د ملي امنیت سلاکاروایي لنډمهالې سولې راوستلو پرځای باید پرداییمي ثبات کار وشي او د جګړې عوامل وموندل شي.
حمدالله محب د یکشنبې په ورځ د «امن او ثبات» په کنفرانس کې په خبرو کې وویل چې د سولې په برخه کې ښه فرصت رامنځ ته شوی او باید د خلکو د هوساینې په موخه د راتلونکو پنځوسو کلونو لپاره برنامې جوړې کړو.
ښاغلي محب د افغانستان امنيت او ثبات د سيمې د هېوادونو پر امنيتي وضعيت خورا اغېزناک وباله.
دا کنفرانس د افغانستان د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت له خوا جوړ شوی دی چې د ډیورنډ کرښې د بلې غاړې یو شمېر سیاستوالو او فرهنګیانو هم په کې ګډون کړی دی.
د سرحدونو او قبایلو چارو وزیرمحب الله صمیم وایي د دې کنفرانس هدف د ډيورنډ کرښې دواړو غاړو ته د امن او سولې راوستل دي.
صمیم وویل:« موږ باید د دې لاره ومومو چې د کرښې دواړو غاړو ته ولسونه، جوماتونه، هديرې، جنازې او د خلکو ژوند او ارزښتونه وساتل شي.»
په کنفرانس کې د ډېورند کرښې د پورې غاړې ګډونوالو له ډلې د عوامي نيشنل ګوند مرستیال غلام محمد بلور وويل د افغانستان په روانه جګړه کې ټول دیني او فرهنګي ارزښتونه ترپښو لاندې کیږي.
بلور وویل:« روانه جګړه له بهره تمويلېږي او داسې لاسونه يې تر شا دي چې زموږ د خاورې او ارزښتونو له حساسيتونو سره بېپروا او نابلده دي.»
د ولسمشر د ملي امنیت سلاکار وویل د امن او ثبات د کنفرانس پرېکړه لیک به يو مفصل لارښود وي چې په عملي کیدو سره یې په سيمه کې تلپاتې سوله او ثبات يقيني کیدای شي.