د ملکي خدمتونو نیژدې ۵۲ زره کارکوونکو د وړتیا لوړونې برنامه پیلیږي

صبح کابل
د ملکي خدمتونو نیژدې ۵۲ زره کارکوونکو د وړتیا لوړونې برنامه پیلیږي

په روان کال کې به زرګونه دولتي اود ملکي خدمتونو کارکوونکو ته روزنه ورکړل شي. د اقتصاد وزارت وایي په دغه برنامه کې د ۴۴ وزارتونو او دولتي ادارو له خوا د وړتیا لوړونې  یوزر او ۷۱۲ برنامې عملي کیږي.

د اقتصاد وزارت ویانده نوریه نزهت وایي له دې برنامې به ۵۱ زره او ۸۰۰ دولتي کارکوونکي چې ۱۷ زره او ۹۳ یې ښځې دي ګټه پورته کړي.

 نزهت وایي په دې کې د حکومتولی، کرنې او اقتصادي چارو، صنعت او سوداګرۍ، انرژۍ او کانونو، ترانسپورت، مخابراتو، کورجوړولو ، ټولنیزو چارو او معارف او فرهنګ په برخو کې روزنه ورکړل شي.

په دې کې به یوزر او ۱۲۵ برنامې د دولتي ادارو او ۵۸۷ نورې د همکارو بنسټونو له خوا تطبیق شي.

د اقتصاد وزارت ویانده وایي له دې ډلې به  ۱۰۳۱ برنامې د د دولتي ادارو له بودجې او ۶۸۱ نورې د همکارو بنسټونو له خوا تمویلیږي.

د اقتصاد په وزارت کې مسوولین وایي په دې برنامو کې ۷۱۹ مسلکي، ۸۱۲ مدیریتي، ۱۰۷ د لوړو زده کړو،۴۲ د کمپوټر او ۳۲ نورې د بهرنیو ژبو زده کړه ده.

 په ۱۴۰۰ مالي کال کې ډېر لومړیتوب په ولایتونو کې د دولتي ادارو د کارکوونکو د وړتیا لوړول ټاکل شوي دي.

له دې برنامو څخه به یوزر او ۴۶۳ په هېواد کې د ننه او ۲۴۹ نورې به له هیواده بهر عملي شي.