د کرونا ناروغانو له پاره ۶ زره بسترونه چمتو کیږي

نجیب مایار
د کرونا ناروغانو له پاره ۶ زره بسترونه چمتو کیږي

د کابل په قصبه کې د کووید ۱۹ دوهم نمبر سل بستریز روغتون پرانیستل شو. دا روغتون د ښار په پینځلسمې ناحیه کې جوړ شوی چې له افغان ـ جاپان وروسته دوهم نمبر سمبال روغتون دی.

 د عامې روغتیا وزارت سرپرست وحید مجروح د روغتون د پرانیستې پروخت وویل: چې دا دوه روغتونونه، د جناج روغتون او د افغانستان ـ اندونیزیا د دوستۍ پولیکلینیک د کرونا ناروغانو ته ځانګړې شوي دي.

 ښاغلي مجروح وویل د عامې روغتیا وزارت په پام کې لري چې په ټولو ولایتونو کې د کرونا ناروغانو له پاره شپږ زره بسترونه جوړکړي.

د عامې روغتیا وزارت سرپرست د کرونا ویروس د خپرېدو په ډېروالي اندیښنه وښوده او خبرداری یې ورکړ چې که دا ویروس خلک بابیزه وبولي او روغتیایي سپارښتنې په پام کې ونه نیسي له یوه جدي بحران سره به مخ شو.

د عامې روغتیا وزارت وایي په شپاړسو ولایتونو کې د تحصیلي او تعلیمي بنسټونو په رخصتېدو سره د اته میلیونه کسانو د ټولېدو مخه نیول شوې ده.

د عامې روغتیا وزارت په غوښتنه حکومت د شنبې له ورځې پيل د دوو اونیو له پاره په شپاړسو ولایتونو کې دولتي او خصوصي پوهنتونونه او د لوړو زده کړو موسسې، ښوونځي او ښوونیز کورسونه رخصت کړل.