د نېژدې ۶۰ ښوونځيو چارې بشپړې او پرانیستل شول

صبح کابل
د نېژدې ۶۰ ښوونځيو چارې بشپړې او پرانیستل شول

په هېواد کې د ۵۹ ښوونځیو د جوړولو چارې بشپړې او نن (سه شنبه ) پرانیستل شول. دا ښوونځي چې د هېواد په ۲۲ ولایتونو کې جوړشوي د  سل ورځې، سل زېري (د پوهنې اونۍ) پروګرام کې پرانیستل شول.

له دې ډلې ۳۴ ښوونځي د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت له خوا جوړشوي دي.

په دغه برنامه کې چې د جمهوررییس غني په ګډون په ارګ کې جوړه شوې وه د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق او پوهنې وزاررت د سرپرستې رنګینې حمیدي ترمنځ یو هوکړه لیک هم لاسلیک شو.

 د دغه هوکړه لیک له مخې یونسیف په هېواد کې څه د پاسه یو میلیون ماشومانو ته د زده کړې زمینه برابروي.

د پوهنې وزارت سرپرستې رنګینې حمیدي یوځل بیا ژمنه وکړه چې د پوهنې په برخه کې به د متوازن انکشاف زمینه برابروي.

حمیدي وویل چې د متوازن انکشاف په موخه یې چې په کلیوالو سیمو کې د ټولګیو جوړولو برنامې چې د نړیوالو مرستندویانو په همکارۍ پیل شوې ښه پایله درلوده او د نجونو دا ټولګي په هغو سیمو کې جوړیږي چې هلته جګړه دوام لري او ښوونځیو ته د نجونو د تګ اجازه نه لري:« که نجونې ښوونځي ته نشي تللای، ښوونځي کورونو ته وروړو.»

هغې وویل  د ولایتونو ټول رییسان یې نوي کړي  او په نوي ټیم سره به د پوهنې په برخه کې د دولت پلانونه عملي کړي.

په همدې وخت کې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت وایي د روان کال ترپایه به ۱۸۰۰ نورښوونځي هم جوړشي.

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت سرپرست مجیب الرحمن کریمي وویل چې

تراوسه ۷۳۲ ښوونځي جوړ او پوهنې وزارت ته سپارل شوي او ۶۰۰ نورښوونځي به هم په راتلونکې جوړشي چې په دې سره به ټول ۳۲۴۷ ښوونځي جوړ او پوهنې وزارت ته تسلیم شي.

 په ورته وخت کې د ښارجوړولو وزارت وایي چې په ۱۳۹۹ کال کې یې د  ۳۳ ښوونځيو ودانۍ جوړ کړي چې ټولې پرې ۸۰۰ میلیونه افغانۍ لګیدلي دي.

د دغه وزارت مرستیالې ساحل همدرد وویل چې ۱۲۸ نورښوونځي به هم په روان کال کې جوړ کړي.

د جمهوري ریاست لومړي مرستیال امرالله صالح بیا په هېواد کې پوهنې ته د خلکو د لېوالتیا او تندې په ډېروالي خوښي وښوده او هیله یې وښوده چې د جګړې او روانې ستونزې چې په وینا یې طالبانو جوړه کړې په حل سره د افغانستان د خلکو دا هیله پوره او په خپله سیمه کې ورته د زده کړې زمینه برابره شي.

ښاغلي صالح وویل چې د هغو سیمو زده کوونکو په ښارونو کې په خپل شخصي لګښتونو زده کړې ته دوام ورکوي چې د جګړې له امله په کې ښوونځي بند دي.

هغه ټینګار وکړ چې نړیوال مرستدویان له افغانستان سره خپلو مرستو ته دوام ورکوي او په دې اړه یې دوی ته ډاډ ورکړی دی.