ننګرهار د کبانو روزنې په برخه کې ښه ظرفیتونه شته. د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي په دغه ولایت کې د کبانو د روزنې شاوخوا ۲۰۰ فارمونه فعالیت کوي چې هرکال څلورپنځوس ټنه د کبانو غوښه تولیدوي، خو لاهم په دې اندازه د کبانو غوښه د دغه ولایت له پاره کافي نده.
محلي مسوولین وایي دغه ولایت کې د کال ۹۰۰۰ ټنه کبانو ته اړتیا ده چې اوسني تولید ته په پام سره باید ۸۹۴۶ ټنه نوره کموالی ښیي.
د ننګرهار د کرنې او مالدارۍ ریاست وایي د کال په هغه موسم کې چې د کبانو د غوښې مصرف ډېروي،ننګرهار ته هره ورځ ۲۶ ټنه او په عادي ورځو کې ۸.۵ ټنه د کبانو غوښه له پاکستان او نورو سیمو وروړل کیږي.
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رياست د معلوماتو له مخې د کبانو په برخه کې خودکفايي لپاره بايد په دغه ولایت کې نويو فارمونو ته ځمکه ورکړل شي، ترڅو د ۸.۳ ميلیونه ډالرو په پانګونې سره دا ستونزه حل او له بهر څخه د کبانو واردولو مخنيوی وشي.
د محلي مسوولینو د مالوماتو له مخې اوس په دغه ولایت کې د کبانو روزنې برخه کې څلور سوه کسان په کار بوخت دي؛ چې که خودکفايۍ په موخه پانګونه وشي؛ نو ۳۱ زره کسانو ته به د کار زمينه برابره شي.
په دغه ولايت کې د کابل او کونړ ولايتونو سيندونو، مساعدې تودوخې او د خلکو سوداګريزي لېوالتیا د کبانو روزنې لپاره زمينه برابره کړې ده.
په دې برخه کې یو شمېر پانګوال وایي که یې ستونزې حل شي نو په دې برخه کې به د پانګونې کچه لوړه او ګڼو کسانو ته به د کار زمینه برابره شي.