جګړې په کابل کې «ولنټاین» هم پیکه کړی

نجیب مایار
جګړې په کابل کې «ولنټاین» هم  پیکه کړی

عاشقان هسې د خپلې مینې له پاره پلمې لټوي، خو دا چې د فبرورۍ څوارلسمه د مینانو د ورځې په نامه نومول شوې، نو دا د خپلې مینې اظهار له پاره لوی فرصت دی. په افغانستان کې پخوا د مینانو ورځ په هغه کچه نه نمانځل کېده چې اوس یې یادونه کیږي.

 په تېرو څو کلونو کې به د کابل ډېرو ځوانانو دا ورځ خپلې مینې ته د ډاډلۍ په ورکولو یادوله، د بازارونو ځانګړې سیمې به په رنګارنګ ګلونو او رنګونو ښکلې شوې وې، خو روانۍ جګړې د خوښیو پرځای غمونه ډېر کړي دي، د جګړې سختېدو د ژوند د نورو برخو په شان دا مناسبت هم پیکه کړی دی.

حتمي نه ده چې په دې ورځ یوازې ځوان هلکان او نجونې خپلو عاشقانو ته ډالۍ واخلي، بلکې هرڅوک که نارینه وي او یا ښځه په دې ورځ دې د خپل ژوند ملګري « ښځې او مېړه» ته د ډالۍ په ورکولو سره خپل ښکلی ژوند لا رنګین او له رنګینیو ډک کړي.

خو مینان رښتیا په کابل کې دا ورځ څنګه نمانځي؟ 

لیکوال او ژورنالیست حیات بودا وایي د ولنټاین دود پخوا په افغانستان کې نه و او په وروستیو کلونو کې د دې ورځې نمانځنه دود شوې ده. بودا وایي:«مینه وه او د هغې د اظهاراو نمانځنې له پاره خورا ډیرې لارې چارې.»

په کابل کې یو بل ژورنالیست محمد ګوهري چې د فبرورۍ له څوارلسمې یوه ورځ وړاندې یې خپلې مېرمنې ته ډالۍ اخیستې وایي دا یو ښه مناسبت او ښه پلمه ده چې د ژوند ملګري د یو او بل صمیمیت وګوري او یو بل ته ډالۍ ورکړي.

هغه وایي:« زه مې مېرمنې ته هرکال په دې ورځ ډالۍ اخلم او سږ مې ورته کتاب اخیستی دی.»

په خواله رسنیو کې هم په دې اړه غبرګونونه متفاوت دي، ځینو یې خپلې مینې ته مبارکې ورکړې او یو شمېر نورو بیا دا یوه بیځایه تقلید بللی دی.

نوید احمدزی په فیسبوک لیکلي:« ولنټاین څه کوې که نر وې کور ته یوه بوجۍ اوړه یوسه.»

خو ډېر نور بیا د ولنټاین د ورځې نمانځنه او یادونه د دیني لارښوونو خلاف عمل بولي.

د «ولنټاین» اصلي کیسه څه ده؟

له نن څخه شاوخوا ۱۷۰۰ کاله وړاندې د روم د امپراطور (کلاودیوس) په لښکر کې یو سپاهي چې «ولنټاین»

نومیده، د لښکر له مجردو سپاهیانو سره مرسته کوله ترڅو ودونه وکړي. د روم امپراطورغوښتل چې سپاهیان ېې مجرد وي، هغه د «ولنټاین» له نافرمانۍ او خپلسرۍ خبر شو او سمدلاسه ېې زنداني کړ.

 د زندان موده کې د زندان د ساتونکي لور هغه ته خواړه وروړل. امپراطور په  «ولنټاین» نور هم غوصه شوی او د هغه د وژلو پرېکړه یې وکړه. وړاندې له دې چې «ولنټاین» په دار وځړول شي،هغه خپله وروستۍ خبره په یوه لیک کې د زندان د ساتونکي لور ته ولیکله چې پای ېې په دې ټکو وو: ( ستا ولنټین! ).

د «ولنټاین» په نامه نومول شوې ورځ د فبروري په ۱۴ لمانځل کیږي. دا وخت جنوبي اروپا کې د پسرلي د راتلو درشل وي،  مرغان سندرې بولي اوجوړې جوړوي. په دې ورځ په هټیو کې د«ولنټاین» ځانګړي توکي پلورل کیږي او د هټیوالو د پلور کچه لوړیږي.