چارواکي: د شاه وعروس بند د استملاک چاره بشپړه او ژر به پرانیستل شي

نجیب مایار
چارواکي: د شاه وعروس بند د استملاک چاره بشپړه او ژر به پرانیستل شي

د شاه و عروس بند به په نیژدې راتلونکې کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شي. د دغه بند په جوړولو کې د زیانمنو شویو کسانو د ستونزو د حل کمیټه وایي د بند د ځمکو د استملاک پروسه بشپړه شوې او د بند په کاسه کې راغلې ځمکې باید تشې شي.

د کابل والي محمد یعقوب حیدري وایي د کابل د شاه و عروس بند د استملاک پروسه پای ته رسیدلې او خلک باید د خپلو ونو د زیان د ترلاسه کولو په موخه بانکي حسابونه پرانیزي ترڅو راتلونکې اونۍ کې ورته پيسې واستول شي.

ښاغلي حیدري چې د جمعې په ورځ یې د دغه بند د زیانمنو شویو کسانو ستونزو د حل د ګومارل شوې کمیټې کې وویل:« په لومړي پړاو کې هغو کسانو ته په معیاري ښارګوټو او کرنیزې ځمکې ورکول کیږي چې د بند په کاسه کې یې کورونه او کرنیزې ځمکې له لاسه ورکړې دي.»

د کابل والي له هغو کسانو وغوښتل چې ژر ترژره خپلې هغه ونې پرې او وباسي چې د شاه و عروس بند په کاسه کې راغلې دي، ترڅو په راتلونکودوو اونیو کې ورته  بدیله ځمکه ورکړل شي.

د کابل والي د دغه بند له زیانمنو کسانو سره ژمنه وکړه چې د ځمکې د استملاک بهیر تر پای ته رسیدو پورې به د دوی د ستونزو د حل په موخه له اړونده ادارو یوه تخنیکي کمیټه جوړه کړي، چې د زیانمن شویو کسانو ستونزو ته رسیدنه وشي.

نوموړي وویل چې په پام کې نیول شوې ځمکه او پیسې به په عادلانه توګه وویشل شي.

په همدې وخت کې د شاه وعروس بند د جوړولو په بهیر کې زیانمنو شویو کسانو ژمنه کړې چې په ټاکل شوې وخت کې به ونې او بڼونه پرې او خپلې ځمکې به د اوبو د زیرمه کولو په موخه خالي کړي.

د شاه وعروس بند د کابل ولایت په شکردره ولسوالۍ کې موقعیت لري چې کولای شي ۹ میلیون متره مکعب اوبه زېرمه او ۱،۲ میګاواټه برېښنا تولید کړي.

د دغه بند دیوال ۷۷،۵ متره مربع جګ او د سمندر له سطحې ۲۱۶۱ متره لوړوالی لري. د اړونده ادارو د مالوماتو له مخې دا بند کولای شي ۲۷۰۰۰ هکتاره کرنیزه ځمکه خړوبه کړي.

د حکومتي سرچینو په وینا د دغه بند څلور میلیون متره مکعب اوبه به د کابل اوسیدونکو د څښاک او نورو اړتیاوو او پاتې پینځه میلیون متره مکعب به  د کرنیزو ځمکو په خړوبولو او بریښنا په تولید کې وکارول شي.

د شاه وعروس بند د اوبو چارو د تنظیم د ملي ادارې یوه لوه پروژه ده چې، ټولې پرې۵۳ میلیون ډالره لګښت راغلی او د افغانستان اسلامي جمهوریت له ملي بودجې څخه ورکول کیږي.

دا په داسې حال کې ده چې په پام کې ده د اوبو د ۴۴ لویو بندونو د جوړولو چارې پیل شي.

د افغانستان د اوبو چارو د تنظیم ملي اداره وايي د دغه بندونو د جوړولو تړونونه به په همدې میاشت ( ثور) کې لاسلیک او په یوویشتو ولایتونو کې به یې د جوړولو چارې پيل شي.

د اوبو چارو د تنظیم ملي اداره  وایي د دغه بندونو پرجوړولو به څه باندې ۶۰۰ میلیون ډالر لګښت راشي.

د اوبو چارو د تنظیم د ملي ادارې ویاند نظام خپلواک وایي دا بندونه به ۱۲۰۰ میلیون متره مکعب اوبه زېرمه کوی، ۹۷ میګاواټه برېښنا به تولید او ۳۲۰ زره هکتاره ځمکه به خړوبوي.

د دغې ادارې د معلوماتو پر اساس اوس په هیواد کې د اوبو د ۱۳ بندونو د جوړلو چارې روانې دي.

 د اوبو چارو د تنظیم ادارې د معلوماتو له مخې په هلمند کې د کجکي، په فراه کې بخش اباد، په پکتیا کې د مچلغو، په غزني کې د سلطان، په زابل کې د توري، په پکتیکا کې د پلتو، په هرات کې د پاشدان او په ارزګان کې د سراب او شفلوغ هغه بندونه دي چې اوس مهال یې د جوړولو چارې روانې دي.

د افغانستان د اوبو چارو د تنظیم ملي اداره وایي د اوبو د ۲۲ نورو بندونو سروې او ډیزاین چارې بشپړې شوې چې راتلونکې کال کې به یې کارپيل شي.