ښځینه روایت؛ په ننګرهار کې د ښځو د بدلون روښانه سیوری

صبح کابل
ښځینه روایت؛ په ننګرهار کې د ښځو د بدلون روښانه سیوری

لیکوال: ببرک یوسفزی

زه د ننګرهار ولایت په یوه داسې ټولنه کې لوی شوی یم، چې د ښځو له‌پاره په کې د ژوند کولو فضا ډېره تنګه وه او هغه مهال له خورا سختو محدودیتونو سره مخ وې.

د طالبانو رژیم نوی پرځول شوی و او د ښځو پر وړاندې د دوی زجرلرونکي او ظالمانه فکرونه لا هماغسې پنجې ښخې کړې وې.
ښځې یوازې د کور په څلورو دیوالونو کې پاتې وې، که چېرې د نارینه‌و هر ډول نامشروع غوښتنو پر وړاندې يې عکس‌العمل ښودلو، نو د سختو ظلمونو سره ـ سره ځينو به پکې ژوند هم بایلود.

زموږ په ګاونډ کې داسې کورنۍ هم اوسېدلې، چې د ښځو تعلیم او تحصیل يې فحاشي بلله او د کور ټولې نجونې يې همغو څلورو دیوالونو کې دننه ساتلې وې.

خو کله، چې د حکومت له لوري د ښځو په هکله ځينې مثبت پروګرامونه پېل شول او د دوی د حقونو په برخه کې د خلکو په ذهنونو کار وشو، نو اوس شل کاله وروسته ټولنه په بشپړه توګه بدله ده.

هماغه کورنۍ، چې خپلې لوڼې په کورونو کې ساتلې، تعلیم او تحصیل يې فحاشي او د ټولنې بدنامي بلله، خپله په شخصي موټر کې خپلې نجونې ښوونځي ته وړي او د تحصیل او تعلیم له‌پاره يې هڅه کوي، چې د ولایت په کچه د تر ټولو د ښه  ښوونځي/پوهنتون دروازه وټکوي.

نوم اخیستل يې مناسب نه بولم، خو داسې یوه پېغله مې یاديږي، چې حتا د کورنۍ له‌خوا مېړه کولو باندې يې بندیز لګېدلی و.

له کوره وتل خو يې بیخي لرې خبره وه.

موږ ډېر واړه وو، خو له نورو به مو دا اورېدل، چې کورنۍ يې د تعلیم او مېړه کولو سره ډېر مخالف دی او دا خورا د شرم خبره بولي، چې ښځې دې ښوونځي ووايي.

خو دغې پېغلې له تعلیم سره خورا علاقه درلودله دومره علاقه‌منده وه، چې ځينې نورو نجونو په کتلو به يې له سترګو اوښکې وبهېدې او په چیغو چيغو به يې د نورو ښځو منځ کې وژړل.

تر هغه چې د دولت له‌خوا ځينې پروګرامونه زموږ تر ښار او کوڅو هم را  ورسېدل، د ښځو په هکله د بشري حقونو له‌خوا ځينې ورکشاپونه جوړشول او کور په کور يې پوهاوي ته اساسي کارونه وکړل.

دغې پېغلې د همدغو بشري حقونو د سازمان له‌لوري د سواد زده کړې کورس ته لاره پېدا کړه؛ کلونه کلونه وروسته کیسه ده.

دا چې کله يې د سواد زده کړې کورس ولوست، نو په کورنۍ کې يې د مشرانو او نارینه‌و ذهنونه هم ورسره بدلول شول، نجلۍ ته يې اجازه ورکړه، څو درس ته ادامه ورکړي، نجلۍ پېغلتوب په بې‌سوادۍ کې تېر شو، خو ډېر وروسته يې  د سواد زده کړې له کورس  نه ښوونځي ته لاره پېدا کړه بیا له دوولسمه فارغه شوه او حتا خبر شوم، چې بیا يې دارالمعلمین ولوست  او اوس په کوم ښوونځي کې ښوونکې ده.

زموږ په سیمه کې یوې نجلۍ ، طب پوهنځی ولوست او بیا ډېره تکړه ډاکټره هم شوه.

نږدې ټول کلی او ګاونډ مو د هغې له تعلیم او تحصیل سره حساسیت درلود، خو چې کله به مو ښځې ناروغه  شوې بیا به مو د همغې مشورې ته میندې او خویندې ور لېږلې.

اوس زیاتره کورنۍ هڅه کوي، چې لور يې ډاکټره یا نرسه شي.

دا مې هم یاديږي، چې د نجلۍ پلار د خپل لور په بدل کې یو لوی ټریلر موټر اخیستی و، په یو کور کې اوسېدل او له واده دوه، درې میاشتې وروسته يې بیا په کور کې سخت جنجالونه وزېږېدل.

اوس د ځوانانو په ذهنونو کې زیات بدلون راغلی، حتا د داسې شخص لور کره جرګه نه لېږي، چې  د لور پر سر د پېسو اخیستلو تاریخ ولري، حتی نجونو ‌داسې مدني مبارزو پېل کړې، چې د بدو او پېسو په بدل کې  د خور یا لور ورکولو د خپلو مشرانو مخنیوی وکړي.

ننګرهار کې د ښځو د تحصیل او تعلیم په کچه کې خورا زیات مثبت تغیرات راغلي حتا د پخوانیو کلونو سره هېڅ د پرتلې وړ نه‌دی.

که چېرې سهار ۸ بجې او د ماسپښین ۱۲ بجو کې جلال اباد ښار ته نظر وکړئ، نو سلګونه نجونې به ډلې ډلې وګورئ، چې ښوونځیو ته روانې دي او ټول سړکونه سپینو څادرو او تورو جامو پوښلي وي.

پخوا مشرانو به د تحصیل‌کړې نجونو له‌پاره د جرګې کولو زړه نه ښه کاوه ، ویل يې، چې تعلیم‌یافته د ژوند کولو نه‌ده.

خو اوس نږدې هر ځوان او کورنۍ چې لومړی د نجلۍ له‌پاره په جرګه ورځي د تحصیل پوښتنه يې کوي یا کم تر کمه د تعلیم د کچې معلومات يې حتمي کوي.

حتا دا رواج هم نوی پېدا شوی، چې د نجلۍ له‌خوا د هلک د ژوند او تحصیل په هکله تحقیق کيږي او خپل مشر ورور، کاکا یا پلار ګوماري، چې د هلک ورځني ژوند په باب ورته ريښتیني معلومات پېدا کړي، هغه څه چې پخوا بیخي عار او د شرم وړ خبره بلل کېدله.

دا هرڅه د نوي پيل او د وسله‌والو طالبانو د رژيم له پرځېدو وروسته شوي، دا مثبت تغیرات دي او ښځې ويښې شوي، پوهيږي چې دا يې انساني، مدني، اسلامي او شرعي حق دی، چې د خپل ښه ژوند له‌ پاره خپله پريکړه وکړي.

په ‌دې برخه کې د نړېوالو هڅې او په ځانګړي ډول د بشري حقونو د سازمان له  رغنده رول څخه هیڅ‌کله سترګې نه‌شو پټولی.

د ښځو په مدني حرکتونو کې په مشرقي او په ځانګړي ډول ننګرهار ولایت کې دومره پرمختګ شوی دی، چې څو میاشتې وړاندې ، جلال اباد ښار کې د ناامنیو پر وړاندې د لسګونو ښځو له خوا مدني اعتراض وشو.

همدارنګه څو ورځې وړاندې لسګونو ننګرهارۍ مېرمنو له وسله‌والو طالبانو وغوښتل ، چې اوربند وکړي او د دغه انساني مشروع حق له‌پاره يې غږ پورته کړ.

دا لوی پرمختګ دی، چې د انسانیت او امنیت له‌پاره له حکومت سره د مرستې په اړه د ښځو  ذهنیت ویښ شوی دی.

دا هغه څه دي، چې له پلازمینې کابله يې اوس ولایتونو په ځانګړي ډول پښتون  مېشتو سیمو ګوټ ګوټ ته يې ريښې کړي.

د ښځو د حقونو په برخه کې د پوهاوي کچه حتا لس اوسني کلونه له  لسو پخوانيو هغو سره نه شو پرتله کولای.

داسې ولایتونه  کې ما پښتانه ځوانان وکتل، چې هلته د ښځو د نومونو پر اخیستلوباندې مړي کېږي، خو د خپلو خویندو انځورونه يې په فېسبوک، ټویټر او نورو ټولنیزو شبکو کې نشر کړي، چې په کانکور ازموینه کې بریالۍ شوې او یا د خپل مشر ورور له خوا يې دوستانو ته خبر ورکول کېږي، چې زما خور له پوهنتونه فارغه شوه؛ بیا ځوانان ورته د مبارکيو ترڅنګ د ښه او روښانه راتلونکي هيلې کړي.

دا مثبت تغیرات د همدغه نظام لاسته‌راوړنه او د څو کلونو اساسي مثبت بدلون دی، چې د لاسه ورکول به‌يې ټولنه بېرته د جهالت او تېږې زمانې ته ټېل وهل وي، کوم چې هېڅ لوستي افغان ته د منلو وړ نه‌دی.

دا هغه خورا اړین مسایل او لاسته‌راوړنې دي، چې د یو ځوان په صفت يې هېڅ‌کله د سولې په مذاکراتو کې نه یوازې دا چې د لاسه ورکولو پلوي نه‌کوم، بلکې د لا غښتلي کولو له‌پاره به يې ټینګه مبارزه وکړم.

همدارنګه په ننګرهار کې مېشت لوستي حتا نالوستي قشر، ځوانان او په ځانګړي توګه ښځې هم نه‌غواړي، چې د زړه په‌وینو، زحمتونو او زیاتو قربانیو په نتیجه کې پر دغې لاسته‌راوړنې يې د وسله‌والو طالبانو سره په مذاکراتو کې معامله وشي.

ښځینه ټولنې او نور عام وګړي حاضر نه‌دي، چې پر دغه اوږد، له کړاونو ډک، خو د مثبت پرمختګ مزل باندې يې د بطلان کرښه کش شي.