د افغانستان حکومت وایي هیڅکله به بیا خپلې بریاوې صفر نه کړي او ځان به د تمدن او پرمختګ له کاروانه پاتې نه کړي.
ارګ د غازي امان الله خان د یوشپیتم تلین په مناسبت په خپاره کړي پیغام کې ویلي چې د ده پاچا په دوره کې افغانستان په لومړي ځل د اساسي قانون څښتن شو:« غلامي ختمه اعلان شوه، ښځو د زده کړې انساني حق ترلاسه کړ، معاصر مالي سیستم پیل شو، په ولایتونو کې اخبارونه چاپ شول، د بېلابېلو قوانینو تدوین د خپلسریو امکان کم کړ او ګڼ نور بنیادي کارونه پیل شول.»
د ولسمشرۍ له خوا خپور پیغام وایي:« د برابري انساني اصل ته زموږ په معاصر تاریخ کې په اول ځل په اماني دوره کې پام وشو. د ملي یووالي تامین او د هیواد اقتصادي وده هغه وخت ممکن ده چې ټول د هیواد په برخلیک کې ځانونه شریک وګڼي او د زده کړې، کار، ټولنیز ژوند او اساسي حقونو برابر فرصتونه ولري.»
ارګ وایي پکار ده چې د خپل تاریخ او ماضي له روښانه او ویاړمنو او ترخو تجربو څخه زده کړه وکړو، په تیر کې ایسار پاتي نشو او د نیکمرغه سبا له پاره ترې ګټه پورته کړو.
خپور شوی بیان وایي په تیرو سلو کلونو کې څو ځلې زموږ بریاوې په سفر بدلې شوې او د پرمختګ له کاروانه پاتي شوي یو:« د انقطاع او سقوط دغه ترخه او ویجاړونکې تجربه نوره نه یوازې نه تکراروو، بلکې د غازي امان الله خان نیمګړی څپرکی بشپړوو، جمهوریت لا پیاوړی کوو او خپلو راتلونکو نسلونو ته به ازاد،اباد او باثباته افغانستان په میراث پرېږدو. »
ارګ په داسې حال کې دا څرګندونې خپرې کړې چې د حکومت په ګډون په افغانستان مدني بنسټونه او ځوان نسل په دې اندیښنه کې دی چې له طالبانو سره د سولې په بهیر کې د تیرو څو کلونو لاس ته راوړنې زیان ونه وي.