په روغتون کې پرېښودل شوی ماشوم له بې سرپرستۍ سره مخ دی

صبح کابل
په روغتون کې پرېښودل شوی ماشوم له بې سرپرستۍ سره مخ دی

هغه اوس  درې کلن دی، یوه مېرمن چې پوره یو کال یې د دغه ماشوم پالنه کړې او د روغتون په لګښت یې ورته خواړه او درمل برابرول وایي نور ځکه دا کار نه شي کولای چې عمر یې پای ته رسیدلی او که مړه شي، نو دا ماشوم به بې سرپرسته پاتې شي.

دا معلول ماشوم یو کال مخکې د ننګرهار د حوزوي روغتون په یوه برخه کې پریښودل شوی او بیا یې چا پوښتنه نه ده کړې.

هغه وخت د روغتون یوې کارکوونکې د ماشوم پالنه پرغاړه واخیسته.

هغه وایي: « دا معلول ورته له خپلو سکنيو اولادونو هم ګران دی، خو نور یې ځکه سرپرستي نه کوي چې خپله هم د عمر په اخر کې ده او پرې ويرېږي چې تر دې وروسته به یې څوک په سمه توګه پالنه ونه کړي.»

په ورته وخت کې د ننګرهار په حوزوي روغتون کې تر یوه کال ډېر د دغه ماشوم د پالنې امکانات نشته. د روغتون مسوولین وایي دوی په خپله نور امکانات نه لري او له نورو ادارو به یې د پالنې په برخه کې همکاري وغواړي.

د ننګرهار د حوزوي روغتون مالي او اداري مدیر عنایت الله عاجز وایي :« ماشوم ترپخوا ښه شوی او که یې خپله مورحاضره شي او پالنه یې وکړي، نو د ښې کیدو هیلې یې شته.»

دا ماشوم پوره یو کال وړاندې خپلې مور او پلار د معیوبیت له امله پریښی، خو لاهم په دې نه پوهیږي چې پالونکي یې خپل مور او پلار نه دي.