د بشري حقونو خپلواک کمیسیون: لغمان کې ملکیان له ګواښ سره مخ دي

صبح کابل
د بشري حقونو خپلواک کمیسیون: لغمان کې ملکیان له ګواښ سره مخ دي

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون په لغمان کې د جګړې په دوام او تاوتریخوالي په ډېرېدو اندیښنه ښودلې ده.

د بشري حقونو خپلواک کمیسیون په خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې په لغمان کې د جګړې په مرګ ژوبله او په ټول هېواد کې د تاوتریخوالي پرزیاتیدو اندیښمن دی:

دغه کمیسیون لیکلي:« د لغمان خلکو کميسيون سره په اړيکو کې ويلي چې جګړه سخته او د درنو وسلو د کارولو له امله ملکي خلکو ته زيانونه اوښتي دي، خلک له خپلو مېنو هم بې ځايه شوي چې بيړنيو مرستو ته اړتيا لري.»

کمیسیون وایي د جګړې دوام د ملکي خلکو د مرګ ژوبلې او زیانمنېدو لامل کیږي او په لغمان کې لاهم وضعیت جنګي دی:« موږ د جګړې له لوريو غواړو چې ژر تر ژره جګړه ودروي او د جګړې پر ځای پر تفاهم تمرکز وکړي، د جګړې په ډګر کې د ملکي خلکو ژوند ته پام وکړي او د بین المللي بشرپالو حقونو اصول جداً مراعت کړي.»

د بشري حقونو خپلواک کمسیون په داسې حال کې په لغمان کې د جګړې له لورو د جګړې د درولو غوښتنه کړې چې د لغمان په څو ولسوالیو او د مرکز په یو شمېر سیمو کې د امنیتي او دفاعي ځواکونو عملیات دوام لري.

دا عملیات څو ورځې مخکې له هغه وروسته پيل شول چې وسله والو طالبانو په ځینو ولسوالیو کې امنیتي پوستې ونیولې او په مرکز مهترلام کې یې بریدونو ته زور ورکړ.

د دفاع وزارت وایي په لغمان کې چاڼیز عملیات دوام لري.  په ختیځ کې د ۲۰۱ سیلاب قول اردو وایي تېره شپه د دغه ولایت په یو شمېر سیمو کې په چاڼیزو عملیاتو کې شل وسله وال طالبان وژل شوي دي.

د ۲۰۱ سیلاب قول اردو وایي دا بریدونه تېره شپه د لغمان د علیشنګ ولسوالۍ په مصطفی کلا، پهلوان بابا، د الینګار په پل چنار او پشه یي وال او د نورستان د دوآب ولسوالۍ په کورګل سیمو کې شوي دي.

په لغمان کې د وروستۍ جګړې له امله ۲۰۰۰ کورنۍ بېځایه شوې دي. دا کورنۍ چې د لغمان د مرکز مهترلام په یو شمېر سیمو کې ځای پرځای شوې د بیړنیو مرستو غوښتنه کړې ده.