د افغانستان د عامې روغتیا وزارت ټولو روغتیایي ادارو ته لارښوونه کړې چې د کرونا ویروس د درېیمې څپې د راتلو د مخنیوي په موخه جدي تدابیرپه پام کې ونیسي.
د عامې روغتیا وزارت سرپرست ډاکټر وحید مجروح د شنبه په ورځ د روغتیایي ادارو له مسوولینو سره په غونډه کې د کرونا ویروس د درېیمې څپې د مخنیوي په موخه د لارو چارو په اړه بحث او خبرې کړې دي.
په دغه غونډه کې د عامې روغتیا وزارت د اړونده ادارو مسوولین، د ولایتونو د عامې روغتیا رییسان، د خصوصي سکتوراستازي او د روغتیایي خدمتونو وړاندې کوونکو موسسو مسوولین حاضر وو.
د عامې روغتیا وزارت سرپرست په ګاونډیو هېوادونو او په تیره بیا هند کې د کرونا له امله د رامنځ ته شوي بحران په اړه اندیښنه وښوده او زیاته یې کړه چې که څه هم په افغانستان کې د کرونا ویروس د مثبتو پیښو شمېر کم او وضعیت ترکنترول لاندې دی، خو بیا هم باید بشپړ چمتووالی ولرو چې د کرونا د درېیمې څپې د راتګ مخه ونیول شي.
ښاغلي مجروح همدا راز له اړونده ادارو وغوښتل چې د موجوده وضعیت د څیړنې په موخه یو څارونکی ټیم جوړ کړي ترڅو په کورونو کې د کرونا د ناروغانو د درملنې په موخه د کلنیکي ډلو د جوړولو، د عامه پوهاوي برنامو د پیاوړتیا او اړتیاوو ته په پام سره د روغتیایي مرکزونو د سمبالتیا په موخه اقدام وکړي.
په دغه ناسته کې د وزارت تخنیکي کمیټو او د ولایتونو د عامې روغتیا رییسانو د کرونا ویروس د درېیمې څپې د مخنیوي په موخه د خپلوکارونو، ستونزو، تدابیرو او اړتیاوو په اړه رپوټونه وړاندې کړل.