هېواد کې د چرګانو څه باندې ۲۶۱ زره ټنه غوښه تولید شوې ده

صبح کابل
هېواد کې د چرګانو څه باندې ۲۶۱ زره ټنه غوښه تولید شوې ده

په افغانستان کې د چرګانو ۹ زره او ۲۴۷ لوی او کوچني فارمونه فعالیت کوي.

د کرنې مالدارۍ او اوبو لګولو وزارت وایي په دې کې ۳ زره او ۵۲۰ فارمونه د غوښینو چرګانو او ۵ زره ۷۲۳ نور یې د هګیو او تکثیري فارمونه دي.

د کرنې او مالدارۍ وزارت ویاند اکبر رستمي صبح کابل ورځپاڼې ته وویل:« کابل د دوه زره او ۷۳ فارمونو په لرلو سره د هګیو د چرګانو ترټول ډېرفارمونه لري چې ورپسې پکتیا، لوګر او هرات ولایتونه په ترتیب سره د هګیو اچوونکو چرګانو د فارمونو شمېر ډېر دی.»

ښاغلی رستمي وایي د غوښینو چرګانو د فارمونو شمېر بیا ترنورو ولایتونو په کندهار کې ډېر دی، هلته ۱۱۰۰ دا ډول فارمونه فعالیت کوي.

د کرنې وزارت د شمېرو له مخې وروسته ننګرهار، فاریاب، بلخ، فراه، هرات او لغمان په ترتیب سره د غوښینو چرګانو ډېرفارمونه لري.

په هېواد کې د چرګانو د نورو فارمونو په پرتله د تکثیري چرګوړو فارمونه لږ او یوازې په کندهار او بلخ کې څلور دا ډول فارمونه فعال دي.

افغانستان په ۱۳۹۹ه ل کال کې د ۲۶۱ زره او ۴۸ ټنه د چرګانو غوښه تولید کړې چې په ترتیب سره ډېره یې په کابل، هرات، ننګرهار، تخار، کندهار، بلخ، هلمند او فراه ولایتونو کې تولید شوې ده.

 د کرنې او مالدارۍ وزارت د مالوماتو له مخې کابل د ۴۷ زره او ۱۱۰ ټنه د چرګانو غوښې په تولیدولو سره د ټولو ولایتونو په سر کې دی.

د کرنې اومالدارۍ په وزارت کې مسوولین وایي افغانستان د چرګانو د پالنې په برخه کې پرځان بسیاینې ته نیژدې شوی دی.