غني: تردې وروسته د سولې اصلي لوری د افغانستان حکومت دی

صبح کابل
غني: تردې وروسته د سولې اصلي لوری د افغانستان حکومت دی

جمهوررییس غني وایي د بهرنیو ځواکونو په وتلو سره به د افغانستان ملي حاکمیت پیاوړی ، د سیمې روایت بدل، له بین المللي همکارانو سره د مناسباتو فصل نوی او تر بل هر وخت د سولې ښه فرصت رامنځته کیږي.

جمهوررییس غني د سه شنبې په ورځ د افغان ښځو شبکې له  غړو سره په کتنه کې ویلي چې  د سولې په اړه اصلي تصمیم د افغانستان په داخل کې نیول کېږي او نهایي تصمیم افغان ولس نیسي .

ښاغلي غني ویلي:« تر دې وروسته د سولې اصلي لوری د افغانستان حکومت دی او د سولې په هېڅ غونډه کې د مېلمه نه، بلکې د اصلي مالک په توګه ګډون کوو.»

هغه په راتلونکو څو اونیو کې له پاکستان سره د جدي مذاکراتو پیلېدو ته په اشارې ویلي پاکستان نور په افغانستان کې د بین المللي ځواکونو د پاتې کېدو پر سر له امریکا د باج اخیستو فرصت نه لري او له افغانستان سره به دوستي یا دښمني انتخابوي.

په دغه کتنه کې د افغان ښځو شبکې غړو د سولې پروسې تصمیمونو کې د ښځو پر ګډون، د جمهوریت پر ساتنې، د معلوماتي خلا پر لمنځه وړلو او د لویو ملي پروژو د کارونو پر دوام ټینګار کړی دی.

جمهوررییس د ښځو د وړاندیزونو تر اورېدو وروسته ویلي د افغانستان اساسي قانون ورته اجازه نه ورکوي چې د ښځو پرحقونو معامله وکړي، د سولې پروسه کې د ښځو ګډون یقیني شوی، د سولې پروسه له ابهاماتو وتلې او هر تصمیم به د افغانانو د ارادې پر اساس نیول کېږي.

جمهوررییس غني په داسې حال کې دا څرګندونې کوي چې له افغانستان څخه د نړیوالو ځواکونو د وتلو بهیر پيل شوی دی. که څه هم  د بین الافغاني مذاکراتو له پاره د افغانستان دولت د مرکچي پلاوي د ټاکلو په ګډون چمتو والی نیولی و، خو په ترکیه کې د دې بهیر ناسته چې په پام کې وه د طالبانو د استازو په ګډون جوړه شي د طالبانو د نه ګډون له وجې د ترکیې حکومت وځنډوله.