چارواکي وایي لغمان ته د تازه سرتېرو په رسېدو سره وسله والو ماتې خوړلې او هغه ستونزې حل شوې چې په مهترلام او یو شمېر ولسوالیو کې رامنځ ته شوې و.
د وسله والو ځواکونو لوی درستیز جنرال محمد یاسین ضیا چې په لغمان کې د وسله والو طالبانو پرضد عملیات رهبري کوي وایي ځینې تخنیکی ستونزې رامنځ ته شوې وې چې د تازه ځواکونو په رسیدو حل شوې.
ښاغلی ضیا وایي:« د لغمان په مرکز او یو شمېر ولسوالیو کې د تخنیکي ستونزو له امله مشکلات رامنځ ته شوي وو چې حل شوي او د لغمان ولسونه دې ډاډمن وي چې امنیتي ستونزې حل شوې.»
په لغمان کې د وسله والو طالبانو پوځي بریدونه له هغه وروسته ډېر شول چې د دغه ولایت دولت شاه ولسوالۍ یې ونیوله او په علیشنګ او دولت شاه ولسوالیو کې یو شمېر امنیتي پوستې د امنیتي ځواکونو له خوا پریښودل شوې.
د لغمان اوسیدونکي وایي له تېرو څو ورځو را په دېخوا د دغه ولایت په علیشنګ، دولت شاه ولسوالیو او مهترلام ښار کې وسله والو بریدونه وکړل او د دوشنبې په شپه د دغه ولایت په مرکزي زندان د وسله والو له خوا جګړه روانه وه.
د لغمان والي رحمت الله یارمل وایي د وسله والو ګواښونه له منځه تللي او په درنې مرګ ژوبلې سره یې ماتې خوړلې ده.
هغه وایي امنیتي او دفاعي ځواکونو ځینې هغه امنیتي پوستې بیرته نیولې چې په تیرو څو ورځو کې د طالبانو لاس ته ورغلې وې.
ښاغلی یارمل وایي:« عملیات تېره شپه دعليشنګ او علينګار ولسواليو په استقامت پيل شوي او روان دي، هغه سيمي چې په څو ورځو کې طالب وسله والو د درنې مرګ ژوبلې په ورکولو سره ترې بېرته نیول شوې دي.»
په ورته وخت کې په دغه ولایت کې د امنیتي وضعیت ترخرابېدو وروسته په دغه ولایت کې ۱۱۰ لوړپوړي او ټیټ پوړی پوځیان د وظیفوي غفلت او نورو ناغېړیو په تور نیول شوي او بندیان شوي دي.
د لغمان والي رحمت الله یارمل وایي په نیول شویو کې د لغمان د ملي امنیت اپراتیفي مرستیال هم شامل دی.
د لغمان د امنیې قومندان سمونوال لطف الله کامران چې د جګړې په لیکو کې سرتېرو ته خبرې کولې وویل چې لغمان به هیڅکله له لاسه ورنکړي:« لغمان به هیڅکله پنجابیانو ته خوشی نکړو، د سر په بیه به یې وساتو.»
د لغمان اوسیدونکي وایي دولت باید د ستونزې محل مخکې نیولې وای او مخکې له دې چې وسله وال ترمهترلام پورې رارسیدلي وای باید مخه یې نیول شوې وای.
دوی د حکومت په دې کار نیوکه کوي چې د یوې سیمې تر سقوط وروسته پوځي اقدام کوي.