د هېواد وتلی حماسي سندرغاړی عبدالله مقری د ورپیښې ناروغۍ له امله وفات شو. د مقري زوی میرخان د یکشنبې په ورځ( غبرګولي ۳۰) په خپله فیسبوک پاڼه د هغه د مړینې خبر ورکړی او لیکلي یې دي:«د هېواد وتلې څېره، نوميالی هنرمند او زما پلار عبدالله مقري نن د حق داعي ته لبيک ووايه.»
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال هارون حکیمي لیکلي چې عبدالله مقری د کرونا ویروس له امله مړ شوی دی.
ښاغلي حکیمي پرفیسبوک لیکلي:« د هیواد د غرونو او دښتونو د میني او سوُز په خواږه اواز چي یې د هیوادپالني ترانې او د غیرت حماسې ویلې، هغه سندرغاړی هم کرونا واخیست!»
عبدالله مقری زموږ د رښتینولۍ، ملي غرور او ارزښتونو استازی هنرمند وو. د جګړې، ظلم، جهالت، او افراطیت په وړاندي واضح دریځ او د بې وزلو، وطنپالو او مسافرو د دردونو ژباړن انسان وو. روح یې ښاد
عبدالله مقری له څه مودې را په دیخوا په کرونا ویروس اخته شوی او د کابل په یوه روغتون کې تر درملنې لاندې و.
عبدالله مقری د مولوي عبیدالله زوی د غزني ولايت د مقر ولسوالي د «کوچالو» کلي کې زږیدلی و.
مقري په یوه مرکه کې ویلي و:« د زده کړو پرمهال به یې طالبانو ته سندرې زمزمه کولې چې له همدې امله تعلیم ترې پاتې او سندرغاړی شو، دا چې پلار یې مولوي و نو په دې کار کې هم له ستونزو سره مخ و.»
خو له دې ستونزو مخالفتونو سره سره یې سندرو ویلو ته مخه کړه او دې شوق په ۱۳۵۷ کال کې تر رادیو او تلویزیون ورساوه.
مقري د سندرو ويلو تر څنګ شعرونه هم ليکلي او یو کتاب یې خپور شوی دی. هغه د حماسي او وطني سندرو د ويلو له امله ډېر مشهور دی او سلګونه سندرې یې ويلي او کسټې يې خپرې شوې دي.