د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح وایي د خپلو خلکو په برخلیک به هیڅکله معامله ونه کړي. صالح چې د دوشنبې په ورځ یې د مارشال فهیم د اووم تلین په مراسمو کې خبرې کولې ولسمشر غني ته د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر د وروستي لیک په اړه وویل چې دا لیک یې ترلاسه کړی او که طالبان ورسره د ټاکنو د اصل پرسر هوکړې ته ورسیږي، کولای شي د ټاکنو د نیټې پرسر خبرې وکړي.
صالح وویل چې آمرانه سوله نه غواړي اونه به یې ومني او طالبان هم باید د حذف سیاست پای ته ورسوي.
د ولسمشرلومړي مرستیال وویل : هغه معاملې ته به هیڅکله حاضرنشي چې د افغانستان له خلکو نظام، لاس ته راوړنې او د رایې حق واخلي.
هغه وویل:« غوره ګڼم چې د طالب او پاکستان مرمۍ په سینه وخورم، خو په هېڅ قیمت د ولس پر سر معاملې ته چمتو نه یم.»
د دولت دغه لوړ پوړي مقام وایي له لویدیځ سره د افغانستان دولت اړیکه د متقابلو گټو ده او د درناوي په بنسټ ده.
هغه وویل امریکا حق لري د خپلو دو درېیو زرو سرتیرو د برخلیک په اړه لسګونه لارې چارې ولټوي، خو موږ هم حق لرو چې د خپل دیرش میلیونه افغانانو د ژوند او برخلیک په اړه فکر وکړو او حق تامین کړو.
د ولسمشر لومړي مرستیال وویل د سولې په اړه د امریکا په لیک اندیښنه نه لري او دریځ کې یې هم بدلون نه راځي.
دا په داسې حال کې ده چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلنکین افغان ولسمشرمحمد اشرف غني ته په دغه لیک کې ویلي افغان سیاستوالو ته یې د سولې په اړه یوه طرحه لیږلې او واشنګتن به له ملګرو ملتونو وغواړي چې د امریکا، روسیې، چین، پاکستان، ایران او هند د بهرنیو چارو وزارتونو د استازو په ګډون د افغانستان د سولې بهیر په اړه د بحث په موخه یوه نړیواله ناسته جوړه کړي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیرویلي چې داسې یو لیک یې د ملي مصالحې عالي شورا ته هم استولی دی.
بلنکن ویلي دي چې امریکا به له ترکیې وغواړي چې په خپل کوربه توب په راتلونکو اونیو کې د دواړو لورو( جمهوریت ـ طالبانو) په لوړه کچه یوه ناسته جوړه کړي چې د سولې هوکړه لیک نهایي کړي.
هغه خبرداری ورکړی چې د افغان رهبرانو نفاق به د ناورین لامل شي او باید د نوییمې لسیزې تېروتنه تکرار نشي.