ملي امنیت: پکتیکا کې د القاعدې او طالبانو دوه مهم غړي وژل شوي

صبح کابل
ملي امنیت: پکتیکا کې د القاعدې او طالبانو دوه مهم غړي وژل شوي

د افغانستان ملي امنیت وایي په پکتیکا کې د ملي امنیت ځواکونو په عملیاتو کې د القاعده او طالبانو دوه مهم غړي وژل شوي دي.

مللي امنیت وایي: « په وژل شویو کې يو يي، دولت بیګ مشهور په ابومحمدالتاجکي، چې د تاجکستان اوسیدونکی او د القاعدې د ترهګرې شبکې د هند وچې مهم غړی او بل حضرت علي مشهور په حمزه مهاجر د وزیرستان اوسیدونکی او د طالبانو د ترهګرې ډلې غړی و.»

ملي امنیت وایي دغو کسانو په لوګر، زابل او غزني کې په پېچلوبریدونو، د ترهګرو په روزنه او د وسلو په لیږد کې مهمه ونډه درلوده او په روان پسرلي کې  طالبانو ته د ترهګریزو بریدونو د سختولو په اړه سلا مشورې هم ورکولې.

د دغې ادارې له خوا خپره شوې خبرپاڼه وایي:« دا کسان په غزني کې د طالبانو په یو روزنیز مرکز کې د ترهګرو په روزنه بوخت وو چې  د ملي امنیت له لوری وڅارل شول او د پکتيکا ګيان ولسوالۍ ته پر لاره د ملي امنيت د ځانګړو ځواکونوپه عملیاتو کې هغه مهال ووژل شول چې تر کلابندۍ وروسته يي د تيښتې هڅه کوله.»

ملي امنیت وایي دا درېیم ځل دی چې د طالبانو او امریکا د دوحې تر هوکړې وروسته چې د ملي امنیت په وینا په هغه کې طالبانو له القاعده سره د اړیکو د پرېکون ژمنه کړې وه د دوی په مرکزونو کې د القاعده مهم غړي په نښه او له منځه وړل کیږي.

ملي امنیت وایي د افغانستان خلکو ته ډاډ ورکوي چې هیچا ته به اجازه ورنکړي چې دا هېواد کورنیو او بهرنیو ترهګرو مرکز وګرځوي.