د سرحدونواو قبایلو چارو وزیر وایي د نظام او ملي اردو په اړه د ملا انصاري څرګندونې د هغه خپلې نه دي، بلکې د نورو له خوا ورښودل شوې او له دین څخه په ناسم تعبیراو څرګندونو د کورنیو امنیت د ګډوډولو هڅه او د بیان له آزادۍ ناوړه استفاده ده.
د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر محب الله صمیم د دوشنبې په ورځ د یو شمېر دیني عالمانو په ګډون جوړه شوې غونډې ته په خبرو کې وویل:« انصاري یو افراطي ملا او افراطي سابقه لري، په هرات کې د ښځو وهل ټکول، د محکمې له حکم پرته سزا ورکول او په نورو غیر قانوني کارونو کې ښکېل دی.»
صمیم وویل: دا ډول څرګندونې د امنیتي او دفاعي ځواکونو له ماشومانو او کونډو سره چې د هېواد د ساتنې او ولس د هوساینې لپاره یې قرباني ورکړې او لاهم قرباني ورکوي ښکاره دښمني ده.
هغه وویل چې د ولس او دین دښمنان باید پوه شي، چې دا پخوانی افغانستان نه دی، چې شاته لاړشي، بلکې اوس په تفسیر او فقه کې متخصصین لري او د هرچا په هره وینا نه غولیږي.
د سرحدونو قومونو او قبایلو وزیر وویل:« ما شخصا عدلي او قضایي ارګانونو ته عریضه کړې، چې هغه ترعدلي تعقیب لاندې ونیسي.»
همدا راز دیني عالم او قومي مشر مولوي محمد اسمعیل روحاني هم د ملا انصاري څرګندونې ناسمې وبللې. روحاني امنیتي او دفاعي ځواکونو ته په خطاب کې وویل: « د خپل ملک او هویت نه د دفاع په لاره کې مرګ شهادت دی، ستاسو دنده ترهر چا مقدسه ده، ستاسو دنده جهاد دی، ستاسو مرګ شهادت دی.»
دوې ورځې وړاندې په هرات کې د ګذرګاه جومات ملا مجیب الرحمن انصاري د امنیتي او دفاعي ځواکونو او نظام ملاتړ لویه ګناه بللې وه .