د کوکنارو په کښت کې ۳۷ سلنه لوړوالی راغلی

صبح کابل
د کوکنارو په کښت کې ۳۷ سلنه لوړوالی راغلی

 د افغانستان د احصایې او معلوماتو ملي اداره وایي د ملګرو ملتونو د نشه یي توکو او جرمونو پروړاندې د مبارزې له ادارې سره یې په همغږۍ په افغانستان کې د کوکنارو د کښت په اړه سروې کړې ده.

د احصایې او معلوماتو ملي اداره وایي دا سروې چې په ۱۳۹۹ کال کې شوې ښیي چې په دغه کال کې په هېواد کې په شاوخوا ۲۲۴ زره هکتاره ځمکه کوکنارکرل شوي وو چې د ۱۳۹۸ کال په پرتله ۳۷ سلنه زیاتوالی ښیي.

د دغې ادارې د اعلامیې له مخې په ۱۳۹۹ کال کې په هېواد کې د کوکنارو تولید ۶،۳۰۰ ټنه و چې په ډېرو زونونو کې د کوکنارو د کر ډېروالی ښیي.

 سرچینه وایي دا سروې له « ریموټ سینسینګ» تکنالوژۍ په استفاده شوې ده چې یو معاصر سیستم او ترلاسه شوې پایلې یې دقیقې دي.

د احصایې او معلوماتو د ملي ادارې په وینا په دې سروې کې شمېرې په اټکلیزه بڼه ښودل شوي دي.

 دا په داسې حال کې ده چې د جګړې د دوام او کرونا ویروس له امله په افغانستان کې کاري فرصتونه کم شوي او یو ډېر شمېر کروند ګرو د خپل ژوند د پرمخ بیولو له پاره یو ځل بیا د کوکنارو کښت ته مخه کړې ده.

د جګړې او نا امنیو دوام او پراختیا هم د دې لامل شوې چې دولت د کوکنارو د فصلونوله منځه وړل له پامه وغورځوي چې له امله یې د کښت کچه لوړه شوې ده.