د افغانستان-پاکستان سوداګریز او ترانزیتي تړون وغځول شو

صبح کابل
د افغانستان-پاکستان سوداګریز او ترانزیتي تړون وغځول شو

د افغانستان او پاکستان ترمنځ سوداګریز او ترانزیتي تړون درې میاشتې وغځول شو. د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي دا تړون پرون د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزیر نثاراحمد غوریاني او پاکستان د لومړي وزیر د اقتصاد او پانګونې د سلاکار رازق داوود ترمنځ په انلاین ناسته کې غځول شوی دی.

د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي دا تړون «اپټا» د ۲۰۲۱ کال د فبرورۍ له ۱۱مې د همدې کال د مې میاشتې تر ۱۱ مې پورې غځول شوی دی.

ښاغلي غوریانې ویلي:« د اپتا تړون د غځولو موخه داده چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ او ترانزیت په برخه کې قانوني تشه له منځه لاړشي.»

د صنعت او سوداګرۍ وزیر وایي د دواړو هیوادونو د تخنیکي ډلو له خوا  د اپټا تړون پر تعدیل د نړیوال سوداګریز سازمان د معیارونو سره سم کار روان دی، چې نږدې راتلونکي کې به د دواړو هیوادونو ترمنځ د سیمه ایز پیوستون په لړکې د دوه اړخیزه او سیمه ایز، ترانزیټ ،سوداګرۍ او اقتصادې ودې اړیکي لاپراختیا ومومي.

د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي د پاکستان د لومړي وزیر سلاکار رازق داوود د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ، ترانزیت او اقتصادي اړیکو د پراختیا غوښنه کړې ده.

د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ او ترانزیتي تړون«اپتا» په ۲۱۰م کال کې لاسلیک شوی دی.

دواړه هېوادونه خپله سوداګري معاملې د همدې تړون له مخې پرمخ وړي او پاکستان کولای شي د افغانستان له لارې خپل سوداګریز توکي منځنۍ آسیا هېوادونو ته صادروي.

 همدا راز افغانستان کولای شي د همدې تړون پربنسټ د پاکستان له لارې هند او نورو هېوادونو ته صادرات وکړی.  کابل او اسلام آباد غواړي په دغه تړون کې د نړیوالو معیارونو سره سم سمون راولي.