احمدولي هوتک خپل برازیلي سیال ته ماتې ورکړه

نجیب مایار
احمدولي هوتک خپل برازیلي سیال ته ماتې ورکړه

د آزادو سیالیو لوبغاړي احمد ولي هوتک خپل برازیلي سیال «لیونارډو باربوسا» ته ماتې ورکړه.

دا سیالي د TGFC سازمان له خوا د پنجشنبې په ماښام د کابل په انترکانتیننتال هوټل کې ترسره شوه.

په دې سیالۍ کې چې په ۷۳ کیلو ګرامه وزن کې جوړه شوې وه  احمد ولي هوتک وکولای شول خپل سیال د لوبې په دوهم پړاو کې «ناک اوټ» کړي.

هوتک د لوبې په دوهم پړاو کې په دوو ګوذارونو سره خپل سیال په ځمکه را وغورځاوه او د بوکسونو ترلپسې بریدونو لاندې یې راووست چې په پایله کې ناک اوټ شو.

 د احمد ولي هوتک برازیلي سیال په خپل ورزشي ژوند کې نولس بریاوې درلودې، خو احمد ولي هوتک بیا اته بریاوې او یوه ماتې درلوده.

دا لومړی ځل و چې د ازادو سیالیو یا «MMA » یو بهرنی سیال په افغانستان کې له افغان لوبغاړي سره سیالي کوي.

د احمد ولي هوتک دا بریا د حکومت او خلکو له خوا ستایل شوې ده. ولسمشر محمداشرف غني د احمدولي هوتک د دې  بریا مبارکي ویلې ده.

د ولسمشرۍ له مطبوعاتي دفتره خپره شوې خبرپاڼه وایي : «زموږ د بېلابېلو لوبو لوبغاړي چې د هیواد واقعي اتلان او استازي دي، تل یې په نړیوالو سیالیو او ډګرونو کې د افغانستان ویاړلی بیرغ رپاند ساتلی. نړیوالو ته یې د ننني افغانستان واقعي انځور ځلولی او هیوادوالو ته یې ویاړونه او خوښۍ ور په برخه کړې دي.»

د ازادو سیالیو افغان لوبغاړی احمد ولي هوتک تر دې سیالۍ  وړاندې ویلي و بشپړ چمتو والی یې نیولی دی.

هوتک په خپله فیسبوک پاڼه هغه تصویرونه خپاره کړي چې ترسیالۍ وروسته د ټپونو له امله ډاکټر ته تللی او لیکي:

د هيوادوالو بې کچې مينې او بيا د دوى پر غمجنو څېرو موسکا، د بهېدلو وينو سور رنګ او هر ټپ راته خوندور او وياړمن کړى.

هوتک لیکلي : « داسې درد او ټپ چې هره څړيکه يې خوند لري، ملي غرور او وياړ لري، احساس لري او ستاسو د سپېڅلو احساساتو درک لري»

احمد ولي هوتک په ام ام اې برخې کې د «ACA » او« Fight Night» بنسټونو کې هم دوه لوبې کړې او دواړه یې ګټلې دي.

په دې لوبه کې د هوتک سیال «لیونارډو باربوسا » چې د برازیل اوسېدونکی دی د شیرډاک په نړیوال ویب سایټ کې د ازادو سیالیو ۲۴ ریکارډونه لري.

په ازادو سیالیو کې د حملو تر څنګ باربوسا ښې نیونې یا سب میشنونه هم کوي. هغه تر دې دمه ۱۳ لوبې یوازې د یو سب میشن نه په ګټې اخیستنې خپلې کړي دي.

باربوسا په«MMA» سربېره د جي جیت سو په  برخه کې هم تور کمربند لري او لوبې یې پکې ګتلي دي.

احمدولي هوتک څوک دی؟

 احمد ولي هوتک ۳۴ کلن دی او لومړی مډال یې په ۲۲ کلنۍ کې په ازادو سیالیو کې ګټلی دی. هغه  لومړی  تکواندو کوله ، خو وروسته یې بوکس ته مخه کړ.

نوموړی وایي  په دواړو څانګو کې په کورنیو سیالیو کې ښې لاسته راوړنې لري.

د فري فایټ فدراسیون تر جوړېدلو وروسته هوتک د دې فدراسیون غړی شو او په همدې برخه کې یې لومړی ځل افغانستان ته د سرو زرو مډال وګاټه.

د هوتک د مالوماتو له مخې هغه په  ۲۰۰۸ کال خپلې سیالۍ پیل کړې دي.

هوتک ویلي: « ماتې نه منم ، شپږ د سرو زرو مډالونه، دوه کمربندونه او دوه هم د غوره فایټر کپونه مې تر لاسه کړي دي.»

 احمد ولي هوتک د ۱۳۹۷ کال د تلې په ۲۳ مه په کابل کې خپل کور ته څېره د ناپيژاندو کسانو د چړو له برید روغ ووت، خو سخت ټپي شوی و.