لغمان کې جګړې بېځایه کړې کورنۍ له ستونزو سره مخ دي. دا کورنۍ چې شمېر یې زرګونو ته رسیږي په وروستیو کې د لغمان په مرکز او ولسوالیو کې د جګړو له امله د خپلو کورونو پریښودلو ته اړې شوې دي.
له علیشنګ، الینګار او دولت شاه ولسوالیو راکډه شوې کورنۍ چې په مهترلام کې ځای پرځای شوې وایي په دې سره ګرمۍ کې له سرپنا پرته پراته دي.
د دغو کورنیو استازی عبدالله خان وایي:« ګرمي ده لوږه ده ، تنده ده، هېڅ مرسته راسره نه ده شوې.»
نوموړی وایي:« په کور مې هاوان ولګېد له خپلې کورنۍ سره یو سر او دوه غوږه راوتلي یو، هرڅه رانه پاتي دي، نه سرپنا لرم او نه د خوړو له پاره څه.»
په ورته وخت کې په لغمان کې د کډوالو او راستنېدونکو چارو ریاست وایي د دوی سروې روانه ده چې تربشپړېدو وروسته به مرستې ورسره وشي. د لغمان د کډوالو او راستنېدونکو چارو رییس شاکرالله وایي تراوسه له ۵۰۰ کورنیو سره د اړتیا وړ توکو مرسته شوې او له نورو سره به هم وشي.
په لغمان کې محلي مسوولین وایي تراوسه د جګړې له امله مهترلام ته ۲۵۰۰ کورنۍ را کډه شوې چې بیړنیو مرستو ته اړتیا لري.
وسله والو طالبانو د روان کال د غویي میاشتې په وروستیو ورځو کې په لغمان کې په الینګار، علیشنګ او دولت شاه ولسوالیو کې بریدونو ته زور ورکړ چې یو شمېر امنیتي پوستې یې هم ونیولې.
د وسله وال پوځ لوی درستیز چې د غبرګولي په لومړۍ نیټه د دغې جګړې د کابو کولو په موخه لغمان ته تللی و اعلان وکړ چې طالبانو بریدونه یې مات کړي او لسګونه وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
که څه هم له هغه نیټې اوس نیژدې دوې اونۍ تیرې شوې، خو لاهم په نوموړو سیمو کې جګړه او وسله وال بریدونه دوام لري او د جګړې له امله له بیځایه شویو کورنیو سره لا مرسته نده شوې.
یاده دې وي چې د لغمان والي رحمت الله یارمل دوې ورځې وړاندې رسنیو ته ویلي و چې په دغه ولایت کې له بیځایه شویو کورنیو سره د بیړنۍ مرستې د ویش بهیر پیل شوی او په دغه بهیر کې به له ټولو بیځایه شویو کورنیو سره مرسته وشي.