د هېواد جمهور رییس محمد اشرف غني وایي د سولې په برخه کې د امریکا متحده ایالاتو له عجلې منندوی دی، خو عادلانه او تلپاتې سولې ته د رسيدو لپاره د احساساتو پرځای د واقعیتونو پربنسټ مخکې ځي.
ښاغلي غني وویل:« پایداره او عادلانه سولې ته د رسېدو لپاره حکومت لارنقشه لري چې د هغې پراساس مطلوبې موخې ته چې ملي حاکمیت، جمهوریت، ملي وحدت، بې طرفي، اتصال، عادلانه او پایداره سوله ده، رسېږو.»
جمهور رییس غني چې د سه شنبې پر ورځ یې د بهرنیو چارو په وزارت کې یې ”د خارجي سیاست لومړیتوبونه او د هېواد د ډيپلوماسۍ دستګاه کې اصلاحات“ تر نامه لاندې سمینار ته خبرې کولې یوځل بیا ټینګار وکړ چې له ټاکنو پرته به هیڅ ځای ناستي ته د واک لیږدولو ته حاضرنشي.
جمهور رییس وویل:« که طالبان همدا سبا هم انتخاباتو ته حاضر وي، موږ تیار یوو، خو له ټاکنو پرته خپل ځایناستي ته د واک لېږد ته حاضر نه یم. ۴۲ کاله جګړه بس ده او موږ هم د نورې نړۍ په څېر د ژوند کولو حق لرو.»
جمهوررییس په دغه سمینار کې د بهرني سیاست لومړیتوبونه او د افغانستان د بهرني سیاست پنځو حلقو، د سولې پروسې او د آسیا په څلورلارې د هیواد بدلولو په اړه ګډونوالو ته معلومات ورکړل.
هغه د ډیپلوماسۍ انسټېټیوټ نوې ودانۍ هم پرانیسته او د محمد موسی شفیق د ډيپلوماسۍ انسټېټیوټ په نامه یې ونوموله.
جمهور رییس غني د بهرنیو چارو وزیر او یو شمېر لوړپوړو دولتي مقاماتو یې ملتیا کوله، د نوي لمریز کال په مناسبت د بهرنیو چارو وزارت په انګړ کې یو نیالګی هم کیناوه.
ښاغلي غني په داسې حال کې د سولې بهیر په اړه دا څرګندونې کوي چې په پام کې ده د چهارشنبې په ورځ د افغاشنستان د سولې په اړه په مسکو کې یوه ناسته جوړه شي. په دې ناسته کې د ګډون له پاره د دولت استازي، سیاسي مشران، د طالبانو پلاوی او د امریکا ځانګړی استازی ګډون وکړي.
دې ناستې ته د افغانستان دولت له خوا د یوې ښځې په ګډون شپاړس کسیز پلاوي معرفي شوی دی.
په ورته وخت کې طالبانو هم د دوشنبې په ورځ په دغه ناست کې د خپل لس کسیزپلاوي د ګډون چمتو والی وښود.