ارګ: د مسکو ناستې ته ډېرکسان شخصي بلل شوي

صبح کابل
ارګ: د مسکو ناستې ته ډېرکسان شخصي بلل شوي

د افغانستان جمهوري ریاست وایي په مسکو کې د سولې په اړه جوړې شوې ناستې ته ډېر تللي کسان په شخصي ډول بلل شوي وو.

د جمهور رییس محمد اشرف غني د ویاند مرستیال دواخان مینه پال وایي دولت په هره برخه کې د ښځو مشارکت او فعالې ونډې ته ژمن دی او په دې برخه کې نیوکه پرځای ده چې د مسکو غونډې ته په تللي پلاوی کې د ښځو ګډون کم دی.

مینه پال وایي: « د ولس نیوکه پرځای ده، خو د دغه هئیت زیاتره غړو ته بلنې په شخصي ډول راغلې دي.»

نوموړی وایي حکومت په هره برخه کې د ښځو مشارکت په پام کې نیسي او دوی ته  د فعال ګډون زمینه برابروي.

په دولت له هغه وروسته د خلکو او په تېره بیا د خواله رسنیو د کاروونکو نیوکې ډېرې شوې چې د افغانستان د سولې په اړه په مسکو کې جوړېدونکې غونډې ته له افغانستان څخه په ټاکل شوي پلاوي کې یوازې یوه ښځه معرفي شوه.

د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا وایي د مسکو ناسته به د پنجشنبې په ورځ د کب په ۲۸مه د افغانستان د سولې بهیر د چټکتیا په موخه جوړه شي.

په رسنیو کې د مسکو ناستې ته د افغانستان څخه د تلونکي پلاوي خپورشوی نوملړ ښیي چې په دې شپاړس کسیز پلاوي کې یوازې حبیبه سرابي ګډون لري.

د دغه نوملړ له مخې د مسکو په ناسته کې د ملي مصالحې د عالی شورا رییس عبدالله عبدالله، پخوانی ولسمشر حامد کرزی، مارشال عبدالرشید دوستم، د ولسي جرګې رییس میررحمان رحماني، محمد کریم خلیلی، ګلب الدین حکمتیار، بابرفرهمند، معصوم ستانکزی، حبیبه سرابی، محمد علم ایزدیار، سید سعادت منصور نادری، نادر نادری، متین بیک، عبدالستارخواصي، غیرت بهیراو عبدالله خنجاني ګډون کوي.