د اقتصاد وزارت: د روان مالي کال په لومړیو درېیو میاشتو کې د ۹ پروژو کار بشپړشوی

صبح کابل
د اقتصاد وزارت: د روان مالي کال په لومړیو درېیو میاشتو کې د ۹ پروژو کار بشپړشوی

د افغانستان د اقتصاد وزارت وایي په روان مالي کال کې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د ۹ پروژو چارې بشپړې شوې او د ۳۸۹ نورو پروژو کارونه پیل شوي دي.

د اقتصاد وزارت ویانده نوریه نزهت صبح کابل ورځپاڼې ته وویل: په دې پروژو کې د ساختماني موادو لابراتوارونه، د ښوونځیو ودانۍ، د درمسال خونه، د څښاک د پاکو اوبو لسګونه څاګانې، د اوبو د سرچینو پروژې، له اوزبیکستان څخه هېواد ته د بریښنا مزي لیږدول، د هوایي ډګرونو له پاره د اوروژنې وسایلو پیرودل، د ځغاستلیکې جوړول، کرنیزې برنامې، د ښځو له پاره د مارکیټ جوړول، د ښځو او کوچیانو ځواکمنول او نور شامل دي.

نزهت وایي:« د اقتصاد وزارت د یوه تحلیلي رپوټ پایله ښیي چې په روان مالي کال کې د طبیعي سرچینو او زیربنایي سکتور، پوهنې، کرنې، کلیو بیارغونې او روغتیا ته لومړیتوب ورکړل شوی او په منځني ډول په لومړیو درېیو میاشتو کې د کارپرمختګ څلورسلنه ښودل شوی دی.»

د اقتصاد وزارت وایي دولت د خپلو پرمختیایي برنامو د پلې کولو په موخه په ۱۴۰۰ مالي کې ۵۴۸ پرمختیایي پروژې تصویب او منظور کړې چې ټوله بودجه یې ۱۵۷،۸۲ میلیارد افغانیو ته رسیږي چې له دې ډلې یې ۸۵،۷۲ میلیارده افغانۍ اختیاري او ۷۲،۱۰ میلیارده نوره غیر اختیاري بودجه ده.

د اقتصاد وزارت وایي د دولت موخه داده چې په پرمختیایي پروژو کې په پانګونې سره خلکو ته د کار زمینه برابره ، د بې وزلۍ کچه ټیټه او د متوازن انکشاف او ټولنیزعدالت د ټینګښت په موخه د دولت لویو ستراتیژیکو موخو ته د رسیدو لاره هواره کړي.