رب دې مل شي د ولس او د ملګرو

صبح کابل
رب دې مل شي د ولس او د ملګرو

امید اڅک
په دې ورستیو کې مو د هېوااد امنیتي وضعیت تر بل هر وخت ډير خطرناک، ګواښوونکی او اندیښمنوونکی دی. هر سهار مو په چاودنو، هدفي وژنو او غمونو پیلیږي.
په دې هدفي وژنو کې ټول هغه ټوکیدونکي ځوانان، خبریالان او ټولنیز فعالان په نښه کیږي چې په مرګ سره یې په ټولنه کې ډيره غوغا پاریږي، دا هغه څه دي، چې وژونکي یې غواړي.
د وژنو دغې لړۍ زموږ ولس سخت اندیښمن کړی دی او داسې منزوي حالت یې ځانته غوره کړی، چې د تیرو ۱۹ کلونو په لړ کې یې ساری نه دی لیدل شوی.
د تعجب خبره دا ده، چې د دغه وژنو مسولیت هیڅوک پر غاړه نه اخلي. حکومت یې په طالبانو او طالبان یې په حکومت اړوي.
طالبانو د الاماره په نوم په خپل ویب پاڼه کې د افغانستان په لویو ښارونو کې د هدفي وژنو په غبرګون کې یوه اعلامیه خپره کړې.
د اعلامیې په یوه برخه کې راغلي:
(اصلي خبره دا ده چې زموږ هېواد همدا اوس په خورا ځانګړو شرایطو کې قرار لري. په دوحه کې له امریکا سره د شوي توافق پر اساس باید په را راروان کال کې له افغانستان څخه ټول بهرني ځواکونه ووځي.
طالبانو په خپله دغه اعلامیه کې په حکومت تور پورې کړی چې ګواکي د خپل واک د غځولو په موخه هدفي وژنې کوي، تر څو له دې لارې ولسي ذهنیت مغشوش او د دوی پر وړاندې کرکه وپاروي.
د تورونو او هدفي وژنو د مسولیت څخه د خلاصون په دغه لړۍ کې بیا حکومت د هرې وژنې څخه وروسته سمدلاسه طالبانو ته ګوته نیولې او ویلي یې دي، چې اصلا ددغه ټولو بدبختیو لپاره ستر بستر همدوی برابر کړی دی.
بل خوا د افغانستان دولت ځینې لوړ پوړي چارواکي ادعا کوي، چې طالبانو د سولې په ځای جګړې ته لومړيتوب ورکړی دی او داسې فکر کوي، چې د زور له لارې به واک تر لاسه کړي:
امرالله صالح په وار وار د سهار د شپږ نیمو بجو د غونډو په راپورونو کې پر طالبانو تور لګولی چې له افغانانو سره ګډ سوله‌ییز ژوند نه‌غواړي او پر نوي افغانستان هم باور نه‌لري.
صالح طالبان تورن کړي چې د دوحې له تړون وروسته ‌یې کاذب غرور پیدا کړی او غلطه لار یې ټاکلې ده.
د ولسمشر د لومړي مرستیال د مطبوعاتي دفتر رییس رضوان مراد څه موده مخکې ویلي، چې د طالبانو له‌خوا په یوه وخت کې سولې ته ژمنتیا ښودل او بل‌خوا ته د جګړې شدت، هدفي وژنې او بمي چاودنې سره ټکر دي.
مراد زیاته کړې: «د طالب فکر لا هم هماغه پخوانی فکر دی، لا هم دوی پر هغو مسایلو فکر کوي، که هغه د بیان ازادي ده، که د ښځو حقوق دي او که هغه د افغانستان د بنسټونو له‌منځه وړل دي، څو یوه مکمله انارشي او ګډوډي جوړه شي او د دوی د بادرانو ستراتېژي یې عملي شي.»
دا په داسې حال کې ده چې د همدې دوه لوریو په اړو دوړ او د یو بل تورنولو په منځ کې درګرده ځوانان وژل کیږي چې زیان یې په مستقیم ډول ولس او افغانستان ویني.
اوس پوښتنې دادي، چې دغه هدفي وژنې څوک کوي؟ ایا کومې نوې ډلې سر راپورته کړی دی؟ که نه، نو بیا دا څوک دي، چې آن د موټر بمب او انتحاري حملو توان په ځان کې ویني؟ دا خو اسانه کار نه دی، چې په انفرادي شکل دې هر څوک دغسې خطرناکه او له مصارفو ډک کارونه تر سره کړي؟
که نورې ډلې هم موجودې وي، بیا یوازې د طالبانو سره د سولې روان بهیر به مطلوبه نتیجه ورکړي؟
دا هغه پوښتنې دي، چې ټول ولس یې د ځواب لپاره شیبې شماري، خو نه یې د ځوابولو څوک شته او نه ددغه وضعیت د کنټرول ځانګړې مرجع.