ختیځ ولایتونه د ستروسو کورنۍ د مېوو ترڅنګ د شفتالو د بڼونو له پاره هم مناسب اقلیم لري. د افغانستان د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت وایي په ننګرهار، کونړ او لغمان ولایتونو کې به سږکال د شفتالو له بڼونو څخه ۸ زره او ۸۴ ټنه حاصل ترلاسه شي.
د هېواد د نورو ولایتونو په پرتله په ختیځو ولایتونو کې د شفتالو د بڼونو شمېر هم ډېر دی.
د کرنې او مالدارۍ وزارت ویاند اکبر رستمي وایي: په ننګرهار کې په ۳۰۶۹ جریبه ځمکه ، په کونړ ولایت کې په زر جریبه ځمکه او په لغمان کې ۴۶۰ جریبه ځمکه د شفتالو بڼونه جوړ شوي دي.
ښاغلی رستمي وایي په ختیځو ولایتونو کې جوړشوي بڼونه عصري دي چې موخه یې له دې لارې د بڼوالۍ پراختیا، د تازه میوو دودول او د میوې د حاصل لوړول دي.
د ننګرهار د کرنې اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د شفتالو د نویو بڼونو حاصل ته رسېدل، د ناروغیو پروخت مخنیوی او جدي پاملرنه د شفتالو د حاصل د لوړېدو لامل ګڼي.
د ننګرهار د کرنې ریاست وایي، د دې ولایت په ۱۵ ولسوالیو کې د شفتالو بڼونه جوړ شوي دي، چې یوزرو ۸۷۰ جریبه یې په حاصل راغلي دي.
په دغه ریاست کې مسوولین وایي:« د اټکل له مخې به څه باندې پینځه زره او ۵۰۰ ټنه د شفتالو حاصلات راټول شي، چې له امله به یې شاوخوا درې زره کسانو ته په مستقیم او غېرې مستقیم ډول کاري فرصت هم برابر شي.»
د ننګرهار په بهسودو، کامه، کوز کونړ، سره رود، شېرزاد، اچین، بټي کوټ، لعلپورې، خوږیاڼیو، چپرهار، ګوشتې، روداتو، دره نور، کوټ او مومندرې ولسوالیو کې د شفتالیانو ګڼ بڼونه جوړشوي دي.
په ننګرهار سربیره کونړ هم د شفتالیو ګڼ باغونه لري او هرکال سلګونه ټنه حاصل ورکوي.
د کونړ د کرنې، اوبو لګولو او مالدراۍ ریاست وایي:« د دغه ولایت په یوزرو ۱۰۰ جریبه ځمکه د شفتالو بڼونه جوړ شوي ، چې له دې ډلې ۵۵۰ جریبه په حاصل راغلي او د اټکل له مخې له یادو بڼونو به سږکال نږدې زر ټڼه حاصل راټول شي.»
د ختیځ زون بل ولایت لغمان هم د شفتالو د بڼونو په برخه کې بډای ولایت بلل کیږي.
د دغه ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي: په ۴۶۰ جریبه ځمکه د شفتالو بڼونه جوړ شوي چې د تولید کچه به یې سږکال د اټکل له مخې شاوخوا یو زرو ۵۸۴ ټنو ته ورسېږي، چې د تېر کال په پرتله زیاتوالی ښیي.
د شفتالو ډېر بڼونه په مرکز مهترلام او قرغیو ولسوالیو کې جوړ شوي دي.
د کرنې او مالدارۍ وزارت وایي له تیرو څو کلونو را په دیخوا یې هڅه کړې چې د داسې شفتالیو نیالګي دود کړي چې ژر په حاصل راځي او اوس په ډېرو ولایتونو کې دا بڼوڼه دود شوي دي.
د دغه وزارت د مالوماتو له مخې ننګرهار، کابل، فاریاب، هلمند،کندهار، میدان وردګ، بدخشان، بغلان، بلخ، کندز او پروان هغه ولایتونه دي، چې د شفتالو ډېر بڼونه په کې جوړ او ډېر حاصلات له همدغو ولايتونو راټولېږي.