
لیکواله: اوږۍ وردګ
افغانستان په هغو هېوادونو کې راځي چې په ډېرو برخو کې یې د میرمنو د کار او فعالیت زمینه محدوده او یا هیڅ نشته.
په دغه هېواد کې د ښځو د پرمختګ پروړاندې ډېر خنډونه موجود دي، په ډېرو سیمو کې دا فکر حاکم دی، چې ښځه باید یوازې د کور میرمن، ډاکټره او ښوونکې وي، نورڅه نه شي کولای.
له همدې امله ډېرو لږو ښځو ورزش ته مخه کړې او په دې برخه کې د دوی فعالیتونه ډېر لږ یا په نشت حساب دي.
په ټولنه کې د حاکمو دودونو له امله دې برخې او مسلک ته کمې میرمنې زړه ښه کوي او هغه چې ورزش ته یې مخه کړې له بې شمیرو ستونزو سره مخ دي.
افغانستان د کرکټ په برخه کې د پام وړ پرمختګ کړی او په سیمه ییزه او نړیواله کچه یوه پیژندل شوې ملي لوبډله لري.
په افغانستان کې له دې لوبې سره یوازې د هلکانو مینه نه ده، بلکې ډېرې ښځې او نجونې له کرکت سره لېوالتیا لري او غواړي د نارینه په شان د کرکټ په لوبه کې ولوبیږي او هېواد ته ویاړ راوړي.
که څه هم ځینې کسان په افغانستان کرکټ په یوه خاص قوم پورې ځانګړې کوي، خو بیا هم په دغه لوبه کې د پښتنو میرمنو ګډون په نشت حساب دی او حتی د دوی د فعالیت پروړاندې خنډ ګرځېدلی چې په آسانی سره نه شي کولای کرکت وکړي او یا د نجونو لوبډلې ته لاره ومومي.
باور دا دی، چې ورزش د انسان د سلامتیا لپاره اړین دی او له ګڼو ناروغیو څخه یې ساتي.
که چېرې یوه میرمن د ورزش په ډګر کې په سمبول بدله شي؛ نو آیا نورې میرمنې به په کورونو کې د خپلې روغتیا او سلامتیا لپاره ورزش پیل نه کړي؟ دا چې ورزش د هر انسان (نر او ښځې) د روغتیا لپاره ګټور دی، نو بیا ولې موږ ته د خپلو میرمنو ښه صحت او ژوند ننګ ښکاري؟
له دوو لسیزو را پدېخوا په افغانستان کې د میرمنو کرکټ شته او لا میرمنې په دې برخه کې سره له ټولو ستونزو ګډون کوي؛ خو هیچا یې په اړه تر اوسه نه مطالعه وکړه او نه یې هم کوم ملاتړ پیدا کړ.
د ښځو د کرکټ څخه د کورنۍ، خلکو، رسنیو، دولت او نړیوالې ټولنې نه ملاتړ، او حاکم دودونه هغه څه دي چې په هېواد کې د نجونو کرکټ وده ونه کړي او په دې برخه کې د ډېرو نجونو هیلې له خاورو سره خاورې شي.
له دې ټولو ستونزو سره سره یو شمېر نجونې شته چې دا جرآت کوي او کورنۍ یې اجازه ورکوي چې د میرمنو کرکټ ژوندی وساتي او په دې هیله خپلو هڅو ته دوام ورکړې، چې یوه ورځ به د راشد خان، نبي عیسی خیل او نورو تکړه لوبغاړو غوندې یوه تکړه لوبغاړې ولرو.
د دوی کورنۍ د خپلو لوڼو د خوبونو لپاره دوی ته اجازه ورکوي او په پوره هوډ او همت د دوی څخه ملاتړ کوي، چې دا د ډېرې خوښۍ ځای دی.
د کرکټ دا لوبغاړې به یوه ورځ خپلو هیلو ته رسيږي او د هیواد نوم او بیرغ به په نړۍ کې لوړوي او نړۍ ته به وښيي، چې افغانستان د ملالې غوندې پیغلې لري او په نوم به یې هر انسان او هر افغان ویاړ کوي.