
په ننګرهار کې د سږکال د ګلاب ګل په کر او حاصلاتو کې ډېروالی راغلی دی. د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست وایي سږکال په دغه ولایت کې د ګلاب ګل له کاروبار څخه نیژدې څوارلس میلیونه افغانۍ ترلاسه شوې دي.
د ننګرهار د کرنې رییس انعام الله صافی وایي، د ننګرهار په درېیوو ولسوالیو کې په ۵۱۰ جريبه ځمکه د ګلابو بڼونه شته، چې له دې ډلې۴۲۰ جریبه په دره نور او ۹۰ جریبه نوره یې په اچین او سپین غر ولسوالیو کې دي.
د ننګرهار د کرنې رییس وایي له دغو کروندو څخه ۱۳ میلیونه او ۸۶۰ زره افغانۍ تر لاسه شوي دي.
ښاغلی صافی وایي، چې د ګلابو هر جریب ځمکه په منځني ډول تر ٧٠٠ کیلو ګرامه د ګلانو حاصل ورکوي، چي په وري میاشت کې د ګلانو غوړېدل پیلوي او ٣٥ ورځې ګل ورکول دوام لري.
کروند ګر هر سهار له خپلو کروندو څخه د ګلابو ګلونه راټولوي او اړونده ځایونو ته یې لیږدوي.
په ننګرهار کې د ګلابو په کر او صنعت کې یو شمېر کسانو ته د کار زمینه هم برابره شوې ده چې تر پروسس وروسته په بېلابیلو بڼو لکه خالص عطر، ګلابو خوله( عرق) او نورو بازار ته وړاندې کیږي.
محلي مسوولین وایي په ننګرهار کې د ګلاب د عطرو دوې فابریکې فعالیت کوي چې یوه په جلال آباد ښار او بله په دره نور ولسوالۍ کې ده.
یوه په جلال آباد ښار کې د اورځلا د عطرو فابریکه ده چې د ګلابو او نارنجو عطرجوړوي او بله د افغان روز په نامه د ګلابو کارخانه ده چې د ګلابو د پروس په برخه کې فعالیت کوي.
د افغان روز کارخانې مسوولین وایي دوی له ځایي بزګرانو ګلاب ګلان اخلي او بیا یې پروسس کوي.
د دغې کارخونې مسول محمد اکبر مومند وایي: له درېیو ولسوالیو څخه هره ورځ ۷۵۰ بزګران ورته د ورځې شپږ ټنه د ګلابو ګلان وروړي او دوی ترې د ګلابو اوبه ( عرق) جوړه وي.
ښاغلی مومند وایي: «په درېیو ولسوالیو کې د ګلابو د تللو او ثبت ۱۵ مرکزونه لري چې لس په دره نور، دوه په اچین او درې په سپین غر ولسوالۍ کې دي»
د افغان روز کارخانې مسوولین وایي بزګران او هغه کسان چې د ګلابو بڼونه لري خپل ګلان دغو مرکزونو ته د تللو او ثبت په موخه وروړي چې وروسته کارخانې ته لیږل کیږي.
په ننګرهار کې له بزګرانو څخه یو کیلو ګرام ګلاب ګل په ۶۶ افغانۍ پیرودل کیږي چې ترپروسس وروسته په بیلابیلو بڼو کورنیو او بهرنیو بازارونو ته وړاندې کیږي.
ګلاب ګل د ننګرهار په هغو ولسوالېو کې ښه پایله ورکوي، چې یخه هوا او د سمندر له سطحې یې لوړوالی ډېروي.