نویسنده: یحیا یونسی
د افغانستان ۶۹ سلنه وګړي د فقر تر سطحي لاندي ژوند کوي چې عمده لامل یې پدې هیواد کې د پردیو له لوري تحمیل شوې اوږده جګړه ده. د افغانستان ګاونډیان تل پدې هڅه کې دې چې افغانستان یو ضعیف او د ګاونډ محتاج هیواد و اوسي. ددې آرمان لپاره یې کله د یوه مستقل او باثباته هیواد په وړاندي د مجاهدینو په نوم اورپکي او لوټماران وروزل کله یې هم د طالبانو په نوم وحشیان تربیه کړل او اوس هم د داعش، لشکر، طالب…. په نوم بېلا بېل د هیواد دښمنان روزي.
د نړي لپاره د تروریزم په نوم د پاکستان تر قیادت لاندي د طالبانو د نظام د ړنګېدو سره په افغانستان کې یوه اسلامي، ټول شموله او د اسلامي، انساني او افغاني ارزښتونو څخه جوړ یو هیواد شکل ونیوه او افغانستان یو ځل بیا د نړۍ لوري په رسمیت وپېژندل شو.
افغانانو د یوه اوږې جګړې وروسته د آرامۍ ساه واخیسته او افغانانو پر خپلو ځانونو د انسانانو یقین وکړ او د انسانیت او بشرپالني ټول حقوق یې تر لاسه کړل. افغانانو په خپله خوښه خپل زعیم وټاکه او د یوه باثباته هیواد لپاره یې لاسونه یو له بل سره ورکړل. بهر مېشت مهاجر بیرته خپل هیواد ته را ستانه شول او افغانستان د نړي په جغرافیا کې یو نوي تاریخ پېل کړ. د افغانستان پرمختګ د ځینو ګاونډیانو د سترګو اغزی شو او په چل او فریب سره یې د افغانستان د هر پرمختګ په وړاندي یې د خنډونه ایجادول پېل کړل. د پلونو الوزول، د سړکونو تخریب، د داکټرانو، انجینریانو، ښوونکو، زده کوونکو، مامورینو، سیاسونو، چارواکو…. په ترورولو یې پېل وکړ.
د ګاونډیو نظامي قطعې د طالبانو په شکل افغانستان یو ځل بیا د وحشت او بربریت ډګر و ګرځاوه او افغانستان یې د نړۍ د خطرناکه ترینو هیوادونو په لیست کې شامل کړ. ددې ډلکۍ مشران لکه ملا عمر او ملا منصور له افغانستان څخه بهر اوسېدول او همهلته ووژل شول، ددې تروریستي ډلي بهرني رهبران ( بن لادن) هم په ګاونډ کې ووژل شول خو دې غېر اسلامي تروریستي ډلي بیا هم د خپل هیواد په ورانولو کې د هیڅ ډول امکاناتو څخه مخ وانه ړاوه. او د هیواد په ورانولو کې یې یو تر بله سیالۍ سره کولې. ترهګریزو ډلو یواځي د نوم په توپير پر مظلومو افغانانو خپل او د ګاونډیو زړونه یخ کړل.
ددې وحشت او ظلمونو ټول تاوان ملت پرې کاوه هغه ملت چې د ګاونډیو ۴۰ کاله قرباني و بیا هم د طالبانو له لوري ووژل شول، مالونه یې چور شول، مواشي یې ووژل شول او کورونه یې ړنګ شول.
طالبانو د ګاونډیو په اشاره او لمسوني افغانان تر تیغ تېر کړل او هره ورځ یې بېګناه هیوادوال د غم پر ټغر کېنول. افغانان چې په تیرو څو لسیزو جګړو کې مظلومه شوي وه تر هغه هم نور مظلومه او ناداره شول.
د طالبانو له لوري د ګاونډیو اجنډا پر مخ بېول کېده او په افغانستان کې د فقر سطح کال په کال لوړېده. په هر هیواد کې د دوامداره جګړه د فقر او فحشی غمیزي زېږوي او د طالبانو هم همدا موخه وه چې باید د افغانستان هر وګړی د فقط تر سطحي لاندي ژوند وکړي. د طالبانو او مشرانو کورنۍ د ګاونډ له لوري په ښه توګه اکمالیږي او د زیاترو طالب مشرانو کورونه په عربي هیوادونو او د افغانستان په ګاونډ هیوادونو کې دې او مجلل ژوند کوي.
طالبانو د خپلو ظلمونو په دوام افغانستان د دوو نورو چالشونو سره لاس او ګرېوان کړ هغه لکه بېساری فقر او فحشی. افغانستان تر تحمیلي جګړې مخکي یو غني هیواد و چې د ګاونډیو په پرتله د هر ډول امکاناتو، خودمختارۍ او اسلامي ارزښتونو څخه برخمن و او د فقر او فحشی په نوم یې څه نه پېژندل.
طالبان هر کال په سوونه بېګناه هیوادوال په شهادت رسوي چې زیادتره یې بېګناه او بې دفاع ملکي افغانان دي. دا افغانان د ژوند د بقا لپاره د ډیرو کړاونو څخه تیریږي چې زیادتره یې د فقر لاره خپلوي او یو تعداد یې د ډیري مجبورۍ له کبله د فحشی لاره ټاکي.
په افغانستان کې فقر او فحشی دواړه د طالبانو د جګړې تولید دی او لدې خبري هیڅوک هم انکار نشي کولای چې طالبان د ګاونډ په اشارو ددې دواړو غمیزو سالار دی او د ترویج لپاره یې نور هم خپل ګامونه ګړندي کړي دي.
د ملګرو ملتونو نړیوال سازمان د ملکي تلفاتو د مخنیوي بې پرې ټولني د راپور پر بنسټ؛ طالبانو په تیرو لسو کلونو کې ۱۰۲۰۶۴ ملکي افرادو ته مرګ ژوبله اړولې .
فقر: فقر د هغه شرایطو څخه عبارت دي چې وګړي د ژوند اساسي ضرورتونو نلري او ددې ضرورتونو د پېرلو لپاره پیسې هم ونلري.
فقر پر دوه ډوله دي مطلق فقر او نسبي فقر.
مطلق فقر: و هغه ډول فقر ته ویل کیږي چې فرد د ژوند د بقا لپاره د مرګ څخه لاس او ګریوان وي.
نسبي فقر: و هغه ډول فقر ته ویل کیږي چې فرد د ټولني په نسبت د ژوند د ضرورتونو څخه په ټیټه سطح کې قرار ولري او د ژوند مهم ضرورتونه ونلري.
د فقر سطح: نړیوال بانک او د ملګرو ملتونو نړیوال سازمان وایي چې هر هغه کس چې ورځنۍ عاید یې تر ۱٫۹۰ دالره څخه ټیټه وي د فقر تر سطح لاندي ژوند کوي.
په افغانستان کې هغه وګړي چې د طالبانو له لوري یې د کورنۍ سرپرست او د ګټي وټي مسولین ووژل شول او اوس د کار او ګټي څوک نلري هغوی د مطلق فقر سره لاس او کرېوان دي او هغه کورنۍ چې د غړي یې د طالبانو له لوري ووژل شول خو بیا هم د دوستانو او قریبانو له لوري ساتل کیږي د نسبي فقر سره لاس او ګریوان دي. او هغه بزګران او کروندګر چې د طالبانو له لوري یې مځکي غضب شوې او یا یې هم د جګړې له امله طالبانو ددوی باغونه وسوځل او د خپلو کورونو څخه یې وشړل هم د دواړو ډولونو فقر سره مخ دي. طالبانو د خپلو ظلمونو په دوام د هغو کوچیانو مواشي هم په زوره له ځانه سره یو وړلې چې ددوی سره به یې په جنګ کې برخه نه اخیسته، یاد کوچیان هم د غربت له کبله د فقر سره مخ شول.
د نړیوالي احصائیه د راپور پر اساس په ۲۰۱۸م کال کې د طالبانو د جنګونو له کبله د افغانستان ۶۰ سلنه وګړي د فقط تر سطحي لاندي ژوند کوي او اوس مهال دا ارقام و ۶۹ ته پورته شول؛ یعني د افغانستان اویا سلنه وګړو د ورځي عاید تر ۱٫۹۰ ډالر یا ۱۴۰ افغانیو څخه ټيټ دی چې مهمترین علت یې د طالبانو له لوري پر افغانانو ظلمونونه او تحمیل شوې جګړ ده.
بېکاري: د فقر یو لوی لامل بېکاري هم ده، او طالبانو تل دا هڅه کړې چې د افغانستان وکړي باید تر دې حده بېکاره او بېروزګاره شي باید ټول د فقر تر سطح لاندي ژوند وکړي. د طالبانو دوامداره ظلم او جنګ ددې لامل شو چې د کلو او ولسوالیو اوسېدونکي د ښار پر لور مخه کړي او خپل کرهڼیزي ځمکي همداسي پرېږدي. طالبانو د خلکو مځکي د کوکنارو د کښت لپاره ددوی څخه په زوره غضب کړلې او دوی د ظلمونو له کبله کروندګر هم د کلو او ولسوالیو څخه د ښارونو په لوري وکوچېدل. په ښارونو کې د دوی د جذب امکانات هم طالبانو په خپلو وحشتونو سره محدود کړل او په افغانستان کې بې ټول ۵۷۴ فابریکې له منځه یو وړلې چې هیوادوالو ته یې د کار زمینه برابروله، ددې سره بېکاري نوره هم لوړه شوه او په پایله کې فقر نور هم پر مخ ولاړ.
د بېکارۍ کچه د طالبانو د جنګونو له کبله ورځ تر بلي پر لوړېدو ده. دا کچه د ولسواکۍ د نظام په تاسیس سره ډېره ټیټه شوې وه خو د طالبانو د شومو جنګونو له کبله ورځ تر بلي پر لوړېدو شوه. طالبانو په اول سر کې د فابریکو په تخریب سره پېل وکړ تر څو بېکاري لوړه شي، همداسي یې ورپسي د ملي تاجرانو په ترور لاس پوري کړ تر څو ملي سوداګر په هیواد کې داسي پانګونه ونکړي چې د بېکاری مخه ونیسي. په پسي یې د لویو شرکتونو څخه باج اخیستل پېل کړ تر څو شرکتونه په تنګ شي او په افغانستان کې خپل فعالیت په ټپه ودروي. اوس مهال په افغانستان کې د بېکارۍ رېټ ۴۰ دی.
د ټولني خرابي:
طالبانو د ټولني په خرابۍ کې تر ټولو زیاد مهارت حاصل کړی. طالبانو د ګاونډیو په هدایت په ټولنه کې دروغ، فریبکاري، بې انصافي، فساد، رشوت، اختلاس، عدم امانت داري، خیانت، بچه بازي…. باب او پر مخ یو وړل. هر هغه چا چې د ټولني د اصلاح لپاره کار پېل کړی او یا یې هم آزاو اوچت کړی بیا یې هم آواز د همدې ډلي له لوري د تل لپاره خاموشه شوی دی. اوس مهال د طالب جنګیالیو کونډی او تیمان تر بل هر چا ډېر پدې فاجعو کې شکېل دي. طالبان د خپلو همسنګرو کونډو او یتیمانو څخه د برده کار اخلي او په اجبار یې خپل ځانونو ته ودوي.
په افغانستان کې قوم پرستي او سمت پرستي د طالبانو له لوري مروج شو، او د قومي بې اتفاقۍ لپاره طالبانو ډېره زیاته سرمایه ګزاري وکړه. نن ورځ د افغانستان په هر ګوټ کې د طالبانو له لوری د بې اتفاقۍ تخم کرل شوی او دا لړۍ اوس هم دوام لري.
بچه بازي او د هلوکانو ساتل: طالبان تر بل هر چا پدې منحوس مرض کې شکېل دي او په خپلو سنګرونو کې تنکي ځوانان د جنسي غریزې لپاره ساتي. همداسي رشوت او باج اخیستل طالبانو په ټولنه کې رواج کړله.
د پیسو لپاره ترور، چاودني، اختطاف دا هر څه طالبانو په ټولنه کې باب او ترویج کړل. د ګاونډیو په اشاره هر هغه پدیده چې د یوې ټولني د تخریب لامل ګرځي طالبانو مستقیماً او په غېر مستقیم توګه په ټولنه کې باب او مروج کړل.
د مخدره توکو د کشت او قاچاق له پلوه هم طالبانو افغانستان ته یو بل شرم هم ورپه برخه کړ او ددې شومي پدیدې د کشت او قاچاق په اساس افغانستان د نړۍ لمړی مقام خپل کړ.
فحشی: د طالبانو له لوري د غربت، فقر او د ټولني تر تخریب وروسته ځیني کورنۍ د ژوند د بقا لپاره یواځنۍ لاره د تن فروشی لاره خپله کړله. افغانستان که څه هم یو اسلامي هیواد دی او ددې اعمالو اجازه هیڅکله هم نه ورکوي چې په ټولنه کې دې فحشی مروجه شي خو ګاونډیان پدې ښه پوهیږي که غواړي چې د افغانستان ټولنه خرابه کړي نو باید په ټولنه کې یې فحشی خپره شي. د افغانستان علما ددې کارونو په کلکه مخه نیولې ولي هر هغه عالم یا سیاسیون چې په ټولنه کې د اصلاح لپاره او یا د فحشی په وړاندی درېدلی د طالبانو له لوري په شهادت رسېدلی دی چې مثالونه یې په زرهاو دي.
کومي بداخلاقي ښځي (فاحشې) چې د دولت له لوري زنداني شوي او د ښځو په ځانګړي زندان کې ساتل کیږي ددې شوم کار علت د طالبانو له لوري ددوی د کور د سرپرست وژنه په ګوته کوي او وایي چې د شوق څخه نه بلکه د غربت له کبله ودې شوم کار ته اړ شوې یم.
په افغانستان کې د مجرد زناني لپاره د ۵ کالو څخه تر ۱۵ کلنو پوري د بند او د متاهل لپاره د رجم (حدود) سزا ټاکل شوې ده.
جنګ: په افغانستان کې د فقر، بېکارۍ، د ټولني د تخریب او فحشی اصلي لامل د طالبانو شل کلن جنګ دی، دا جنګ د ګاونډیو له لوري پلان شوی او د طالبانو له طریقه پر افغانستان تحمیل شوی دی. د افغانستان دولت په تېرو شلو کلونو کې تل همدا هڅه کړې تر څو افغانستان د سوکالۍ او باثباتۍ پر لور سوق شي او ددې کار لپاره یې خپله پخه آراده هم و ملت ته روښانه کړې، تر دې حده چې د طالبانو په زرهاوو زندانیان یې په وارو وارو آزاد کړي او د سولي لپاره یې د طالبانو و سختو شرایطو ته هم غاړه ایشې ولي طالبان تل د بل په اشاره د بل لپاره پر افغانانو جنګ تحریم کړی.
ګاونډیو د طالبانو تر څنګ نور اورپکي هم روزلي چې عمده یې فاطمیون، لشکر طبیه، داعش، حقاني، جېش المحمدي او داسي نور دي خو برنامې د ټولو یوه ده او هغه افغان وژنه ده.