افغان سوله جوړونکو بشري موسسې په تخار کې په ۳۶۲ کورنیو نېژدې ۵۵۰۰۰ ډالر وویشل

نجیب مایار
افغان سوله جوړونکو بشري موسسې په تخار کې په ۳۶۲ کورنیو نېژدې ۵۵۰۰۰ ډالر وویشل

افغان سوله جوړونکو بشري موسسې(APBHO) په تخار کې په ۳۶۲ جګړه ځپلیو او اړو کورنیو  نغدي مرسته او ژمني توکي وویشل.

د افغان سوله جوړونکو بشري موسسې (APBHO) مسوولین وایي د دغه کورنیو د غوراوي په موخه د تخار د کډوالو او راستنېدونکو چارو ریاست په همغږۍ د دوی د کارمندانو له خوا د تالقان ښار په بېلابېلو سیمو کې سروې وشوه او ۳۶۲ کورنۍ یې مستحقې وبلل شوې.

په تخار کې د افغان سوله جوړونکو بشري موسسې مسوول انجینرعابدالله حنیف  صبح کابل ورځپاڼې ته وویل: دا مرسته د مرکزي آسیا د انستیتیوت(CAI) په همکارۍ چمتو شوې وه چې هرې کورنۍ ته ۱۵۰ ډالره او په ژمي کې د کورنیو د اړتیا وړ جامې او نوره البسه وویشل شوه.

ښاغلی حنیف وایي:( په دې مرسته کې هرې کورنۍ ته په ۱۵۰ ډالرو سربېره درې ګرمې کمپلې، د ماشومانو اولویانو  ۷ جاکټونه، شپږ جوړه د لویانو او ماشومانو ګرم بوټونه، دوه پټوګان، د ماشومانو جرابې، خولۍ او دستکشونه هم شامل دي.)

هغه وایي د دې پروژې کارونه یې دوې  میاشتې وړاندې پيل کړي وو چې د تخار د کډوالو او راستنېدونکو چارو ریاست په همغږۍ یې چارې بشپړې او په پام کې نیول شوې مرسته په غوره شویو کورنیو وویشل شوه.

د افغان سوله جوړونکو بشري موسسې (APBHO) په داسې حال کې پر اړو او بې وزلو کورنیو دا مرسته وویشله چې په روان ژمي کې د وروستي سیاسي بدلون او کرونا د اقتصادي بحران له امله زرګونه افغان کورنۍ د نورو سلګونو زرو بې وزلو کورنیو په شمېر ورزیاتې شوې دي.

 محمد صابر چې جګړې یې دواړه پښې اخیستې وایي دا لومړی ځل دی چې مرسته ترلاسه کوي.

هغه چې په ویلچر کې د خپل ماشوم زوی له خوا د مرستې د ترلاسه کولو په موخه د مرستې د ویش ځای ته راوړل شوی و صبح کابل ورځپاڼې ته وویل 🙁 کوریې ودان چې له ماسره یې مرسته وکړه، ماشومان لرم ، ښځې لرم په دې مرسته به خپلې ډېرې ستونزې حل کړم.)

مرسته شوې کورنۍ له نړیوالو بنسټونو غواړي چې د خلکو د ستونزو د حل په موخه خپلو بشري مرستو ته دوام ورکړي.

د افغان سوله جوړونکو بشري موسسه همدا اوس په تخار کې د پرمختیایي مرستو له ادارې سره په ګډه شپږ پروژې پلې کوي.

د افغان سوله جوړونکو بشري موسسه (APBHO) د خلکو د پرځان بسیاینې، سولې او ټیکاو د ټینګښت او د ټولنیز او اقتصادي لوړتابه  په موخه د ټولنې له محروم او پامه لوېدلي قشر سره کار کوي، ترڅو د ستونزو په کمولو کې  د دوی لاسنیوی ته وکړي.

د افغان سوله جوړونکو بشري موسسې (APBHO) په ۲۰۱۸ میلادي کال کې فعالیت پيل کړی چې له هغه را هیسې یې د هېواد په لیرې پرتو او محرومو سیمو کې د نړیوالو موسسو په مرسته د روغتیا، تعلیم او تربیې، کرنې، ورزش او نورو برخو کې فعالیت کوي او تراوسه یې په خپلواکه ډول او د بشري مرستو پرمختیایي ادارې سره په ګډه لسګونه دا ډول پروژې پلې کړې دي.