کابل ته د کرونا ۴۶۸ زره دوزه نور واکسین راورسېدل

صبح کابل
کابل ته د کرونا ۴۶۸ زره دوزه نور واکسین راورسېدل

د افغانستان دولت ته د کواکس « د کرونا واکسین د همغږي کوونکي بنسټ» له خوا ۴۶۸ زره دوزه د کووید – ۱۹ واکسین وسپارل شول. دا ټولګه د دوشنبې په ورځ له هند څخه کابل ته ولیږدول شوه.

دا د کرونا واکسینو دوهمه ټولګه ده چې افغانستان ته رسیږي، تردې وړاندې هندوستان هم افغانستان ته ۵۰۰ زره دوزه د کرونا واکسین ورکړي وو.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق( یونیسف) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې په دې ټولګه کې کواکس د کویشیلید دا واکسین د بمبیي په ښار کې د هند د استرا زنکام سیروم له انستیتیوت څخه افغانستان ته لیږلي او د دوشنبې په ورځ د حامد کرزي په نړیوال هوایي ډګر کې افغان دولت ته سپارل شوي دي.

کواکس د یونیسف، د روغتیا نړیوال سازمان او واکسینو د نړیوالې ټولنې د ګډې همکارۍ برنامه ده.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت مخکې ویلي وو چې په پام کې ده کواکس افغانستان ته د کرونا ۱۶ میلیون دوزه واکسین چمتو کړي.

د دې ۱۶ میلیون دوزه واکسینو لګښت د واکسین د نړیوال اتحاد له خوا ورکول کیږي چې د عامې روغتیا وزارت د اټکل له مخې د  هېواد شل سلنه اوسیدونکو ته په پام کې نیول شوي دي.