په جوزجان کې دوه ځلمیان له تښتوونکو وژغورل شول

صبح کابل
په جوزجان کې دوه ځلمیان له تښتوونکو وژغورل شول

په شمال کې پوځي مسوولین وایي چې د جوزجان ولایت په قرقین ولسوالۍ کې هغه دوه ځلمیان له تښتوونکو ژغورل شوي چې په دې وروستیو کې تښتول شوي وو.

په بلخ  کې د ۲۰۹ شاهین قول اردو وایي دا ځلمیان د مستري شاګردان وو چې د موټر د جوړولو په پلمه په تیلیفون سره منګجیک ولسوالۍ ته تر ورغوښتلو وروسته تښتول شوي وو.

د شاهین قول اردو وایي:« د جبار او بسم الله په نومونو دا دوه ځلمیان پرون(یکشنبې) د دوو کسانو له خوا تښتول شوي وو چې د شپږمې سرحدي لوا د لومړي کنډک د منسوبینو له خوا له تښتوونکو وژغورل شول.»

سرچینه وایي تښتوونکي له قایق څخه په استفادې د ترکمنستان خاورې ته تښتیدلي دي.

د تښتوونې د عامل او انګیزې په اړه څه نه دي ویل شوي چې دا کسان د چا له خوا او د څه له پاره تښتول شوي وو.