د میدان وردګو ولایت د سیدآباد په ولسوالۍ کې په یوه کور د هاوان مرمۍ د لګېدو په پیښه کې دوو کسانو ژند له لاسه ورکړی او پینځه نورټپیان دي.
دا پیښه د شنبې په ماښام د سیدآباد ولسوالۍ د شنیز درې په «اوتړي» کلي کې شوې ده.
د دې سیمې یو اوسیدونکی کمیاګل حمیدي وایي: « دا برید له روژه ماتي پینځه دقیقې مخکې وشو، چې حاجي شیرآغا له دوو ماشومانو سره ژوند له لاسه ورکړ او دوه زامن، یوه مېرمن او یوه لور یې ټپیان کړل.»
د سیدآباد ولسوالۍ یو شمېر اوسیدونکي د اعتراض په توګه د والي دفتر ته ورغلي وو وایي د هاوان مرمۍ د حاجي شیرآغا په نامه د یو کس په کور لګیدلې ده.
دوی وایي په پیښه کې حاجي شیرآغا له دوو زامنو سره ژوند له لاسه ورکړی، د هغه مېرمن، دوې لوڼې او یو زوی یې ټپیان شوي دي.
دغو کسانو د میدان وردګ له والی عبدالرحمان طارق څخه غوښتي چې دا پیښه جدي وڅیړل شي.
د میدان وردګو د والي ویاند وایي والي اړونده ارګانونو ته د دې پیښې د څرنګوالي د څیړنې سپارښتنه وکړه.
د والي له دفتره خپور شوی بیان وایي:« والي د یوه پلاوي د ګومارلو سپارښتنه وکړه چې پیښه په هراړخیزډول وڅیړي او که امنیتي کسان په دې پیښه کې ښکیل وي د قانون په چوکات کې ورسره چلند وشي.»
د ولسي جرګې غړي خان محمد وردګ د پیښې قربانیان بیګناه، بې دفاع او ملکي خلک بللي او وایي مسوولین د داډول پيښو په مخنیوي کې پاتې راغلي دي.
ښاغلی وردګ وایي:« زه په خپل ټول توان سره د وروستۍ پیښې په اړه د عدالت د پلي کیدو لپاره هڅې کوم، هیله لرم، ولسونه هم په متحدانه او مدبرانه شکل عمل وکړي. ټول به په ګډه د مظلوم غږ اوچتوو.»
د سیمې اوسیدونکي وایي دا لومړی ځل نه دی چې داسې پیښې کیږي او محلي مسوولین یې د څیړنو ژمنه کوي، بلکې تردې وړاندې هم داسې ژمنې شوې، خو عملي شوې ندي.
څه موده وړاندې په چک ولسوالۍ کې هم د ملي اردو د سرتیرو له خوا د ښوونځي یو ښوونکی په عامه لار کې په ډزو وژل شوی و چې محلي مسوولینو دا ډول ژمنه کړې وې، خو تراوسه یې پایله نه ده اعلان شوې.