په بې پلانه سیمو کې جوړو شویو ۴۰ زره کورونو ته د ملکیت سند ورکول

نجیب مایار
په بې پلانه سیمو کې جوړو شویو ۴۰ زره کورونو ته د ملکیت سند ورکول

 په اتو ولایتونو کې  څه د پاسه ۸۷۱ زره  غیررسمي او بې پلانه کورونه ثبت شوي دي.

د افغانستان د ښارجوړولو او ځمکو وزارت وایي دا کورونه په کابل، هرات، مزارشریف، جلال آباد، کندهار، فراه، بامیانو او نیلې ښارونو کې ثبت شوي دي.

د ښارجوړولو او ځمکو وزارت ویاند حشمت الله ناصري صبح کابل ورځپاڼې ته وویل دا هغه کورونه دي چې له پلان پرته جوړ شوي او د ښاروالیو په پلانونو کې شامل نه دي.

ناصري وایي:« تراوسه په یادو ښارونو کې ټول ۸۷۱۱۹۵ کورونه سروې او ثبت شوي او  له دې ډلې تراوسه شاوخوا ۴۰۰۰۰ کورونو ته د ملکیت سندونه ورکړل شوي دي.»

د ښارجوړولو او ځمکو وزارت د شمېرو له مخې تراوسه  ډېر دا ډول کورونه په کابل کې سروې او ثبت شوې دي.

دغه وزارت د کابل ښار په ۲۲ ناحیو او میربچه کوټ ولسوالۍ  کې د غیر رسمي او غیر پلاني کورونو د ثبتولو په لړ کې ۵۰۵۶۶۶ غیر رسمي کورونه سروې او ثبت کړي دي.

په همدې ډول د بلخ ولایت په مرکز مزارشریف ښار او بلخ ولسوالۍ کې هم د نارسمي او بې پلانه کورونو د سروې او ثبت بهیر پلی شوی دی.

د ښارجوړولو او ځمکو وزارت په مزارشریف ښار او بلخ ولسوالۍ کې ۹۸۶۵۶ بې پلانه او نارسمي کورونه ثبت کړي دي.

مسوولین وایي د غیر رسمي او غیر پلاني کورونو د ثبتونې  پروسه په کابل، هرات، مزار شریف، جلال اباد، کندهار، فراه، بامیان او نیلی ښارونو کې پیل شوې ده.

په وروستیو دوو لسیزو کې د جګړو او نورو عواملو له امله زرګونه کورنۍ له کلیو ښارونو ته کډه شوې او هلته یې په شخصي او یا دولتي ځمکو د استوګنې  داسې کورونه آباد کړي چې د ښاروالیو په پلان کې شامل نه دي.

اوس چې د ښارجوړولو او ځمکو وزارت د دغه کورونو د سروې او ثبت بهیر پيل کړی، د کورونو خاوندانو ته د ملکیت سندونه هم ورکول کیږي چې تراوسه تر ۴۰۰۰۰ کورونو ته دا ډول سندونه ویشل شوې دي.

د دې برنامې یوه موخه داده چې بې پلانه جوړو شویو کورونو ته د ملکیت د سند په ورکولو سربېره دا کورونه د ښاري خدمتونو تر پوښښ لاندې هم راوستل کیږي.

تراوسه دا ډول کورونه له ښاري خدمتونو او په تېره بیا د ښاروالیو له خدمتونو بې برخې و.

د ښارجوړولو او ځمکو وزارت په پام کې لري چې د کورونو د سروې او ثبت دا لړۍ په نورو ولایتونو کې هم پیل کړي او په  ښارونو کې تر بشپړېدو وروسته یې ولسوالیو ته هم وغځوي.

په دې سره به د افغانستان میلیونونه اوسیدونکي د کورونو د ملکیت سندونه ترلاسه او کورونو ته  به یې د ښاروالیو خدمتونه پراختیا ومومي.