په داسې حال کې چې په لغمان کې لاهم جګړه دوام لري دوه زره کورنۍ د خپلو کورونو پریښودو ته اړې شوې دي.
د افغانستان د جمهوررییس د ملي امنیت د سلاکار دفتر وایي د دغې جګړې له امله دوه زره کورنۍ بیځایه شوې دي. د ملي امنیت د سلاکار د دفتر ویاند مولوي رحمت الله اندړ په دې کار د خواشینی په څرګندولو سره په خپل ټویټر لیکلي :« تاسې له طالبانو پوښتنه وکړئ چې اسلامي نظام چېرته او پر چا پلی کوي؟ د دوی له ورتګ سره خو په سیمه کې بنسټونه چور شي او د سیمي خلک تېښتي ته اړ شي.»
سیمه ییز مسوولین وایي دا کورنۍ د الیشنګ، دولت شاه ،الینګار او بادپښ ولسواليو له بيلا بيلو سيمو او کلیو کډه شوې چې د مهترلام ښار په بیلابیلو برخو کې ځای پرځای شوي دي.
مسوولین وایي ډېرې دا کورنۍ د مهترلام په سلطان غازي بابا ښارګوټي،، مهترلام بابا دښته، چهاردهی، ترکړی، ګمین او هغو سیمو کې ميشت شوي چې د جګړې خطر پکی کم دی.
په دې کې ځینې کورنۍ د خپلوانو په کورونو کې اوسیږي.
دا کورنۍ وایي له سختو اقتصادي او اړتیا وړ توکو د نشتوالي له امله له ستونزو سره مخ دي او تراوسه ورسره هیڅ مرسته نده شوې.
په لغمان کې د وسله والو پرضد چاڼیزعملیات دوام لري او روښانه نده چې څه وخت به پای ته ورسیږي. دولتي سرچینې وایي دا عملیات د دغه ولایت په بادپښ، علیشنګ، الینګار ولسوالیو او مهترلام ښار په مربوطاتو کې دوام لري د دوشنبې ورځې را په دیخوا نیژدې ۴۰ وسله وال وژل شوي دي.
محلي مسوولین وایي عملیات د مهترلام په پاټک، اوزیي او قلعه ټک سیمو او د علینګار ولسوالۍ په شیخ صاحب او علیشنګ په دوملام سیمو کې شوي دي.
بلخوا د دفاع وزارت وایي د سه شنبې ورځې په غرمه د لغمان په بادپښ ولسوالۍ کې پر طالبانو په هوایي برید کې د د یوې ډلګۍ د مشر په ګډون ۸ وسله وال وژل شوي دي.
طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.