د کمال خان بند تاریخي مخینه

صبح کابل
د کمال خان بند تاریخي مخینه

لېکوال: نصیراحمد ابراهېم خېل

د نړۍ د نظر خاوندان وایي: له دې وروسته به جګړه د ملتونو ترمنځ د نفتو پرسر نه؛ بلکې د اوبو پر سر وي، د افغانستان له سیندونو څخه هر کال په سلګو نه میلیارډه متر مکعب اوبه په وړیا توګه نورو هېوادونو ته بهیږي، هغه چې باید یې موږ د خپل هېواد د سمسورتیا او ښېرازۍ لپاره ترې استفاده و کړو، کله چې افغانستان غواړي له خپلو طبیعي سرچېنو (اوبو) څخه د خپل هېواد او وګړو په ګټه استفاده وکړي، ځېنې ګاونډي هېوادونه بیا د ستونزو د جوړولو او د افغانستان د امنیتي وضعیت د خرابولو هڅې کوي.
کمال خان بند د هېلمند پر رود  د اوبو څپانده کېدو لپاره یو ستر بند دی چې د نیمروز ولایت د چهاربرجک ولسوالۍ  د زرنج له ښار څخه د ۹۵ کیلومترو په واټن کې پروت دی. د کمال خان بند د جوړیدو تابیا په ۱۳۵۲ لمریز کال د شهېد سردار محمد داوود خان د جمهوریت په دوره کې ونېول شوه، او ویل کېږي چې شهید سر دار محمد داوود خان په خپله له دې بند څخه لیدنه کړې وه، او لېدنې وروسته عملي چاري پیل شوې، خو د ۱۳۵۷ ثور کودتاه څخه وروسته یې کار بند شو او د کورنیو جګړو پرمهال ددې بند په میلونونو ډالرو په قیمت ماشینونه او وسایل لوټ شول. د نوي حکومت له جوړیدو څخه وروسته په ۱۳۸۵ کال کې د بند د جوړیدو چارې بیا پیل شوې، چې د ایران هېواد له مخالفتونو سره مخ دي او پر دې بند د ډیری بریدونو پړه پر ایران اچول کېږي.
یادونه: د ظاهر شاه له حکومت وروسته په افغانستان کې، شهید محمد موسی شفیق د افغانستان صدراعظم په ۱۳۵۱ لمریز کال کې له خپل ایراني سیال امیر عباس هویدا سره د هېلمند پر اوبو یو تړون لاسلیک کړ؛ چې په یاد سند کې ایران ته په هره ثانیه کې ۲۶ متر مکعب اوبه ورکول شوې دي.
د یادونې وړ ده چې شهید محمد موسی شفیق په ۱۳۵۱ کال کې د افغانستان صدراعظم و، په ۱۳۵۰ لمریز کال کې د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر؛ او له هغه وړاندې د مصر په قاهره کې د افغانستان سفیر و.
که څه هم ډېری په دې نظر دي چې دیاد بند چارې په ۱۳۴۵ او ۱۳۴۷ کلونو کې پیل شوې وې، خو استاد اعظم سیستانی د بند د جوړیدو د تاریخ په اړه وایي: ټول پوهېږئ چې په ۱۳۴۵ کال کې د هېلمند اوبو پر سر د افغانستان او ایران ترمنځ کومه معاهده نه ده لاسلیک شوې. دا چې د هېلمند سیلابونو د نیمروز د خلکو محصولات له منځه وړل، پر له پسې غوښتنه یې دا وه چې دغه سیلابونه مهار شي. د ظاهر شاه حکومت؛ چې هغه مهال یې واک په لاس کې درلود، د ډاکټر محمد یوسف خان، مېوند وال، نور احمد اعتمادي او ډاکټر ظاهر په ګډون یو لوړپوړی پلاوی تشکیل کړ، چې نیمروز ولایت ته سفر وکړي او د خلکو ستونزې له نږدې څخه واوري، د پلاوي له ورتګ سره هیچا دا جرأت نه درلود چې د هېلمند د اوبو له امله د رامنځته شویو ویجاړیو یا د بند د جوړولو په اړه څه ووایي!!!
د کمال خان بند جوړیدلو چارې رسمآ په ۱۹۷۶ د یوې امریکایي ایکو،هندي واپیکا او الکترو وات سویسي شرکتونو په ملتیا پیل شوې. او په دویم ګام کې یې د ودانۍ ساختمان، ماشین الات او تخنیکي وسایل وپیرل شول، همدا راز یاد بند له امنیتي اړخه سمبال شو. د پروژې کار په ۱۹۷۶ کې پیل او په ۱۹۸۳ کې پای ته ورسیدې هغه قرار داد چې د اوبو او انرژي وزارت او د واپیکا شرکت ترمنځ لاسلیک شوی و له مخې یې د پروژې لومړۍ او دویم پړاو چارې پای ته ورسیدې.
داسې انګیرل کېده چې د بند د دریم پړاو چارې په ۱۹۸۰ زېږدیز کال کې پیل شي، ولې د افغانستان د سیاسي وضعیت له بدلیدو یعنې د جګړو له پیلېدو او نا امنیو له امله په ۱۹۷۸ کال کې د امریکا له خوا د پروژې مالي ملاتړ کم او پر ۱۹۷۹ کال کې مرستې بندې شوې. له دې سره د سویس شرکت په ۱۹۷۹ کال کې خپلې چارې ودرولې او افغانستان یې پرېښود، چې له دې سره د پروژې چارې په ټپه ودریدې. د یادې پروژې ودانیزې چارې د روسانو تر تیري د مخه ۳۰ سلنه پر مخ تللې وې.
د کمال خان بند جوړیدلو موخې: د هغې سیمې د شاړو ځمکو خړوبول، د برښنایي اسانتیاوو برابرول، د اوبو مهارول، د ۱۷۰۰ متر پراخ والی او ۱۲ مترو ارتفاع په درلودلو سره ودان شو. ډېرې کرنیزې ځمکی د اوبو څپانده کېدو په وخت کې زیانمنې او بل لور ته د دې لامل کېدلې چې د هېلمند سیند غاړې، کلي د زرنج، کنګ ښارونو کورونه له منځه یوسي او ویجاړ یې کړي ، دا ځکه چې د دغې سیمې کورونه له خټو څخه جوړ دي او د دې مقاومت یې نه درلود چې د اوبو د څپو پر وړاندې ودریږي، په سیلابي کلونو کې د خوابګاه په سیمه کې سلګونه جریبه ځمکه د سیلابونو په را وتلو زیانمنه کېدله، د همدې ستونزې دحل لپاره ورته اووه کلن پلان جوړ شو ، موخه هم دا وه چې په لومړي ګام کې د اوبو مهارولو چارې تنظیم کړي او له اوبو څخه لوړه ګټه واخیستل شي. دغه راز د دې سېند پر سر دوه ستر کانالونه جوړ شول ، چې په وسیله یې اضافه اوبه د ګودزره جهیل ته ولویږي، د ښي او کیڼ کانالونو په جوړولو سره د کمال خان بند کې دا ظرفیت پیدا شو چې ۷۵ زره هکټاره زمکه خړوب کړي؛ او ترڅنګ یې د هېلمند سیند لاندې پرتو زمکو خړوبولو ته هم زمینه برابره شوه. د سیلابونو د مخنیوي په موخه هغه اوبه چې د ګودزره جهیل ته تویدلې د شهید سردار محمد داوود خان په اووه کلن پلان کې شاملې وې، چې د دغې بند یوه برخه یې د افضل خان لومړۍ حصه کې جوړه شوه، موخه دا وه چې یاد بند وکولای شي د کمال خان له بند څخه ساتنه وکړي.
د پروژې دویمه موخه:(۱۱۹۰۰۰) هکټاره موجودوځمکو او د نیمروز ولایت(۵۵۰۰۰) شاړو ځمکو خړوبول په ګوته شوي دي، او په پلان کې ول چې ۲۱۰۰۰۰ هکټاره ځمکه نوره هم له دغې بند څخه خړوب کړي.

د برښنا تولید
سربېره پر دې د افضل خان په سیمه کې د برښنا د تولید کار خونه په یو ساعت کې د ۹ میګاواټ برښنا د تولید ظرفیت لري، د دې تولید خونې په جوړېدلو سره د زرنج ښار کې د تخنیک او صنعت لپاره د تصدۍ بنسټ کېښودل شو، د یادولو وړ ده چې له څو کلونو را په دې خوا د زرنج ښار د ایران له وارداتي برښنا څخه استفاده کوله.
د کمال خان بند په ختیځه او لودیځه برخه کې دوه کانالونه لري. لودیځ کانال د ګود زره ځمکی خړوبوي او ختیځ کانال (زرکن او زور کن) قلعه یې فتح، د غلغلې ښار، امیران سیمې، د چغانسور لویدیځې برخې او د کنګ ولسوالۍ ختیځې برخې خړوبوي. دا کانال له شمال ختیځ لورې د فراه ولایت د لاش جوین پورې غځیدلی دی، چې له دې کار سره د لاش جوین ولسوالۍ ټولې کرنیزې ځمکی خړوبوي، او د هغو کانالونو اوبه چې ګود زره سره یو ځای کېږي د چاپېریال د ښېرازۍ او کبانو روزنې لپاره د استفادې وړ دی.
د کمال خان بند د لومړي فاز جوړیدلو چارې د افغانستان لومړني جمهور رییس شهید سردار محمد داوود خان په وخت کې پیل شوې، خو د کورنیو جګړو له کبله بشپړې نه شوې. دویم فاز چارې په ۲۰۱۱ کال کې پیل او شپږ کاله وخت یې ونیو. او درېم فاز کې د توربینونو نصب، د برښنا تولید لپاره ستره زیرمه او د اوبو کانالونو لپاره ځانګړې شوه، د ۲۰۱۷ کال د اپریل میاشتې کې پیل شو. د خوښۍ خبر خو دا دی چې د کمال خان بند ودانېزې چارې په ۱۳۹۹ لمریز کال د افغانستان ولسمشر ډاکټر محمد اشرف غني دوره کې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو، چې د ایران هېواد له ګڼو مخالفتونو سره مخ شو.