ښوونکې: زموږ د سرپنا ستونزه به څه وخت حلیږي؟

صبح کابل
ښوونکې: زموږ د سرپنا ستونزه به څه وخت حلیږي؟

د ښوونکي نړیواله ورځ د هېواد په ګوټ ګوټ کې د غونډو او مراسمو په جوړولو سره ونمانځل شوه. ښوونکي او په تېره بیا هغه ښوونکې د خپل کار پروړاندې د ستونزو او دولت له خوا د شویو ژمنو په نه عملي کیدو نیوکه کوي چې په لیرې پرتو سیمو کې دنده لري. که څه هم د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د ښوونکو ستونزې یوشان دي، خو په ولایتونو کې بیا د ښځینه ښوونکو پروړاندې ستونزې څو برابره دي.

د پکتیا په مرکز ګردیز ښار کې ښوونکې وایي  معاشونه یې کم دي او ډیر ښوونکې په کرايي کورونو کې ژوند کوي، چې له اقتصادي ستونزو سره مخ دي، دوی وایي دولت باید له ښوونکو سره د کورونو د ویش په برخه کې خپله څو کاله مخکینۍ ژمنه پوره کړي.

په ډېرو سیمو کې د ښوونکي ورځې په سمبولیک ډول د ګلونو د ګیډیو په ویشلو نمانځل کیږي، خو بنسټیزو ستونزې یې پرځای پاتې دي.

په ګردیز کې د نجونو د یوه ښوونځي ښوونکې وایې : « دلته ښوونکې په ډېرو سختو شرایطو کې ژوند کوي، امنیت نشته، ترانسپورت نشته، معاشونه کم دي هیڅ اړتیاوې نه شي پوره کولای.»

 حفیظه او بصیره چې د نجونو په یوه ښوونځي کې تدریس کوي وایي مسوولین هرکال یوازې ژمنې کوي، خو یوه هم نه ده عملي شوې.

دوی وایي: « ولایتي مسوولینو ژمنه کړې وه چې یو یو کوربه درکړو، خو هیڅ نه دي شوي.»

د پکتیا د پوهنې ریاست وایي د تېر په پرتله د ښوونکو یو څه ستونزې حل شوې او د پوهنې بهیر هم ښه شوی دی.

د پکتیا د پوهنې رییس کوچي ځاځی وایي د معاشونو او کورونو ستونزه عمومي ده او هڅه کیږي چې حل شي، خو د نورو ستونزو په حل کې ترکومه چې په دوی پورې اړه لري حل شوې، خو ځینې ناسم دودونه دي چې د ښځینه زده کوونکو او ښوونکو پروړاندې یې ستونزې جوړې کړې چې باید خلک یې په حل کې همکاري وکړي.

ځاځی وایي په ځینو ولسوالیو کې چې ښوونځي ودانۍ نه درلوده دوی جوړې کړې، خو لاهم نجونې ښوونځي ته نه ځي.

بلخوا د ولسي جرګې یوه غړې نسیمه نیازۍ وایي وکیلانو د پوهنې له وزارت او دولت سره د ښوونکو د ستونزو د حل په موخه خپلې هڅې روانې ساتلې دي،

د پکتیا اوسیدونکي وایي ستونزه یوازې د ښوونکو نه ده بلکې زده کوونکې هم په ډېرو سیمو کې له ستونزو سره مخ دي. دوی وایي په دغه ولایت کې د نجونو ډېر ښوونځي د طالبانو له خوا تړل شوې دي. دا کسان وایي د بیلګې په توګه د پکتیا په زرمت ولسوالي کې د نجونو دیارلس ښوونځي له شاوخوا پینځو کلونو راهیسې وسله والو طالبانو تړلي دي.

د افغانستان د پوهنې وزارت د شمېرو له مخې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې له اتیا زرو ډېرې د استوګنې نمرې پرښوونکو ویشل شوې دي.