د افغانستان حکومت: طالبان له بندیانو سره د حیواناتو په شان چلند کوي

صبح کابل
د افغانستان حکومت: طالبان له بندیانو سره د حیواناتو په شان چلند کوي

د ولسمشرد ملي امنیت د سلاکار دفتر د طالبانو له خوا د بندیانود شکنجه کولو په اړه د بشري حقونو د څار د نړیوال سازمان د  وروستیو څرګندونو هرکلی کړی او هغه یې پرځای بللې دي.

د ملي امنیت د سلاکار د دفتر ویاند مولوي رحمت الله اندړ وایي: له بندیانو سره د طالبانو د چلند په اړه  د بشري حقونو د څار د نړیوال سازمان وروستۍ پلټنې او څرګندونې پرځای دي.

 ښاغلی اندړ وایي:« هغه بندیان چې د امنیتي او دفاعي سرتیرو په عملیاتو کې آزاد شوي څرګنده شوې، چې دوی شکنجه شوي، په لوږه، تنده تیاره، ګرمې او نورو تکلیفونو کې ساتل شوي، لاسونه،پښې سترګې او خولې یې تړل شوې او د حیواناتو په شان چلند ورسره شوی دی.»

د ملي امنیت شورا د دفتر ویاند وایي له بندیانو سره د طالبانو چلند له شریعت او ټولو انساني اصولو او او حقونو مخالف دي او دا ډله نه یوازې له جنګي اسیرانو سره داسې کوي، بلکې له حقوقي بندیانو سره هم غیرشرعي او نا انساني سلوک کوي.

د ملي امنیت شورا د سلاکار د دفتر ویاند وایي:« طالبان پر بندیانود شکنجو بیلابیلې بڼې تطبیقوي او ځینې یې آن په وهلو وهلو شهیدان کړي دي. طالبان د بندیانو د ساتنې له پاره هیڅ ډول امکانات،ځای د بندیانو د ساتلو وړتیا ، د مدافع وکیل ګومارلو زمینه او د قضا اهلیت نلري.»

د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان ویلي چې د طالبانو په زندانونو کې بندیان شکنجه کیږي.

د دغه سازمان د آسیا برخې مرستیالې پاترېشیا ګاسمن  ویلي  طالبان لا هم ګڼ پټ زندانونه لري او خپل بندیان په بېلابېلو بڼو شکنجه کوي.

مېرمن ګاسمن ازادي راډیو ته ویلي دغه ډول پټ زندانونه له اوږدې مودې راهیسې د افغانستان د روانې ستونزې یوه برخه ده.

طالبانو د بشري حقونو د څارد نړیوال سازمان دا څرګندونې رد کړې دي.