خپلواک: ځینو سیاستوالو او جریانونو د جمهوریت صف له طالبانو ډېر کمزوری کړی

نجیب مایار
خپلواک: ځینو سیاستوالو او جریانونو د جمهوریت صف له طالبانو ډېر کمزوری کړی

د افغانستان د جمهوررییس ځانګړی استازی محمد اکرم خپلواک وایي د سیمې او نړیوالې ټولنې له تضمین پرته به هرډول معامله د تلپاتې سولې او ثبات لامل نشي.

محمد اکرم خپلواک چې د پنجشنبې په ورځ یې کابل کې د سولې په اړه یوې غونډې ته خبرې کولې وویل چې د سولې په برخه کې لاتراوسه هم ډېرڅه له ملت پټ ساتل شوي او ډېرڅه چې باید خلکو ته روښانه وي نه دي روښانه شوي.

ښاغلي خپلواک وویل چې جمهوررییس په دې برخه کې خپل مسوولیت ادا کړی او هرڅه یې روښانه کړي دي.

د جمهوررییس ځانګړي استازي وویل:« متاسفانه چې د نړیوالو تر اغېزلاندې راغلي یو چې د سولې نړیوال اړخ ته پام زیات دی، خو هغه څه چې ملت پورې اړه لري وضاحت نشته، ولسمشرپه دې اړه خپله طرحه وړاندې کړې ده چې هغه د یوه واحد، مستقل، اسلامي، متصل او دموکرات افغانستان غوښتونکی دی.»

د هغه په وینا د افغانستان جګړه سیمه ییز او نړیوال اړخونه لري او باید د سولې په اړه د هرډول معاملې او هوکړې سیمه ییز او نړیوال تضمین موجود وي له دې پرته به هرډول معامله د تلپاتې سولې لامل نشي:« له سیمې او د سیمې له هېوادونو د سولې د ملاتړ غوښتنه کوو، ځکه چې که بیا هم دا لاسوهنه دوام ولري نو تلپاتې ثبات امکان نلري، د سیمې هېوادونه او د امنیت شورا باید په دې برخه بحث او تضمین وکړي، همداسې نړیواله ټولنه خپل مسولیت باید ادا کړي ځکه دا جګړه بهرنۍ ده، ترهګرې شبکې بهرنۍ دي، نو نړیواله ټولنه باید خپل مسوولیت ادا او تضمین ولري.»

د جمهوررییس ځانګړي استازي وویل د سولې د ټینګښت په موخه  ولسمشر د خپلې انتخابي دورې د لنډولو او سولې حکومت هم ومنل، خو په دې برخه کې باید تضمین موجود وي.

نوموړي په یو شمیر سیاستوالو او سیاسي جریانونو هم نیوکه وکړه چې د لنډمهاله او نورو حکومتونو او ولسمشر د استعفا غوښتنه کوي:« دوی له دې پرته چې تضمین موجود وي د لنډمهاله ادارې او ولسمشر د استعفا غوښتنه کوي، متاسفانه د جمهوریت صف  د طالبانو په پرتله ډېر دغو سیاستوالو او جریانونو کمزوری کړ.»

د جمهوررییس غني دا استازی وایي په وروستیو کې د سولې په اړه  وضاحتونه را روان دي چې د دې موضوع ټول اړخونه به روښانه او د سولې ټکنې بهیر به بیا چټکتیا ومومي.

د حکومت دغه لوړپوړی مسوول په داسې حال کې د سولې په برخه کې د نویو پرمختګونو یادونه کوي چې د سولې خبرې له څه مودې را په دیخوا په ټپه درېدلي او جګړې له ولسوالیو څخه ښارونو ته رسیدلې دي.