
په هلمند کې له یوې اونۍ په لږه موده کې دوو ښوونځیو ته اوراچول شوی او یو په بمونو الوځول شوی دی.
د هلمند په نهرسراج ولسوالۍ کې دوو ښوونځیو ته د ناپیژاندو کسانو له خوا اوراچول شوی او په نوزاد ولسوالۍ کې د یوه ښوونځي په ودانۍ کې دوې چاودنې شوې دي.
په هلمند کې په ښوونځیو د ناپیژاندو کسانو په بریدونو کې ترټولو نوې یې د نهرسراج ولسوالۍ په سمینار دښته کې په یوه ښوونځي د شنبې پر شپه برید دی.
د هلمند د امنیې قومانداني وایي د شنبې په شپه ناپیژانده کسان د نهرسراج په دشت سمینار کې د ښوونځي ودانۍ ته ورننوتي دي.
د هلمند د امنیې قوماندانۍ ویاند زمان همدرد صبح کابل ورځپاڼې ته وویل:« وسله وال ښوونځي ته ورغلي د ښوونځي ودانۍ، کتابونه او ګڼ اسناد یې سوځولي دي.»
د هلمند د پوهنې ریاست هم دا پیښه تاییدوي او وایي چې دا پیښه د «دښت سمینار» په نامه ښوونځي کې شوې ده.
د هلمند د پوهنې رییس داوود شاه صفاري وایي په دغه ښوونځي کې ۱۲۸۶ زده کوونکي زده کړه کوي چې ۶۵۰ یې نجونې دي.
په هلمند کې د ښوونځي د سوځولو دا لومړی پیښه نه ده، بلکې دوې ورځې وړاندې هم د دغه ولایت په نهرسراج ولسوالۍ کې یو بل ښوونځي ته هم اوراچول شوی دی.
د هلمند د پوهنې رییس داوودشاه صفاري صبح کابل ورځپاڼې ته وویل ناپیژانده کسان ښوونځي ته ننوتي او پارچې، کتابونه او فرشونه یې په یوه ټولګي کې راټول کړي او اور یې ورته چولی دی، درسي مواد سوځیدلي او د ښوونځي ودانۍ توره شوې ده.
ښاغلي صفاري وویل :« نهرسراج کې دریمه او څلورمه ناحیه ورته وایي، په ناحیه ۳۴ مشهوره ده، هلته دا مکتب په دوو شیفتونو کې ۶۰۰ زده کوونکي لري چې نجونې او هلکان دي، له اختر یوه ورځ مخکې دا پیښه شوې ده.»
د هلمند د پوهنې رییس داوودشاه صفاري وایي دا ښوونځی په یوه کرایې کور کې و او د اور ترڅنګ یو لیک هم پریښودل شوی چې په هغه کې یې خبرداری ورکړی چې نور دې نجونې ښوونځي ته نه راځي.
صفاري دا کار او دا لیک د طالبانو نه ګڼي او وایي طالبان چې داسې کوم کار کوي، مخکې له مخکې دوی پرې خبریږي او له دوی سره یې شریکوي.
هغه وایي:« له طالبانو یې نه انګیرو، ځکه طالبان چې کوم لیک لیږي مخکې له مخکې یې له موږ سره شریکوي، مهر شوی هم نه دی او د لیکنې له بڼې هم د طالبانو لیک نښکاري، په یوه ساده پاڼه لیکل شوی، موږ د پوهنې مدیریت له طریقه طالبانو ته لیږلی دی، وضاحت مو ترې غوښتی او په دې اړه پوښتنې هم پیل شوې دي.»
په ورته وخت کې په نوزاد ولسوالۍ کې بیا په یوه ښوونځي کې دوې چاودنې شوې دي.
د هلمند د پوهنې رییس وایي دا چاودنې له کوچني اختر یوه ورځ مخکې په شپه کې یوه د ښوونځي په تحویلخانه او بله د پوهنې په مدیریت کې شوې ده.
د هلمند د پوهنې رییس داوودشاه صفاري وایي په دې اړه مو له طالبانو وضاحت غوښتی دی:« د پوهنې مدیریت له لارې مو طالبانو ته لیک لیږلي چې وضاحت ورکړي چې دا کار یې ولې کړی، که تاسو کړی نو ولې مو کړی او که تاسو نه وي کړی نو ستاسو په ساحه کې شوې باید عاملین یې پیدا او سزا ورکړل شي.»
په هلمند کې د ښوونځيو د سوځولو دا لړۍ داسې مهال پيل شوې چې په دغه ولایت کې د نا امنیو، جګړو او ښوونکو د نشتوالي له امله لسګونه زره ماشومان له زده کړې محروم دي.
د محلي مسوولینو په وینا په هلمند کې ۴۱۳ ښوونځي فعالیت کوي او ۱۶۰ زره زده کوونکي ښوونځي ته ځي چې ۴۰ زره یې نجونې دي.