه کې د داعش له رهبر ابوبکرالبغدادي سره بیعت وکړ او د بغدادي له خوا هغه د داعش د خراسان ولایت د امیر په توګه وټاکل شو.

د داعش خراسان څانګې هم په عراق او سوریه کې د داعش ډلې له وحشت او بې رحمانه وژنو په الهام اخیستو سره په ننګرهار کې په بی ساري بې رحمې سره په وژنو لاس پورې کړ.

 دې ډلې چې  ډېر غړي یې د اورکزیو اجنسۍ اوسیدونکي وو د ننګرهار په هسکه مېنه، اچین او کوټ ولسوالیو کې لسګونه ملکي خلک له دولت سره د همکارې په جرم په وحشیانه ډول ووژل.

 په اچین کې د داعش پروړاندې مقابله کې یو هم د هغه وخت ولسوال غالب مجاهد و چې د ولسوالۍ د ملکي او اداري کارونو ترڅنګ یې د داعش پروړاندې جګړه کې هم مستقیمه برخه درلوده.

 په اچین او نورو ولسوالیو کې د داعش د جنایتونو له رسوا کېدو وروسته د افغانستان دولت د دغې ډلې د جنګیالیو پرضد پراخ عملیات پيل کړل.

 غالب مجاهد  په هماغه وخت کې د اچین ولسوال و هغه ځای چې د داعش خراسان ډلې مرکز بلل کېده.

مجاهد صبح کابل ورځپاڼې ته وویل: په اچین کې د داعش وحشتونه ده نړۍ ته وښودل او پروړاندې یې ترهغه پورې وجنګېد چې په دغه ولسوالۍ کې یې د هغه په وینا ماتې وخوړله.

غالب چې کلونه وړاندې  خلکو په ننګرهار کې د طالبانو او داعشیانو پروړاندې خلکو یو«سپر» باله اوس د ځان د امنیت په اړه اندیښمن دی.

غالب په خپل ژوند کې له اوو چاودنو او ځانمرګو بریدونو روغ وتلی، خو د ټپونو له امله یې په بدن کې د نوک په اندازه جوړځای نشته.

د حاجی غالب وروستۍ دنده د ننګرهار د شیرزادو د ولسوال په توګه وه چې څو ورځې وړاندې یې پرځای بل کس وګومارل شو.

هغه یوازې ولسوال نه بلکې د جګړې په لومړۍ کرښه کې د داعش پروړاندې د جګړې قومانده هم پرغاړه اخیستې ده.

په ۱۳۹۱ کال کې چې کله غالب مجاهد د بټي کوټ ولسوال وګومارل شو هغه وخت دا یوه نا امنه ولسوالي بلل کیده، خو غالب په څو میاشتو کې له وسله والو مخالفینو پاکه کړه.

غالب وایي:« په دنده کې وم چې خبر شوم ګوښه کړی یې یم، کورته راغلم او په سبا یې هرڅه رانه واخیستل، طالب او داعش ته یې لاس تړلی پریښوم، هغه طالب او داعش چې د ننګرهار په هره برخه کې مې مات کړل، نو اوس ما چېرته ژوندی پریږدي.»

د محاذ ملي ګوند دا پخوانی قوماندان چې له دولت څخه د دفاع په لاره کې یې د خپلې کورنۍ ۲۷ غړي له لاسه ورکړي اوس له دولت ګیله من او حتی په تېرو کړنو پښیمانه ښکاري.

« په یوه ورځ مې د کورنۍ ۱۷ غړي شهیدان شول، دوه کلن ماشومان یې راته شهیدان کړل، دوه وروڼه یې راته شهیدان کړل، د کورنۍ ټول ۲۷ غړي مې د د دولت په دفاع کې له لاسه ورکړل، ټول ژوند مې د دولت په دفاع کې تېرکړ، همدا اوس مې لاس کار نه کوي او وس نه لرم چې هند یا بل ځای کې یې درملنه وکړم، خو افسوس چې دولت راسره څه وکړل.»

هغه له دولت نهیلی دی او وایي له کوم دلیل پرته یې ګوښه کړی او که دلیل هم وي، خو دی پرې نه دی خبر.

غالب مجاهد

د خدمت سزا دا نه ده!

غالب وایي هغه څه یې چې له دولت سره کړي سزا یې دا نه ده چې اوس ورکړل شوې او د ده په وینا « لاس او پښې تړلی» هغو کسانو ته سپارل کیږي چې یو عمر یې پروړاندې جګړه کړې ده « قرباني مې ورکړې، طالب او داعش ته مې ماتې ورکړې، په اچین، په بټي کوټ، چپرهار او نورو ځایونو کې مې داعش او طالبان مات کړي ،خو والي مې اوس دغو ډلو ته لاس وتړل.»

مجاهد وایي داسې ګوښه کول له هېڅ قانون سره سم نه دي او په هیڅ دولت کې نشته، هغه وایي که یې کوم خیانت کړی وي او یا یې په اړه خلکو شکایت کړی وي، نو نورې لارې یې شته باید عدلي او قضایي ارګانونو ته د نورو څیړنو او سپیناوي په موخه معرفي شوی وای، نه داسې چې اوس شوی« د جګړې په لیکه کې پروت وم چې احوال راغی له دندې ګوښه شوی یې، ما هم رابار کړل او کورته راغلم، په سبایي هرڅه رانه واخیستل.»

د غالب مجاهد دوه  زامن هم له ده سره په اچین او نورو سیمو کې د جګړې په کرښه کې وو چې وایي اوس حتی د ځان د ساتنې امکانات نلري او له کوره نه شي راوتلی.

غالب مجاهد وایي اوس مجبور دی چې کومې بلې خوا ته لاړشي « چاته مراجعه وکړم، یا له طالب او داعش د خپلو تېرو کړنو بښنه وغواړم، ځکه اوس مې دولت ورته لاس او پښې وتړل، یا به کوم بل هېواد ته ځم له هرڅه یې خلاص کړم.»

غالب مجاهد پنځه کاله د ګوانتامو زندان هم تېرکړی چې تر آزادېدو وروسته یې له دولت سره همکاري پيل کړې، خو اوس پښېمانه ښکاري او وایي هغه کسان چې له ګوانتانامو څخه طالبانو ته لاړل ښه دروند عزت یې وشو اوس هم قطر کې د طالبانو مشران دي.

 مجاهد وایي :« له هغه ځایه خوشي شوي ټول کسان قطر او نورو هېوادونو ته لاړل، خو زما ګناه داوه چې دولت ته راغلم او له دولت سره مې همکارۍ ته دوام ورکړ، که نه هغه وخت ټولو زنداني ملګرو ویل چې له ملحد دولت سره له همکارۍ تېرشه یوه ورځ به دې پرېږدي.»

نوموړی وایي که دی له طالبانو د تېرو کړنو بښنه وغواړي، نو له شک پرته په قطر کې میشت طالب مشران به یې هرکلی وکړي او په ورین تندي به یې ومني.

هغه د ننګرهار په والي ضیاالحق امرخېل هم نیوکه کوي چې په وینا یې ټول یې د خپل «بانډ» کسان ګومارلي:«نوي والي ټول د خپل بانډ خلک راوستي دي، هغه کسان چې ورسره آشپزان وو هم اوس یې ګومارلي دي. والي فیسبوکیان راوستي او هلکان یې راوستي حکومت یې ورته سپارلی دی، دا به څنګه ننګرهار وساتي او څنګه به وطن وساتي.»

داعش لاهم نه دی مات شوی

غالب مجاهد وایي کله چې دوی د داعش پروړاندې جنګیدل هغه وخت په جلال آباد او د ننګرهار په ولسوالیو کې د اوس په پرته امنیت ښه و، هغه وایي داعش ته مو په ولسوالیو کې ماتې ورکړې وه او په ولسوالیو کې ورسره جنګیدو، خو اوس داعش په جلال آباد ښار کې جګړه کوي.

مجاهد وایي:« اوس څه حال دی، جګړه جلال آباد ته راغلې او والي حتی د جلال آباد ښار امنیت هم نشي ساتلای، قوماندان وژل کیږي، هېڅوک خوندي نه دي.»

د داعش پروړاندې د جګړې دا پخوانی قوماندان وایي داعش لاهم په ننګرهار کې پراخ فعالیت لري او نه دی مات شوی.

د ننګرهار دا پخوانی مسوول وایي داعشیان اوس هم شته او فعالیتونه کوي، دا چې هره ورځ نیول کیږي همدا د دوی فعالیت او شتون ښیي« داعش کونړ کې شته، ننګرهار کې شته ولسوالیو کې او په جلال آباد ښار کې شته، چاودنې کوي ، بریدونه کوي او مسوولیت یې پرغاړه اخلي.»

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼی وایي چې غالب مجاهد وطن ته ریښتینی خدمت کړی او خپله دنده یې په ښه اخلاص او صداقت سرته رسولې ده.

خوږیاڼي صبح کابل ورځپاڼې ته وویل چې د مسوولینو ادلون بدلون د حکومت یو اصل دی او دا د مرکزي ادارې او د ننګرهار د ولسونو غوښتنه وه چې دا ډول بدلونونه باید رامنځ ته شي.

خوږیاڼي وویل:« یوازې غالب مجاهد نه دی ګوښه شوی، بلکې ټول پنځلس ولسوالان بدل شوي او پرځای یې نوي کسان ګومارل شوي دي.»

د ننګرهارد والي ویاند د مجاهد دا څرګندونې هم ردوي چې ګنې والي ضیاالحق امرخېل «خپل کسان» په دندو ګومارلي دي، هغه وایي ټول نوي ګومارل شوي کسان د ننګرهار ولایت اوسیدونکي دي او والي له ځان سره له بل ځای نه دي راوستي.

حاجي غالب په شان ډېر کسان چې یو وخت په دولت کې لوړې دندې اجرا کړې له ګوښه کیدو وروسته د خپل ژوند د خوندیتوب په اړه اندیښمن دي او وېره لري.  دوی وایي پخوا یې هم له طالب او داعش سره دښمني وه، خو هغه وخت یې په خپله د ځان ساتنه کوله او د ځان ساتنې په موخه یې وسلې لرې، خو په تش لاس څنګه له ځان او خپلې کورنۍ دفاع وکړي.