په دې وروستیو کې چې طالبانو د حکومت د مشرۍ د بدلون خبره را پورته کړه د حکومت سیاسي مخالفینو ته هم دا فرصت برابر شو چې له طالبانو ډېر وړاندې لاړشي او حتی خبره تر لنډمهاله حکومت او یا اسلامي حکومت پورې ورسوي.
په دې سره په هېواد کې د جمهوریت د ملاتړو او مخالفینو بحثونه هم تاوده شول چې ځینې یې په ملاتړ حتی واټونو ته راووتل. پوره څلور ورځې وړاندې په همدې تړاو د ملي شورا مخې ته د جمهوریت په ملاتړ یو لاریون را بلل شوی و چې ډېرو لږو کسانو په کې برخه اخیستې وه. یوتصویر د همدې لاریون او بل په همدې ورځ د اصلاح جمعیت د عمومي شورا د رییس د جنازې د مراسمو دی چې په یوه چاودنه کې یې ژوند له لاسه ورکړ.
دا دوه تصویرونه په یوه ورځ خپاره شوې چې له ځانه جلا پیغامونه لري، یو د هغه ځوانانو دی چې د جمهوریت په ملاتړد کابل ښار په یوه څنډه کې راوتلي او د جمهوریت او نظام د ملاتړ شعارونه لیږدوي.
دوهم تصویر د جمعیت اصلاح د مرکزي شورا د رییس ډاکټر عاطف د جنازې د مراسمو دی چې زرګونه کسان ورته راټول شوي او د ښار یو واټ یې په بشپړه تړلی دی.
دا دوه انځورونه دوه جلا او سره متضاد پیغامونه ښندي، یو یې د جمهوریت او ولسوالۍ د ملاتړو دی او بل نسبتن د یوه تند لارې مذهبی سازمان د مشر جنازه ده چې په درناوي یې د پلازمینې په زړه کې زرګونه کسان راټول شوي دي. که تصویرونو ته وګورو ښکاري چې د جمهوریت د ملاتړو شمېر د هغه د مخالفینو په پرتله خورا لږ دی.
دا تصویر د ولسمشرمحمد اشرف غني هغه ادعا هم ناسمه ثابتوي چې د موقت حکومت د غوښتونکو په ځواب کې یې ویلي و د افغانستان خلک بدل شوي او اوس هغه پخواني نه دي. خو تصویر وایي چې د افغانستان خلک هېڅ نه دي بدل شوي او لاهم هغه ذهنیت حاکم دی چې شل کاله مخکې یې په دې جغرافیه حاکمیت درلود.
که څه هم په نړۍ کې هرسیاسي مکتب ښېګڼې او بدګڼې لري چې د نړۍ ملتونو او دولتونو له خپلو ارزښتونو سره برابر کړي او ځان ته یې د سیاسي نظام یو ښه او اغیزناک ترکیب جوړ کړی دی، خو په افغانستان کې هیڅکله داسې نه دي شوي. له سوسیالیزم او کمونیزم واخله تر سیاسي اسلام او حتی لیبرالې دموکراسۍ پورې هیڅ یوه د پام وړپایښت نه دی موندلی.
سوسیالیزم او کمونیزم زموږ هېواد په کنډواله بدل کړ، خو په چین، شمالي کوریا او یو شمېر نورو هېوادونو کې یې په ترمیم سره ښه پایله ورکړې او چین یې په یوه اقتصادي زبرځواک بدل کړی.
همداسې اسلامي نظام او سیاسي اسلام هم په نوره نړۍ امپراطورۍ جوړې او رهبري کړې، خو د افغانستان اسلامپاله سیاسي رهبران په دې لوی هېواد کې نه ځایدل، کابل یې لوټه لوټه او زرګونه کسان یې ترخاورو لاندې کړل.
د جمهوریت او ولسواکۍ پېرهم همداسې درواخله له کله چې نړیوال ایتلاف افغانستان ته راغلی د ولسواکۍ د بنسټیزتیا په برخه کې خورا ډېرې هڅې، فعالیتونه او ډېر لګښتونه وشول، خو د شلو کلونو په تېرېدو اوس د پلازمېنې په زړه کې څوک د دې جرآت نه لري چې د جمهوریت په ملاتړ راووځي.
دلته یوازې د جمهوریت کمزورتیا نه ده، بلکې د هغه د مخالف لیدلوري پیاوړي کېدل هم دي.
د نوي سیاسي نظام د چارواکو نا غیړۍ، تشې ژمنې، سیاسي درواغ، د خلکو تېر ایستل، اداري او مالي فساد او نور هغه څه دي چې جمهوریت او ولسواکي یوازې د یوه شعار په توګه پاتې شي.
له تېرو شلو کلونو را په دېخوا د دولت رهبرۍ خورا ډېرفرصتونه ضایع کړل، نه یې د نظام د پایښت له پاره بنسټیزکار وکړای شو نه یې خپلې اداري او مدیریتي کمزورتیاوې حل کړې.
د اداري فساد کچه ورځ تربلې لوړیږي او دولتي او حکومتي موقفونوته د عایداتي سرچینو په توګه کتل کیږي او په همدې موخه ترې کاراخیستل کیږي.
ښایي ځینې افغانان د دې ستونزې لامل د جمهوریت د چلوونکو د ناکامیو او ناغیړیو پرځای د جمهوریت نظام او سیستم نیمګړتیا وګڼي، په داسې حال کې چې همدا جمهوریت او لیبرال دموکراسي اوس په ټوله نړۍ حکومت کوي او ډېرو ملتونو ته یې د سوله ییز او پرځان بسیا ژوند زمینه برابره کړې ده.
د خلکو اقتصادي او سیاسي ژوند د ښه والي پرځای مخ پرځوړ روان دی او حتی د جمهوریت د پایښت له پاره یې هم هیڅ زمینه برابره نه کړه.
په دې کې یوازې افغان رهبران ملامت نه دي بلکه بهرني عواملو هم د جمهوریت داعیه کمزورې کړې ده. تر ټولو ډېر د افغانستان دولت د نړیوالو متحدینو شاه ته تګ د جمهوریت مخالف لیدلوری پیاوړی کړ.
افغانانو د جمهوریت او ولسواکۍ په برخه کې خپله برخه کار کړی او حتی په ډیرو برخو کې ښه تمثیل شوې، خو دولت او په تېره بیا د حکومت سیاسي رهبران په خپلو کارونو کې پاتې راغلي دي.
په کابل ښار کې د نا امنیو تر وروستۍ څپې مخکې دا ډول فعالیتونه ډېر وو چې د بیان د آزادۍ او جمهوریت د ارزښتونو د پیاوړتیا په برخه کې یې خلکو ته جرآت ورکړی و. څو کاله مخکې په کابل کې د «جنبش روشنایي» او نورلاریونونه یې ښه بیلګه کیدای شي. په دې لاریونو کې زرګونو کسانو ګډون وکړ او خپلې غوښتنې یې په مدني زور تر عملې کیدو تعقیب کړې، خو اوس بیا سلګونه کسان د خپل ژوند د نه خوندیتوب له ویرې د جمهوریت په ملاتړ لاریون ته زړه نه ښه کوي.