د وړیا عامه کتابتونو جوړونکی «محمودي» څه غواړي؟

نجیب مایار
د وړیا عامه کتابتونو جوړونکی «محمودي» څه غواړي؟

څو ورځې به سهار وختي پاڅېد، ترڅو د افغانستان ترټولو وېروونکي زندان ته د ورتګ نوبت ونیسي، هلته چې د افغانستان ترټولو ډېر له فردي آزادیو محروم انسانان اوسي، هغه د کوم ملګري او یا دوست لیدو ته نه ځي، بلکې غواړي د زرګونو انسانانو له پاره د یوه داسې کار اجازه واخلي چې په دې زندان کې پرتو کسانو ته د یوازیتوب د ملګرتیا لامل شي.
دا کلیوال ځوان مجیب الرحمن محمودي، دی چې څو ځلې یې د پلچرخي زندان ته په دې موخه مراجعه کړې، چې ګنې په دغه لوی او ویروونکي جیل کې د یوه عامه کتابتون د جوړولو اجازه ومومي، ترڅو بندیانو ته د مطالعې زمینه برابره کړي.
هغه تردې مخکې په یوه بل زندان کې ګڼو بندیانو ته د یوازیتوب ترټولو غوره ملګری ،کتاب رسولی دی، خو له ډېرو هڅو وروسته ځکه ناهیلی شو چې چارواکو ورته په پلچرخي زندان کې د کتابتون د جوړولو اجازه ورنه کړه.
له صمیمیت مالامال دا کلیوال محمودي که په لومړي ځل ووینې داسې احساس کوې چې له کلونو کلونو دې ورسره پېژندګلوي ده او حتي په یوه کلي کې اوسیدلي یاست.
هغه د وردګو ولایت په همداسې یوه سیمه کې زږیدلی چې هلته د کتابونو د نشتوالي ستونزه له ډېرو کلونو را په دېخوا احساسېده. مجیب الرحمن محمودي د وردګو ولایت د دایمیردادو( جلګې) ولسوالۍ په «بربخشک» کلي کې زږیدلی دی.
لومړنۍ او منځنې زده کړې یې په خپل کلي کې کړې او د لیسې دوره یې د سیدجمال الدین افغان په ښوونځي پای ته رسولې ده.
اقتصادي ستونزو هغه ته د دې فرصت ورنه کړ چې له ښوونځي څخه ترفراغت وروسته پوهنتون او لوړو زده کړو ته لاړشي.
محمودي وایي:« له لېسې څخه تر فارغېدو وروسته د اقتصادي ستونزو له امله ترډېره وخته نه یم توانیدلی چې لوړې زده کړې وکړم، باید کار مې کړی وای او له ډېرو کلونو وروسته په کابل کې د لوړو زده کړو په یوه خصوصي موسسه کې د اقتصاد پوهنځي کې زده کړې پيل کړې او تراوسه یې لولم.»
محمودي وایي ۱۳۹۲ کې مې د کتابتونو جوړولو ته له هغه وروسته مخه کړه چې ما په دې برخه کې جدي اړتیا احساس کړه. محمودي په یوه کلیواله او له بازار لیرې سیمې کې زوکېدلی او را لوی شوی، نو ځکه یې هلته د ځوانانو ستونزې او مجبوریتونه ښه درک کړي او لیدلي دي.
کلیوالې سیمې د بې وسۍ او بې وزلۍ یوه بیساري مجموعه ده چې حتی ډېر زده کوونکي د خپلې اړتیا وړ قلمونه او کتابچې نه شي موندلی او ډېر خو یې د پوهنې وزارت د ناغیړۍ له امله بشپړ کتابونه هم نه لري، نو د نورې مطالعې کتابونه به څنګه وپیري.
هغه خلکو ته د کتابونو رسول نوي نسل ته د خدمت غوره لاره وبلله« زه نوي نسل ته متوجه وم، چې له یوه بد حالت سره مخ دي، ورځ په ورځ یې افکار د انحراف په لور درومي، بهرنۍ کلتور او لاسوهنې ډېرې دي، نو غوره مې وبلله چې د ځوانانو د ذهنیت جوړولو له پاره کار وکړم.»


په لیرې پرتو سیمو کې حتی ډېرزده کوونکي د ښوونځي بشپړ کتابونه نه لري، نور کتابونه خو بیخي نشته.
مجیب الرحمان محمودي وایي په کلیوالو سیمو کې د مطالعې د نشتوالي له امله تعلیمي کچه ټیټیږي او د مطالعې له پاره نوي هیڅ نه لري، هغه وایي له دې کبله د مطالعې دود هېڅ نشته او که شته هم ډېر کمزوری دی، نو ښه مې وبلله چې د کلیوالو ځوانانو له پاره د مطالعې آسانتیا برابره کړم.
« په لیرې پرتو کلیوالو سیمو کې د پلور له پاره هم کتابونه نشته او که وي هم ډېر ځوانان یې د اقتصادي ستونزو له امله د پیرلو وس نه لري.»
ډېر دا کتابتونونه په داسې ځایونو کې دي چې هلته د کتابونو موندل خورا ستونزمن کار دی، ځکه هلته داسې بازار نشته چې کتابونه په کې وموندل شي.
هغه د میدان وردګو ولایت په مرکز او لیرې پرتو ولسوالیو کې درویشت کتابتونونه په شخصي هڅو او د ملګرو په همکارۍ جوړ کړي دي.
جلګه کتابتون، نورالمدارس کتابتون، شهید کریم کتابتون په جلګه (دایمیرداد) کې، انبوخاک کتابتون، چک انستیتیوت کتابتون، خوات کتابتون، پرمختګ کتابتون، حضرت بلال کتابتون، سېبک کتابتون او تقوا کتابتون په چک ولسوالۍ کې،
شیخ آباد کتابتون، سیدآباد کتابتون او عمرولي کتابتون په سید آباد ولسوالۍ کې، جغتو کتابتون او ګوربت کتابتون په جغتو ولسوالۍ کې، زندان کتابتون، اقرا کتابتون او میوند ملاله کتابتون په میدان ښار کې جوړ کړي دي.
هغه یوازې په میدان وردګو بسنه نه ده کړې بلکې په نورو ولایتونو کې یې هم دا ډول کتابتونونه جوړ کړي لکه : ابوحنیفه کتابتون او د پغمان د ماشومانو کتابتون د کابل په پغمان ولسوالۍ کې او سوله کتابتون، موسکا کتابتون او امن کتابتون په خوست ولایت کې.
محمودي له شپږو کلونو را په دېخوا په دې هڅه کې دی چې کتاب پیدا او په یوه لیرې پرته سیمه کې یې تر هغو پورې ورسوي چې د لوستلو یې لېواله دي، خو لري یې نه.
هغه وایي د کتابتونو ترجوړولو وروسته هم دغو کتابتونو ته نور او نوي کتابونه رسوي« له شپږو کلونو راهیسې موږ دا فعالیت کوو او وخت په وخت ځینو کتابتونونو ته کتابونه وروړو، که په اوسط ډول یې حساب کړو، یعنې زموږ داسې کتابتونونه هم شته چې پنځه سوه ټوکه کتابونه لري او داسې هم شته چې تر څلور زره ټوکو ډېر کتابونه لري، که دوه زره ټوکه حساب کړو، ټول ۴۶۰۰۰ ټوکه کتابونه کېږي.»
محمودي اوس د افغانستان په تعلیمي پروژو کې رسمي دنده لري او د سهار له اتو بجو تر مازیګر څلورو بجو پورې باید کار وکړي ځکه د ده په وینا د ورځني ژوند د پرمخ بیولو او اړتیاوو د پوره کولو له پاره بله کومه عایداتي سرچینه نه لري.
هغه په دوو ورځو رخصتۍ کې د کتابونو د ټولولو او خیرښېګڼې کارونه کوي او وایي وخت ورته پیدا کوم.« وړوکی تجارت هم کوم ، شات پلورم»
محمودي لومړی د کتابتون له پاره ځای انتخابوي او کله چې یې ځای انتخاب کړ بیا د خواله رسنیو او په تېره بیا فیسبوک له لارې دا موضوع له خلکو سره شریکوي او هرڅوک ورته د کتابونو او یا د کتابونو د چمتو کولو له پاره د نغدي بسپنې ژمنه کوي چې وروسته یې دی او ملګري دا کتابونه راټولوي.
محمودي وایي:« له خلکو یو یو کتاب غواړو، چې ځينې نغده مرسته هم کوي او ځینې کتابونه اخلي یا یې له کوره راوړي، عام خلک زموږ لاسنیوی کوي او له موږ سره مرسته کوي.»
هغه او ملګري یې هڅه کوي داسې ځای د کتابتون جوړولو ته وټاکي چې ډېرخلک ترې استفاده وکړای شي او ځای، د کتابونو د اړتیا وړ نور توکي لکه المارۍ او نور ولري، خو وایي که نه وي دا توکي هم دی ورته چمتو کوي.
زندان د کتابتون له پاره تر ښوونځي وروسته ډېر اغیزناک ځای دی چې هلته خورا ګڼ زندانیان چې له آزاد ژوند محروم دي د کتابتون له کتابونو استفاده کوي، خو وایي په زندان کې د کتابتون جوړول زیات وخت او کار غواړي.

مجیب‌الرحمان محمودی

محمودي د میدان ښار په زندان کې د کتابتون د جوړولو په موخه هم ډېر ځلې د والي او د پخواني مرستیال والي تاج محمد عمري دروازه ټکولې ، خو دا چې تصمیم یې جدي و په خپل هوډ کې بریالی شو.
په دې کتابتونو کې یوازې کتابونه نه، بلکې ګڼ شمېر مجلې هم شته چې د هېواد په ګوټ ګوټ کې چاپ شوې او د دوی د ملګرو په هڅو راټولې شوې دي.
همدا راز د الف با عربي قاعدې او قرانکریم سیپارې هم شته او له دوه زرو ټوکو ډېر قرانکریم دی.
هغه د هرکتابتون پيل له پنځه سوو تر شپږو سوو ټوکو کتابونو کوي، خو وایي داسې هم شوي چې ځینو کتابتونو ته تردې ډېر آن تر ۳۰۰۰ ټوکو پورې کتابونو برابرشوي دي.
دا کتابتونونه په بیلابېلو ځایونو لکه جومات، دیني مدرسې، انستیتوت ، ښوونځي او نورو کې جوړ شوي، خو وایي په ښوونځي کې د کتابتون جوړولو ځکه ښه پایله ورکړې چې هلته ډېرزده کوونکي او ښوونکي ورځي او د بېلابېلو سیمو اوسیدونکي ترې استفاده کولای شي.
محمودي وایي په پیل کې یوازې وم، خو څو کاله وروسته مې ځینو مخلصو او بااحساسه ملګرو ملتیا وکړه،« اوس ټول یولس ملګري یو او په ګډه دا هڅې او فعالیت کوي.»
محمودي د میدان ښار په زندان کې د کتابتون ترجوړولو یوه نیمه میاشت وروسته هلته ورغی چې وګوري کتابتون مینه وال لري او که نه ، هغه وایی «هریوه شل، پنځه ویشت آن تر دیرشو پورې کتابونه مطالعه کړي وو، ځینو خو ویل چی حتی کتابونه یې لیکلي دي ،د بندیانو خبرو موږ وهڅولو چې په نورو زندانونو کې هم داسې کتابتون جوړ کړو او په پلچرخي زندان کې مو هم د داسې یوه کتابتون د جوړولو تابیا وکړه، خو پایله یې ورنه کړه او اجازه رانه کړل شوه.»
مجیب الرحمن محمودي له خلکو غواړي چې په دې برخه کې یې لاس نیوی وکړي او لیرې پرتو سیمو ته د کتابونو د رسولو په موخه ورته کتابونه ورکړي. هغه وایي په بشپړه روڼتیا دوی کتابونه رسولي او د هرکتاب د حساب ورکولو ته چمتو دی.
دغه کتابتونو ته داسې کتابونه او مجلې نه وړل کیږي چې د خلکو له کلتور او یا دیني ارزښتونو سره په ټکر کې وي او یا د خلکو ذهنیت زیانمن کړي، نو په ټولنه کې د مطالعې دود د بنسټیزتیا او مجبورو او محرومو خلکو ته د کتابونو د چمتو کولو په برخه کې د هرچا د مرستې هغه که حتی یو کتاب هم وي سترګې په لار دی.
محمودي یوازې د کتابونو په رسونه بسنه نه ده کړې، بلکې وایي د خلکو اړتیا او غوښتنې ته په پام یې د کرونا په تېرځپونکي موسم کې د خیرښیګڼې یوبنسټ هم جوړ کړی چې وایي له کارونو یې خوښ دی او ښه پرمخ ځي.