د هرات پخوانی ښاروال په پینځه کاله بند محکوم شو

صبح کابل
د هرات پخوانی ښاروال په پینځه کاله بند محکوم شو

د هرات پخوانی ښاروال او د دغې ښاروالۍ شپږ نور کارکوونکي په نغدي جزا او بند محکوم شول.

د افغانستان لویه څارنوالي وایي د اداري فساد پر ضد د مبارزې عدلي او قضايي مرکز استیناف محکمې د هرات پخوانی ښاروال غلام حضرت مشفق، د هرات ښاروالۍ د پراختیا او مارکیټونو آمر خالد عمر، د عوایدو آمر وحید الله حقیار، د ودانیو د کنټرول مامور مسعود نظامي، د تخنیکي خدمتونو آمر سمیع الله رضايي، د لوایحو مدیر فرید احمد احمدي او د دې ښاروالۍ د بشري سرچینو مدیر احسان احمد د ۱۳۹۹ لمریز کال د کب پر ۲۵ په حضوري توګه محاکمه کړل.

د څارنوال د څرګندونو له مخې د اداري فساد له لویو جرمونو سره د مبارزې پولیسو یو پلاوی ګومارلی و، چې په هرات ښاروالۍ کې د اداري فساد څرنګوالی وڅېړي، چې د دغه پلاوي تر راپور وروسته دا موضوع د اداري فساد لویو جرمونو ابتداییه څارنوالۍ له خوا وڅیړل شوه.

د موظف څارنوال د څرګندونو له مخې  یاد شوي تورن په ګډه د اداري فساد له لویو جرمونو سره د مبارزې پولیسو ته ۷۵ زره ډالر بډو ژمنه کړې وه، چې د هرات د امنیې  قوماندنۍ په مېلمستون کې ۴۷ زره او ۵۰۰ ډالرو د رشوت ورکولو پر مهال د عدلي او قضايي مرکز څارنوالۍ د استازي په حضور کې لاس په لاس ونیول شول.

د اداري فساد د لویو جرمونو پر ضد د مبارزې عدلي او قضايي مرکز استیناف محکمې د هرات پخوانی ښاروال غلام دستګیر مشفق د ۷۵ زره ډالره بډې د ژمنې او خالد عمر د دغه پیسو د بډو ورکولو د منځګړتوب په جرم هر یو پر پینځو کالو او یوې میاشتې تنقیذي بند او له دندې په ګوښه کولو محکوم کړل.

دغه محکمې  وحیدالله حقیار، سمیع الله رضايي، فرید احمد احمدي او احسان احمد د بډو د ورکولو په جرم پر درېيو کالو تنفیذي بند او له دندې پر لیرې کیدلو محکوم کړل.

د لویې څارنوالۍ خبرپاڼه وایي دغې محکمې مسعود نظامي هم د بډو ورکولو په جرم پر درېيو کالو تنفیذي بند، له دندې په لیرې کولو او د ناقانونه وسلې د ګرځولو په تور پر دېرش زرو افغانیو نقدي جریمه او د یوه میل وسلې او یوه شاجور پر مصادره کولو اړ وباله.

د اداري فساد د لویو جرمونو پر ضد د مبارزې عدلي او قضايي مرکز استیناف محکمې پلاوي د حکم له مخې محکوم شوی شخص باید  د ۶۲ زره او ۵۰۰ ډالر هم مصادره کړي.

د اداري فساد د لویو جرمونو پر ضد د مبارزې عدلي او قضايي مرکز ابتداییه محکمې هم دا کسان  په ورته جزا محکوم کړي وو. دا محکمه د روان کال د سلواغې په شپږمه جوړه شوې وه.ش