
په افغانستان کې د نړیوالې ټولنې په ملاتړ د نوې فصل ترپیل وروسته د افغانستان حکومتي ټول مشران او چارواکي په هغه څه چې یوه خوله دي دادي چې د بیان آزادي او د رسنیو فعالیت د دغه فصل مهمه «لاس ته راوړنه» ګڼي.
که څه هم د طالبانو تر ماتې وروسته خورا ډېرې رسنۍ را میدان ته شوې، خو د وخت په تېریدو یې ځینې ودرېدې او یو شمېر لاهم فعالیت کوي.
د رسنیو د ودې له پاره ترټولو مهم قانوني بستر او چاپیریال و چې د بیان آزادي یې د یوه مهم اصل په توګه منلې وه او تر خپرېدو مخکې یې په هرډول سانسور بندیز لګولی و.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د شمېرو له مخې له دغه وزارت څخه تر ۱۷۰۰ پورې رسنیو د فعالیت جواز اخیستی. په دې کې ۱۲۱ تلویزیونونه، ۲۶۴ راډیوګانې، ۱۳۳۱ چاپي رسنۍ او ۲۳ خبري آژانسونه دي.
د نیژدې شلو کلونو په تېریدو داسې ښکاري چې د نوي فصل ترټولو مهم پرمختګ له خورا سختو ګواښونو سره مخ دی. د خبریالانو په اند د امریکا او طالبانو په وروستۍ هوکړه کې هم په دې سترګې پټې شوې او هیڅ داسې قانوني تضمین نشته چې د بیان آزادۍ او آزادو رسنیو د فعالیت دوام ته ژمنتیا وښیي.
د نړیوالو مرستو کموالی، د کرونا بحران، اغزن چاپیریال او د امریکا او طالبانو ترهوکړې وروسته د خبریالانو د فعالیت پروړاندې زیاتیدونکي خنډونه هغه څه دي چې په افغانستان کې یې د رسنیو پر فعالیت ناوړه اغیزه کړې او یو شمېر رسنیو خو میدان نورو ته پریښی دی.
د مرستو کموالي او د کرونا نړیوال بحران یوازې د رسنیو فعالیت نه دی اغېزمن کړی، بلکې نورې برخې یې هم زیانمنې کړې، خو هغه څه چې تر ډېره یې د رسنیو فعالیت او د بیان آزدۍ په اړه اندیښنې را پورته کړې د امریکا او طالبانو ترمنځ وروستې هوکړه کې دې برخې ته نه پاملرنه او د رسنیو او خبریالانو پروړاندې د تاوتریخوالي لوړوالی او دوام دی.
هغه لاملونه چې د خبریالانو د کار پروړاندې یې ستونزې ډېرې کړې او د بیان آزادۍ ستنې یې لړزانده کړې بېلابېل دي، خو کولای شو د مهمو په توګه یې له دې څخه یادونه وکړو.
په افغانستان کې د بیان د آزادۍ په شمول د مدني ارزښتونو د پایښت په اړه د نړیوالو ملاتړو بې پروایي، د دولت او یو شمېر حکومتي بنسټونو او چارواکو غفلت ، د خبریالانو او خبریالانو د مدافع بنسټونوناغیړي، د نړیوالو مرستو کمېدل، کرونا بحران ، د جګړې او تاوتریخوالي ډېریدل او نور یادولای شو.
د پخوانی ولسمشر حامد کرزي په دوره او راوروسته حکومتونو کې د بیان آزادۍ د بنسټیزتیا په موخه ډېر لږ کار وشو. که څه هم په دې برخه کې ځینې بنسټونو فعالیت کاوه، خو تر ډېره د بیان آزادي او د مطبوعاتو آزادي د یو شعار په توګه پاتې وو.
د ولسمشر محمد اشرف غني په دورو کې که څه هم اطلاعاتو ته د لاس رسي قانون او کمیسیون جوړشول چې د خبریالانو یوه برخه ستونزې یې حل کړې، خو د خبریالانو پروړاندې تاوتریخوالی د تېرو کلونو په پرتله ډېر شو.
په دې دواړو حکومتونو کې حتی د خبریالانو د کار د تنظیم په اړه کومه مقرره لا عملي نه شوه، ګڼې داسې قضیې شته چې له کلونو کلونو دفتر په دفتر ګرځي، خو د حل په موخه یې هیڅ عملي لاره چاره نه جوړه شوې او که جوړه شوې هم وي، نه ده عملي شوې.
حتی ځینې خبریالان او د رسنیو کارمندان په دولتي ادارو کې نور د خپلو حقوقي قضیو له تعقیبولو ستړي شوي او د عدالت په ټینګښت یې باور له لاسه ورکړی دی.
د خبریالانو او د دوی د مدافع بنسټونو ناغیړي:
د خبریالانو پروړاندې یوه ستونزه خپله خبریالان هم دي، د خصوصي رسنیو په جوړېدو تراوسه هم د دوی پر فعالیت اغیزناکه څارنه نشته، که وي هم حکومت یې یوازې دا اړخ څاري چې څومره په دولتي بنسټونو انتقادي تګلاره لري، په نورو موضوعاتو یې تر ډېره کار نه لري. همدا لامل دی چې ځینې خصوصي رسنۍ ځان ته خپل قانون چلوي، د افغانستان د کار قانون نه مراعاتوي او له کارمندانو سره د خپلو ګټو په رڼا کې چلند کوي، هروخت چې وغواړي له دندې یې وباسي او د کار قانون ته هیڅ پاملرنه نه کوي.
د دولت همدا بې پروایي د دې لامل شوې چې هره رسنۍ ځان ته جلا قانون عملي کړي او رسنۍ هم د دولتي بنسټونو په لویو لویو نیمګړتیاوې سترګې پټې کړي.
که څه هم خصوصي رسنۍ، ډېرې د اقتصادي ګټې وټې په موخه جوړیږي، خو اجرایوي مدیران یا رییسان یې خبریالان دي. ځینې همدا مدیران یا رییسان د خپل موقف او ګټو د ساتلو په موخه د خبریالانو په حق سترګې پټوي.
همدا مدیران دا صلاحیت لري چې د کارمندانو او خبریالانو د ژوند د ښه والي په موخه کړنلارې جوړې کړې او د رسنیو مالکانو ته قناعت ورکړي، خو بدبختانه ډېر داسې کسان شته چې لسګونه کلونه یې خصوصي رسنۍ رهبري کړې، خو خبریالانو ته د حقونو د ورکولو په برخه کې یې نه یوازې هېڅ نه دي کړې، بلکې لایې ستونزې جوړې کړې دي.
همداسې د خبریالانو مدافع بنسټونه هم د خبریالانو له خوا رهبري کیږي، خو دغو بنسټونو یوازې د کوم خبریال د مړینې پروخت اعلامیه ورکړې او یایې هم څو عکسونه خپاره کړي، نور د خبریالانو د ژوند د خوندیتوب او د دوی د حقونو په ترلاسه کولو کې یې داسې څه نه دي کړي چې حساب پرې وشي.
سلګونه خبریالان په دولتي ادارو او د رسنیو په مدافع بنسټونو ګرځي ترڅو د رسنیو له مالکانو خپل حق واخلي، خو د دوی دوسیې نه دي حل شوې او لاهم سرګردانه ګرځي.
د خبریالانو مدافع بنسټونو کولای شوای په دې برخه کې له حکومت سره کار وکړي، قوانین جوړکړي، د رسنیو له مالکانو سره ناستې ولري، بحثونه وکړي او بلاخره داسې یوڅه جوړ کړي چې د خبریالانو دا ستونزې مخکې له مخکې حل وي.
د خبریالانو د اتحادیو او یا مدافع بنسټونو مشران هم د آزادو رسنیو پروړاندې چوپ دي، حتی ځینې کسان هم د خبریالانو د ځینو ګروپونو مشري کوي او هم حکومتي مامورین دي. داکسان چې له حکومت معاش اخلي څنګه کولای شي د حکومت پروړاندې د خبریالانو له حقونو دفاع وکړي او یا حکومت اړ کړي چې په آزادو رسنیو خپل قوانین عملي کړي.
د نړیوالو مرستو کمېدل:
د نړیوالو په راتګ د مدني بنسټونو او آزادیو د ملاتړ په نامه مرستې هم ډېرې شوې. همدا لامل و چې ګڼې رسنۍ جوړې شوې، داچې د رسنیو د راتلونکې په اړه کومه کاري تګلاره نه وه سنجول شوې، د مرستو په درېدو سره رسنۍ هم ودرېدې. له دې امله نه یوازې ځینې رسنۍ بندې شوې، بلکې ګڼ خبریالان او د رسنیو کارمندان وزګار شول.
د نړیوالو ملاتړو بې پروایي:
کله چې طالبانو له امریکا سره خبرو ته د هو سر وخوځاوه، مدني آزادۍ او د بیان آزادي چې امریکا په لویو لومړیتوبونو کې شمېرلې له یاده وایستلې. امریکا او طالبانو په قطر کې په میاشتو میاشتو د افغانستان د برخلیک پر سر خبرې وکړې او بلاخره پر هغه څه یې هوکړه وکړه چې د دوی دواړو له پاره یې ارزښت درلود او ګټې یې په کې خوندي وې.
د دې خبرو پروخت که څه هم د افغانستان د سولې له پاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد به وخت ناوخت کابل ته د سفر پرمهال له ځینو بنسټونو او ټولنو سره کتل، خو په شوې هوکړه کې د هغه څه د خوندیتوب په اړه څه نه و چې امریکا یې د پایښت او عملي کولو په موخه دلته نیژدې شل کاله جګړه وکړه.
ظاهرا امریکا په دې برخه کې یوازې خپلې ګټې په پام کې ونیولې او طالبانو هم خپل هغه دریځ پیاوړی کړ چې مخکې یې درلود. د نړیوالو رسنیو د شننو له مخې د امریکا په دې چاره نه یوازې د افغانستان دولت ناخوښه شو، بلکې د امریکا نړیوال متحدین هم چې په افغانستان کې یې ګڼ مالي او ځاني زیانونه وګالل منزوي شول.
د افغانستان دولت د جمهوریت ، دموکراسۍ، بشري حقونو، مذهبي آزادیو، د بیان آزادۍ او ښځو د حقونو د دفاع په سنګر کې یوازې پاتې شو.
په افغانستان کې د امریکا نړیوال متحدین تراوسه هم د یادو ارزښتونو په ساتنه او پیاوړتیا ټینګار کوي. خو دې ټینګار هغه ذهنیت لاهم نه دی کمزوری کړی چې ګنې نړیوالو د خپلو ګټو په خاطر په افغانستان کې په هغه څه معامله وکړه چې کلونه کلونه یې په دې هیواد کې د هغه د ترلاسه کولو او بنسټیزتیا په موخه جګړه وکړه.
د نړیوالو دې په شاتګ په افغاني ټولنه کې دا ذهنیت رامنځ ته کړ چې دا څه چې نیژدې شل کاله په هېواد کې روان وو او ارزښتونه بلل کیدل د نړیوالو په تګ سره به هېر شي.
دوی فکر کوي چې جمهوریت، د بیان آزادي، د ښځو حقونه او آزادې رسنۍ یوازې د بهرنیانو ترموجودیت پورې دوام کوي. همدې سکالو د رسنیو او خبریالانو فعالیت ټکنی کړ او حتې په ځینو سیمو کې خو دا فعالیتونه په ټپه ودریدل.
د کرونا بحران:
کرونا ویروس ټوله نړۍ وځپله او نیژدې ده ثابته کړي چې د نړیوال نظم په رهبرۍ کې لیبرال دموکراسي هم ناکامه شوه. افغانستان چې مخکې له مخکې له اقتصادي ستونزو سره مخ و کرونا ویروس ډېر وځاپه.
د اقتصادي فعالیتونو په محدودېدو سره د رسنیو اقتصادي ستونزې هم ډېرې او ځینې یې بیخي وتړل شوې. هغه چې لاهم فعالیت کوي امکانات یې محدود دي چې په دې سره د خبریالانو او رسنیو د کارمندانو یو لوی لښکر د وزګارانو په کاروان ورګډ شو.
د خبریالانو پروړاندې د تاوتریخوالي ډېرېدل:
جګړه او تاوتریخوالی د خبریالانو د کار پروړاندې ترټولو جدي ګواښ دی. د خبریالانو د مدافع بنسټونو د مالوماتو له مخې په تېرو شلو کلونو کې په جګړو او تاوتریخوالي کې ۱۱۷ خبریالانو او د رسنیو کارمندانو ژوند له لاسه ورکړی او لسګونه نور ټپيان شوي دي.
له کله چې د قطر په شرایتون هوټل کې د امریکا او طالبانو خبرې پيل شوې په افغانستان کې هم د تاوتریخوالي یو زورور طوفان را الوتی دی.
له دغه طوفان څخه د ټولنې هیڅ وګړی خوندي نه دی، هغه که حکومتي کارمند دی، که خبریال او یا هم عادي وګړی.
مخکې به خبریالانو یوازې د جګړې په لومړیو کرښو کې د خطر احساس کاوه، خو اوس حتی په دفتر، ښار او کور کې هم د خوندیتوب احساس نه کوي.
دا ستونزه په هغو سیمو کې خورا ډېره شوه چې مخکې له مخکې په کې وضعیت ترینګلی و. په ننګرهار کې د ملالې میوند، په هلمند کې د الیاس داعي او په کابل کې د یماسیاوش ترور او د فردین احمدي او رفیع رفیق صدیقي مرموزو مړینو ډېر خبریالان وېرولي او په ځینو ولایتونو کې خو یې د ښځینه خبریالانو فعالیتونه بیخي په ټپه ودرول.
د رسنیو او خبریالانو پروړاندې ستونزې د هیواد د نورو سیمو په پرتله په سویلي ، ختیځو او سویل ختیځو ولایتونو کې سترې دي. د ملالي میوند ترور په پښتون میشتو ولایتونو کې ټول خبریالان او په تېره بیا ښځینه خبریالانې ووېرولې.
په دې ولایتونو کې ډېرو لږو نجونو او ښځو دا جرآت کړی و چې په رسنیو کې د خبریالې او یا ویاندې په توګه کار وکړي.
د محلي سرچینو د مالوماتو له مخې په خوست، پکتیا او پکتیکا کې خو هیڅ خبریاله نشته او په زابل کې یوازینۍ خبریالې هم لس ورځې وړاندې د ګواښونو له امله دا ولایت پریښود.
ګلالی کریمي چې په زابل کې یواځینې خبریاله وه وایي تراوسه یې په ډیرو تلویزیونو، رادیو ګانو او نورو رسنیو کې کار وکړ، خو نور یې هیڅ امکان نه درلود. هغه چې کابل ته راغلې وایي ګواښونو یې زغم پای ته ورساوه.
ګلالۍ وایي یوازې طالبان د دوی د کار پروړاندې ستونزه نه دي بلکې هر لورته ستونزې او ګواښونه دي.« حتی دوکاندار هم طالب غوندې دی.»
دا ټول د دې لامل شوي چې د خبریالانو د کار ساحه تنګه او ډېر یې له دې کاره لاس واخلي.
کله چې خبریالانو ته خوندي چاپیریال نه وي، نه شي کولای په ټولنه کې شته ستونزې او ناخوالې را برسېره کړي، چې په دې سره رسنۍ په ټولنه او سیاست کې رول او اغیز له لاسه ورکوي.