د کرونا په اړه د عامې روغتیا وزارت تازه خبرداری!

نجیب مایار
د کرونا په اړه د عامې روغتیا وزارت تازه خبرداری!

د عامې روغتیا وزارت وایي افغانستان ته د کرونا ویروس له راتلو را په دیخوا په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر ترټولو لوړې کچې ته ورسېد.

 د عامې روغتیا وزارت سرپرست وحید مجروح وایي که څه هم په نیوکه، غوښتنه، خواهش او خبرداري هیچا غوږ ونه ګراوه، خو بیا هم خبرداری ورکوم چې په هېواد کې د کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر ترټولو لوړې کچې ته رسیدلی دی.

ښاغلي مجروح د جمعې په ورځ په خپل فیسبوک پاڼه لیکلي چې د کرونا ویروس په لومړۍ څپه کې په یوه ورځ کې د کرونا ناروغانو لوړ شمېر ۹۱۵ کسان وو، خو اوس ۹۷۷ ته رسیدلی دی.

مجروح لیکلی:« اوس انتخاب له تاسو سره دی، د ځان، کورنۍ او ټولنې د روغتیا کیلي هم له تاسو سره ده.»

 د عامې روغتیا وزارت سرپرست سپارښتنه کوي چې د امکان ترحده په کور کې پاتې شئ، ټولنیزواټن رعایت، ماسک واغوندی او لاسونه په پاکو اوبو او صابون ومینځئ!

دا په داسې حال کې ده چې د عامې روغتیا وزارت د جمعې پر ورځ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې  په تېرو څلورویشتو ساعتونو کې په هېواد کې د کرونا ویروس ۹۷۷ مثبت پېښې ثبت شوې دي.

دا پیښې په کابل، هرات، کندهار، بلخ، ننګرهار، تخار، بغلان، کندز، نیمروز، فاریاب، میدان وردګ، پروان، بدخشان، کاپیسا، لوګر، غزني، لغمان، پنجشیر، زابل، ارزګان، خوست او نورستان ولایتونو کې ثبت شوې دي.

دا پيښې ترټولو ډېرې ۳۵۰ په کابل کې ثبت شوې دي، په دې سره په هېواد کې په کرونا ویروس د ټولو اخته کسانو شمېر۷۰ زره ۱۰۷ کسانو ته رسیږي.

د وزارت خبرپاڼه وایي په دې موده کې د کرونا ویرو له امله ۱۸  کسان مړه شوي دي.

 په افغانستان کې د کرونا ویروس د خپرېدو له ورځې تراوسه ټول ۲۸۹۹ کسان مړه شوي دي.

 په تېرو څلورویشتو ساعتونو کې ۱۵۷ کسان له کرونا څخه تر رغېدو وروسته له روغتون رخصت شوي دي، په دې سره په هېواد کې له کرونا ویروس څخه د روغو شویو کسانو شمېر۵۷ زره او ۱۱۹ ته ورسېد.

که څه هم د عامې روغتیا وزارت د نړیوالو په تیره بیا هندوستان او چین په مرسته د کرونا ضد واکسین لومړی پړاو پيل کړی و، خو اوس دغه وزارت وایي چې واکسین خلاص شوي او نور تراوسه نه دي رارسیدلي.