نبیل: طالبان غواړي د لویو لارو کنترول ترلاسه کړي

صبح کابل
نبیل: طالبان غواړي د لویو لارو کنترول ترلاسه کړي

د ملي امنیت پخوانی رییس رحمت الله نبیل یوځل بیا پرحکومت نیوکه کړې چې په وینا یې پرغلطو سیاسي معاملو بوخت دی.

ښاغلي نبیل پر خپل ټویټر لیکلي چې له افغانستان څخه د بهرنیو سرتیرو په وتلو سره طالبان کوښښ کوي چې  د لویو لارو کنترول ترلاسه کړي.

نبیل لیکلي:« طالبان کوښښ کوي چې د بهرنی قواوو د وتلو تر پای پورې (چې ممکن د دې کال د جولای په لومړیو کې به بشپړ شي)، دکابل د لویو سړکونو/لارو (اقتصادي شریانونو) کنټرول ترلاسه کړي؛  دا په داسې حال کې ده چې حکومت په غلطو سیاسي معاملو بوخت دی!.»

د حکومتي سیاستونو دغه منتقد سیاستوالو ته په خطاب کې ویلي:«روانه جګړه دې د ستراتیژیک او ژورلید له نظره وګوري او د ځان د غوښتنو پر ځای دې د هېواد د ژغورنې هوډ وکړي.»

هغه وایي که داسې ونشي نو د افغانستان ستونزې په لا ډېرې شي.

نوموړي دا څرګندونې داسې مهال کړې چې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د وتلو بهیر دوام لري او ټاکل شوې ده د روان کال د سپټمبر میاشتې تر ۱۱مې ټول بهرني ځواکونه له افغانستان څخه ووځي.