په خواله رسنیو کې د جمهوررییس غني « عملیات »

نجیب مایار
په خواله رسنیو کې د جمهوررییس غني « عملیات »

په هېواد کې د ننه د کورنیو ډاکټرانو له خوا د جمهورریس غني عملیات په خواله رسنیو کې د خلکو پراخ غبرګونونه را پارولي دي.

دا له شاوخوا څلورلسیزو وروسته په هېواد کې د ننه د دولت د رییس لومړي روغتیایي عملیات دي.

د خواله رسنیو یو شمېر کاروونکو دا د جمهور رییس ژمنتیا او په ډاکټرانو باور بللی دی.

د چارو ادارې سلاکار محبوب شاه محبوب لیکي:« سهار په شنه خړه راویښ شو، سر اعلی قوماندانۍ کې یې د وطن د امنیت جلسه وکړه، د جګړې د سربازانو احوال یې واخیست، لا به یې چای نه و څښلی چې د کمال خان د پاتې کارونو پوښتنه یې وکړه، شاه و عروس بند یې یاد کړ، په یویشت ولایاتو کې یې د اوبو په مدیریت بحث وکړ او ورپسې سم یې د کندهار د ۳۰۰۰ښوونکو د بستونو د ایجاد امر وکړ.

لا به ماسپښین شوی نه و چې خپلو وطنوالو ته یې د سولې طرحه تشریح کړه او د وطن د سوکالۍ غږ یې پورته کړ تر څو چې ماښام کېده لسګونه هدایات او اوامر یې ورکړل او اخر د شهید سردار محمد داود خان روغتون په عملیات خونې ورننوت، د رنځور ځان عملیات یې پیل شو.»

که څه هم جمهور رییس د شهید سردارمحمد داوودخان روغتون له ډاکټرانو مننه کړې چې عملیات یې په بریالي توګه ترسره کړی او د خپل روغتیایي وضعیت په اړه یې څه نه دي ویلي، خو د هغه فرهنګي سلاکار شاه حسین مرتضوي یې حال «ښه» بللی دی.

ښاغلي مرتضوي لیکلي:« د رییس حال ښه دی، له هرځای او هرفرصت څخه د مطالعې استفاده کوي، په دولتي روغتون او ډاکټرانو د جمهور رییس باور په دې خاوره د ملي باور او اعتماد ښکارندویي کوي.»

بهر ته د درملنې په موخه د ډېروهېوادوالو د تګ لامل په هېواد کې د ننه د طبي امکاناتو نشتوالی او د متخصصو ډاکټرانو کموالی دی.

د عامې روغتیا وزارت سرپرست ډاکټر وحید مجروح دا د افغان ډاکټر په « مهارت او پوه» د جمهورریس باورګڼي:« ګران ولسمشره درته روغتیا غواړم، د افغان طبیب پرپوهه او مهارت له باور څخه مننه، د افغانستان په روغتیایي نظام او ظرفیت او سپینه چپنه باور ورو ورو بېرته ژوندی کیږي.»

د جمهوررییس غني د ناروغۍ په اړه مخکې څه نه و ویل شوي، خو د هغه لومړی  مرستیال امرالله صالح لیکلي چې د پروستات د عملیات موضوع یې له ده سره شریکه کړې وه او تر عملیات وروسته یې سهار ده ته د تلیفون له لارې د خپلې روغتیا ډاډ ورکړی دی.

 یوشمېر کسانو دا د افغانستان په تاریخ کې د خپل ډول کمسارې پیښه بللې ده.

د بصیربیکزاد په نوم یوکس لیکي:  له څلورو لسیزو وروسته د دولت رییس خپل عملیات د افغانستان په یوه روغتون کې وکړل، په داسې حال کې چې د دغه هېواد عادي مامورهند او پاکستان ته ترجیح ورکوي، دا کارد هېواد په ډاکټرانو د جمهورریس ژمنتیا او باورڅرګندوي.»

نستوه نادري لیکلي:« په داسې هېواد کې چې د حوزې آمر او د ناحیې رییس د عادي سردرد د درملنې له پاره بهر ته ځي په خپله خاوره د ښاغلي جمهورریس عملیات په خپله د هېواد په طبي ټولنه د هغه باور لوړوي.»

داسې هم نه ده چې ټول دې د ښاغلي غني دا کار وستایې.

د جمهورریس غني یو منتقد آصف آشنا په ځینو هغو کسانو نیوکه کړې چې ګنې د ده په وینا په خواله رسنیو کې یې جمهورریس ته د مرګ هیله کړې.

ښاغلي آشنا لیکلي:« د غني سیاسي مخالف یم او له کارونو مې یې بد راځي، خو هیڅکله ځان ته د دې اجازه نه ورکوم چې هغه ته د مرګ هیله وکړم، راځی چې سیاست وکړو، حساب شوی سیاست.»

یو شمېر نور بیا وایي د پروستات عملیات دومره جدي نه دی او په هېواد کې د ننه د هغه په کولو سره غواړي خلکو ته ځان وطندوست وښیي.

دلاورفیضان لیکلي:« د پروستات عملیات اوس زمانه کي په عملیات کی نه حسابیږي، دا چي ولي یی په کابل کی وکړ دا ځکه چي د بهر هیوادو څخه ډاریږي چي څوک یی مړ نکړي. دومره خرابی دې جنابانو کړې چي دوی نور نه په داخل کي او نه بهر کي ځای لري. داسي وخت په دوی راتلونکی دی چي ډوډی به هم پخپله پخوي او موترواني به هم خپله کوي ځکه چي په چا باور نلري…»

د جمهوررییس غني یو بل منتقد عصمت قانع وایي خلک باید اساسي اړتیاوې درک کړي او له هرې مسلې د ځان په ګټه استفاده ونه کړي. هغه لیکلي افغانستان د ځانکندن په حال کې دی، د دې پرځای چې خلک د سولې اوا من له پاره د وطن چیغې وکړي، ښاغلي غني ته په تبلیغاتو بوخت دي.

قانع لیکلي:« يوځل د جلغوزو غومبر وو، بيا د هوايې دهليزو برغزو وه چې دابر غزو ختمه شوه بيا د سلما تماشاه وه چې داختمه شوه، کمال خان وو په کمال خان پسي د اشرف غني د پروستات برسات را ورسيد.»

 د جمهور رییس غني فرهنګي سلاکار شاه حسین مرتضوي وایي هغه له روغتون رخصت شوی او روغتیایي حالت یې هم «ښه» دی.

د عمر په زیاتېدو سره ګڼ کسان د پروستات په ناروغۍ اخته کیږي. ویل کیږي جمهورریس غني شاوخوا ۷۱ کال عمر لري.